تاند، دوشنبه، د دلوې ۷مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تېره شپه دوه بجې د پېښور په تاکال سيمه کې د پاکستان استخاباراتي ادارې آی ایس آی له لوري نيول شوی دی.
د غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي او د پارلمان وکیل محسن داوړ د هغه د نيول کېدو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې منظور پښتین نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.
مخسن داوړ په یو ټویټ کې ویلي دا دوی ته په پرامنه ډول د خپلو جمهوري حقونو غوښتنو سزا ورکول کيږي.
محسن داوړ د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې او ویلي يې دغه ډول ګامونه به د دوی حوصلې ماتې نه کړي او نور به يې پياوړي کړي.
له منظور پښتین سره یې یو شمیر ملګري هم نیول شوي دي.
منظور پښتین وړمه ورځ له یو افغان تلویزیون سره د لر او بر د یووالي خبره کړې وه.
نو له دی وروسته یی خبروته پآم کوی ، کیدای شی آی اس آي د هغه ، صحی ،روانی او فکری حالت د دوایانو او یا خوراک له لاری بدل کړی ، د مشر د مصؤنیت په هیله
دوه ورځی مخکی د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین شمشاد تلویزیون سره په خپلو څرګندونو کې هغه کسانو ته یو ځل بیا په ځواب کې وویل چې وایي پښتانه افغانان نه دي پر وینا یې “” د نړۍ ټولو لابراتوارونو ته چلینج ورکوم چې د دنیا په هرګوټ کې پښتون پروت وي ثابته دې کړي چې دا افغان نه دی؛ خو دا امکان نلري چې پښتون دې وي خو افغان دې نه وي، موږ افغانان یو، افغانان وو او افغانان به اوسو.’
نوموړ زیاتوي، هر هغه کس چې عام پشتانه وژني ترهګر دي، هغه که د پاکستان پوځ وي، که (ای ایس ای) او یاهم امریکا یا نور بهرنیان، د منظور پښتین پر وینا نړیوال له پاکستان سره مرستې کولې ،خو پاکستان د پښتنو په وژنې سره کارولې.
همدارنګه تیره ورځ د پاکستان ددفاع وزیر خټک ویلی چی د پاکستان صدراعظم غواړی چی پښتون ژغورنی غورځنګ سره ټولی ستونزی د خبرو له لاری حل کړی مګر محسن داوړ ویلی (( پي ټي اېم هم د مسلو حل غواړي او د دوی غوښتنې عيني او قانوني دي او که په قانون عمل وشي نو بيا خبرو ته هم اړتيا نه لري د دوی ټولې غوښتنې پوره دي)).
هغه وويل، د دوی نورې غوښتنې لکه د بې درکه خلکو مالومول، ماينونه پاکول او هدفي وژنې او نورې ټولې د هغې سره تړلې خبرې دي.
دفاع وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د مذاکراتو خبره داسې حال کې کړې،چې د پي ټي اېم مشر منظور پښتين په ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو د يو کېدو غږ کړی ؤ.
او اعلان یی کړی چی زموږ روان جلسه به ۲ فبروی باندی جوړه شی
په ورته وخت کی د بښنې نړیوالې ادارې اسیا څانګې په یوه ټویټ کې ویلي، چې منظور پښتین دې سملاسي خوشي شي.
دې ادارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، منظور پښتین د انساني حقونو، د بیان ازادۍ او سوله ییزو غونډو له امله نیول شوی.
سرچینې له پاکستاني حکومت نه غوښتي، چې پښتین باید سملاسي او بې قیدوشرطه خوشې کړي.
https://khabarial.com/archives/46329