سپین غر

راپور: راز خوږیاڼی

نېټه: ۱۳۹۸ل د سلواغې ۴مه

سپين‌غر ادبي بهیر یارانو خپله درې څلوېښتمه ادبي ناسته وکړه. یاده ناسته چې د خوږیاڼیو ولسوالۍ سپین‌غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دریځ چارې یې خوشال دراني سمبالولې، د جانان خدرخېل لۀ خوا د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.

د ناستې مشري استاد محمد رازق ځلاند کوله او د مېلمنو پر څوکیو ورسره استاد عارف الله عارف، هدایت الله غیرت او خالد خیبر ملګري وو.

د تېرې ادبي ناستې راپور د راز خوږیاڼي لۀ خوا ولوستل شو. دوست محمد دوست یې پۀ اړه وویل: د ادبي ناستو راپور باید یوازې خبري بڼه ونۀ لري، کوښښ دې وشي چې پۀ راپور کې د کره‌کتنې او ادبي درس لنډیز هم راوړل شي.

پیلیزه وینا ددې ناستې مشر استاد محمد رازق ځلاند وکړه، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې د شعر او لیکوالۍ پر ارزښت وغږېد او د یوې ژبې پۀ غني کولو کې یې د شاعرانو او لیکوالو ونډه اړینه وبلله. استاد ځلاند زیاته کړه، باید ټولنه پۀ دې ارزښتونو وپوهول شي، چې پښتو ژبه هم د پرمختللو ژبو پۀ کتار کې راشي او پۀ وینا یې دې برخې ته باید پوره پاملرنه وشي.

وروسته لیکوال او شاعر دوست محمد دوست پۀ «پښتو شاعري او موډرنېزم» موضوع باندې خپل لېکچر وړاندې کړ، دوست د لېکچر پۀ پیل کې د شعر پۀ جوړښت او محتوا خبرې وکړې. شعر یې ګډونوالو ته ور وپېژاند او د موډرنېزم پۀ اړه ګډونوالو ته وغږېد، د دوست په وینا موډرنېزم عصري کېدو ته وایي، چې دا د ژوند پۀ هره برخه کې راتلی شي، نړۍ ورځ پۀ ورځ د عصري کېدو خواته روانه ده او پۀ هره برخه کې پرمختګ کوي، چې دا عصري کېدل د نورو برخو تر څنګ پۀ شاعرۍ کې هم راتلی شي، چې ورسره په شاعرۍ کې نوښت راځي. همدا وجه ده چې د دا ډول شعر مینه‌وال هم زیات وي او خوښوونکي یې لۀ یوې ورځې بلې ته پۀ ډېرېدو دي. دوست د همدې موضوع اړوند د ځینو شاعرانو شعري بېلګې هم راوړې، چې موضوع ورسره نوره هم روښانه او ګډونوالو ته لا ډېره پۀ زړۀ پورې شوه او پیرمحمد کاروان، مصطفی سالک، اجمل اند، عبدالغفور لېوال او محمد علیم بسمل یې ددې شعري بهیر سرلاري یاد کړل چې دوی لۀ نورو ډېر پۀ دې برخه کې کار کړی دی او لا هم ددې شعري بهیر لاروي دي.

لۀ لېکچر وروسته ازاده مشاعره وشوه چې حمیدالله خوږمن، فضل حق سعید، هدایت نور ستانکزي، شېربهادر عزیزي، بلال ظاهر وزیري، نثاراحمد سېلاب، جانان خدرخېل، بهرام خان زهیر، برکت الله اسیر، نجیب الله افسوس، عرفان حیدري، نصرت الله نوښت، عارف الله نېکمل، نثاراحمد، سید احمد احساس، او نوراغا مظلومیار پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول چې د ګډونوالو لۀ خوا یې د تودو چکچکو پۀ بدرګه تود هرکلی وشو، تر څنګ یې ترنمونو د مشاعرې خوند لا زیات کړی وو، یاده دې وي مشاعره کې د وخت د کموالي او د شاعرانو د زیات والي له امله ډېری شاعران لۀ شعر ویلو هم پاتې شول.

لۀ مشاعرې وروسته استاد عارف الله عارف د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو. هغۀ پۀ ټوله کې مشاعره ډېره پۀ زړۀ پورې وبلله او د ارزونې پیل یې لۀ راپور څخه وکړ ویې ویل: راپور ښۀ وو خو که د کره‌کتنې او لېکچرونو پۀ اړه معلومات هم پکې راوړل شي لا بۀ خوندور شي، د دوست صیب د لېکچر ستاینه یې وکړه او ځوان شاعران یې د موډرن کېدو تر څنګ ارزښتونو ته هم متوجه کړل او پۀ وینا یې خپلو ارزښتونو ته دې پۀ درناوي قایل شي او لۀ سپکوالي یې باید ډډه وکړي. استاد عارف زیاته کړه ما مخکې هم ددې بهیر پۀ ناستو کې ګډون کړی او د لومړنیو ناستو پۀ پرتله د بهیروالو پۀ شعرونو کې جوت توپیر راغلی دی او د لا نور ښۀ کېدو پۀ لوري یون کوي، د شعرونو پۀ پۀ جوړښت او منځپانګه کې یې د پرمختګ نښې ښکاري چې پۀ راتلونکې کې د ښو او لوړو شاعرانو تمه ترې کېدای شي.
یاده ناسته غرمه مهال د استاد هدایت الله غیرت پۀ دعایه پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *