د مدرسې، مکتب او پوهنتون نصاب د هر وخت اړتیاو ته په کتو جوړېږي او تدرسېږي. زموږ په یادو علمي و تحصیلي مرکزونو کې اوس هم د خورا تېر وخت نصاب د تدریس لپاره چمتو کېږي.
دین د ټولنې یوه اړتیا ده، همداشان يې ټول هنرونه او دنیوي کمالات د ژوند اړتیاوې دي چې باید د وخت له غوښتنو سره سم چمتو کړل شي. که دین په هغه ډول تفسیر نه شي چې وخت يې غوښتنه کوي، نو خلک یا مخ ترې اړوي یا له دین سره لاوباله کېږي، که دنیوي هر کمال، هنر او ظرفیت ته په کمه سترګه وکتل شي، هغه ډول چې لازمه وي هغسې مواد يې په اړه چمتو نه شي، تر فراغت وروسته به خلک د خپلو اړتیاو لپاره هغه ډول کار نه شي ترې اخیستای چې ځنې تمه يې وي، له دې امله به د خلکو لېوالتیا ورته کمه شي او ورو-ورو به همدا فیصدي د خلکو زیاته شي چې کړی يې تعلیم وي خو د کار پر ځای د یوه بې تعلیمه غوندې شي.
که په مدرسه کې نصاب نیمګړی وي، له هغه ځایه وتونکي کسان به هم زیاتې نیمګړتیاوې ولري، علم به يې د وخت غوښتنو ته ځواب نه شي ور کولای، په خپل ژوند کې به له مختلفو ستونزو څخه کړېږي. تعلیم به يې د اقتصاد په ښه کولو کې نقش نه شي ادا کولای، له ټولنې سره په تعامل کې به مشکلات ولري، د خپلو اړتیاو په رفعه کولو کې به له سختۍ سره مخ وي، د حال پر ځای به ماضي کې اوسي، د ژوند عیني شرایطو ته به له خیالي عینکو ور ګوري، په ټوله کې به واقعیت او عینیت د یوه واقعي وجود په ډول نه شي درک کولای.
زموږ د سیمې د مدرسو نصاب بیخي د سونو کلونو پخوانی نصاب دی چې د اوس وخت هيڅ غوښتنې او اړتیاوې نه شي پوره کولای، له لویه سره د نصاب پيل هم دومره پيچلی، ګران، مغلق او زوړ دی چې د نورې نړۍ اوسني پوهان ممکن دا خبرې بیخي تاييد نه کړي چې په نړۍ کې اوس هم داسې نصاب وجود لري.
زموږ د نصاب په اړه څو مشخص موارد د پام وړ خراب دي چې زیات رغښت ته اړتیا لري او زه يې دلته معرفي کوم:
۱/ د مبتدئينو ستونزې
ابتدايي طالبان دلته د بغدادي قاعدې په نوم د عربي الفباء له یوې رساله وزمه ښوونیز کتاب څخه پيل کوي چې یوازي د عربي حروف، کلمې، جملې او لوست ور ښودل کېږي. هغه قاعده ګرانه ده، د ابتدايي طالب لپاره ځينې ستونزې لري، د یوه ملا ټوکه ده، چې د بغدادي قاعدې مشکل اول له نومه را پيل دی چې موږ په سونو کلونو هغه افغاني قاعده نه کړه، بلکې لا هم د بغدادي په نوم تدریسېږي.
پاکستان کې د اوسېدا مهال مې د اتبدايي طالبانو لپاره مختلفو سیمو کې ګڼې قاعدې وليدې چې د ماشومانو د انسانتیا په خاطر لیکل شوې وې. هغوی په اردو د استاد او طالب دواړو لپاره لارښود هم در لود چې د دې قاعدې د ویلو مهال باید پام ورته شوی وای. د اسانتیا لپاره يې ګڼ توري په مختلفو رنګونو هم وهلي وو چې طالبانو ته يې تفکیک اسانه شي، کله چې يې وپېژني لوست يې ورته اسانېږي او په اساني کولای شي چې پر خوله يې واوړي خو موږ په خپله ژبه داسې هيڅ نه دي ورته لیکلي او هماغه د سل دوه سوه کاله پخوانۍ بغدادي قاعده ده او موږ يې د تدریس طریقه هم زده نه کړه، بلکې تر اوس هم په کلیو کې ناسمه ویله کېږي.
ستونزه نه یوازې له پيله شته، بلکې وروسته نورې هم زیاتې شي. د لیک لوست د زدکړې لپاره په طالب د فارسي ژبې یو ګران شعري کتاب لوستل کېږي چې بیخي ګران او د زدکونکي ژوند له کړاوه ور ډک کړي. د فقهې په برخه کې شروط الصلاة، قدوري، منیة المصلي او… یو په بل پسې ورته لوستل کېږي. دا کتاب که په خپل ذات کې سم دقیق وکتل شي او بیا د هغو طالبانو علمي کچه وارزول شي نو ترمنځ به يې خورا زیات توپير وموندل شي. دا کتابونه د لویانو لپاره دي، ماشوم په دې کتاب کې د زدکړې پر ځای متحیر کېږي او لالهانده پاته شي دلته څه حال دی؟ ماشوم ته ځينې شیان لومړیتوبونه دي چې ژر يې باید زدکړي، د لمانځه، اودس، غسل او دې ته ورته موضوعاتو مسایل باید په ساده ژبه ورته بیان شي چې هغه يې زده او عملي کړي. نه دا چې په سخته ژبه د مذاهبو له اختلاف سره ورته بیان شي چې هغه د زدکړې پر ځای نور هم ګنګس شي.
