تاند، یکشنبه، د دلوې ۶مه: د چین په ووهان ښار کې ۵۰ افغان محصلان او ۴ افغانې کورنۍ له کرونا ویروس څخه په اندېښنه کې دي او د مرستې غوښتونکي دي.
ووهان ښار چې دا مهال د کرونا اصلي مرکز بلل شوی، په کې میشت یو افغان محصل عمران زکریا تاند ته وايي، افغانان هم په دې ښار کې له یوې اونې راهیسې قرنطین شوي او پر خپل ژوند سخت وېرېدلي دي.
ښاغلی زکریا وايي، چې دا مهال دغه ښار کې ۵۰ افغان محصلین او څلور کورنۍ چې څلور – څلور غړي لري میشت دي او له سخت حالت سره مخ دي.
د چین ووهان ښار کې میشت نور افغانان هم وايي، هڅه یې کړې تر څو چین کې د افغانستان له سفارت سره په اړیکه کې شي، خو سفارت یې ټیلفون ته ځواب ندی ورکړی.
د چین ووهان ښار کې میشت افغانان د افغانستان له سفارت څخه غواړي چې دوی له یادې سیمې بلې خوندي سیمې ته ولېږدوي، ځکه په وینا یې ووهان ښار د کرونا ویروس پر اصلي ځای بدل شوی دی.
دوي وايي، ووهان ښار کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی او افغانان هم پر خپل ژوند وېرېدلي دي.
دوی همداراز زیاتوي چې خوراکي توکي ډېر په سختۍ لاس ته ورځي او ژر تر ژر د خپل د اوسېدو ځای د بدلون غوښتنه کوي.
په همدې حال کې په چین کې د افغان محصلینو ټولنې تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دوی په دوامدار ډول له سفارت او ووهان ښار کې میشتو محصلینو سره په اړیکه کې دي او وار له مخې یې له اړوندو چارواکو سره خپلې ملاحظې او اندیښنې شریکې کړي دي.
خبرپاڼه وایي، ووهان ښار ته د ننوتلو او وتلو لارې ټولې بندې دي نو سفارتونو او اداراتو ته دا ناممکنه ده چې هلته ورشي او خپل اتباع له هغه ځایه بهر کړي: ((که خدای مه کړه کوم کس مو په کرونا وایرس ککړ وموند نو هلته محلي حکومت خبر کړئ چې درملنه یې پیل شي.))
بل خوا د هېواد د عامې روغتیا وزارت افغانستان کې د یاد ویروس د مخنیوي په پار هڅې پیل کړي او د حامد کرزي هوايي ډګر کې له چین هېواد څخه راستانه شوي مسافر معاینه کوي، تر څو په یاد ویروس اخته نه وي.