لومړی که دا ابتدايي کتابونه د بلې ژبې پر ځای په خپله ژبه ورته ولیکل شي، لا به ښه شي، ځکه ماشومان به ژر خپل ديني مسایل زدکړي، اما که په بله ژبه ورته ویل کېږي، نو باید دومره ساده وي چې دوی ته په زدکړه کې ستونزې جوړې نه کړي، دویم شی باید هغه څه په پام کې ونیول شي چې ټولنه کې موجود دي او د اوس وخت له اړتیا سره یو عام رواج هم دی. لکه: د خولې د پاکولو لپاره د برش او کریم مثال، د استنجاء لپاره اوبه او ترې وروسته د لاس مینځلو لپاره صابون یا شامپو راوړل، پخواني مثالونه له کتابونو باید وایستل شي، لکه د خاورو استنجاء، په خاورو لاس پاکولو، د لرګي مسواکونه او داسې نور شیان چې نن نه کارېږي او ځای يې نورو شیانو نیولی دی.
که د مدرسې پر ځای ماشوم لومړی زدکړې له ښوونځي پيل کړي، نو لا به ښه شي، د مدرسې او مکتب فاصله به هم ختمه شي او لومړی عمومي زدکړې به ټولو ماشومانو کړې وي چې په ایینده تعلیمي ژوند کې دا بیناد ورته ډېر ګټور ثابتېدلای شي. که څه هم د مکتب په اوسني نصاب کې هم ستونزې شته اما د مدرسې په نسبت بیا هم ښه دی، ماشوم د مکتب په نصاب کې د مدرسې تر هغه ډېر څه زدکولای شي، که د ماشومانو په اړه دا تګلاره ومنل شي خورا ډېرې ګټې به ولري.
۲/ د ګرامر ستونزه
زموږ اوسني نصاب کې تر ژبې مخکې د ګرامر قواعد په زده کېږي، د صرف او نحوې کتابونه له پيله په قواعدو پيل کوي، استادان هڅه کوي چې په طالبانو د صرف او نحوې قواعد حفظ کړي. د دې نتیجه دا شي طالبان یوازې پر ژبه قواعد یاد کړي نور يې د اجراء لپاره عربي جملې، کلمې او له ځانه په هغه ژبه کې مثالونه نه شي جوړولای. اصلا قواعد تر هغو مانا نه لري چې یو څوک په ژبه خبرې ونه شي کړای، کله چې د یوې ژبې د لغاتو ذخیره له یو چا سره نه وي، خبرې نه شي په کولای، مفردات او جملې يې حفظ نه وي، نو یوازې د ګرامر اصول یادول يې هيڅ نه شي دوا کولای. د ژبې په زدکړه کې تر ګرامري قواعدو د کلمو، جملو، ترکیبونو، مفرداتو او اصطلاحاتو یادول ډېر اړین دی، ګرامر باید تر دې وروسته ولوستل شي او ګرامر دومره ډېر مهم نه دی چې په اړه يې ګڼ کتابونه ولوستل شي، یو کتاب د ګرامر لپاره بیخي کافي دی چې د عربي ژبې د صرف او نحوې ټول مهم اصول پکې بیانېدلای شي، که په یوه کال کې نه ویل کېږي نو کولای شي چې په دوه کاله يې ولولي او تر څنګ يې د ژبې پر ویلو، لیکلو، اورېدلو او دې ټولو قواعدو ته له ځانه د تمریناتو جوړول به د طالبانو دنده وي چې په زدکړه کې به يې مهم نقش ولري.
زموږ د مدرسو په نصاب کې دلته ستونزه داده چې یوازې د ګرامر پر موضوع يې ټول فوکس دی، دا لار يې ترکستان ته تللې ده. له دې امله د مدرسې څخه فارغ کسان نه په عربي خبرې کولای شي، نه لیکل کولای شي، نه د عربو په خبرو پوهېږي او نه هم د اوس عصر نوې عربي کتابونو باندې پوهېږي، ځکه دوی ژبه نه زده کوي بلکې ګرامر وايي او خپل څو کلونه یوازي د ګرامر یادولو تېر کړي چې د ژبې زکړې ته یوازي لس فیصده اړین بلل کېدای شي.
د ضعف یوه بله نکته داده چې کتابونه په دې برخه کې زیات لوستل کېږي، دا کتابونه هم زیات دي، حجم يې غټ دی، له دې ټولو سره پيچلي او د پخوانۍ زمانې پر میتود لیکل شوي دي چې تر وضاحت يې اغلاقیت ته زیاته توجو کړې ده. د اوس وخت تقاضا داده چې کتابونه يې راکم کړل شي، په روانه عربي ژبه ساده ولیکل شي او تر اغلاق پکې وضوح زیات وي. دا کتابونه دې یوازې یو یا دوه وي چې اوس وخت په عربي کې دا کتابونه پر نوي میتود لیکل شوي دي او د صرف و نحوې دواړو لپاره پوره بسنه کوي، زموږ د مدرسو استادان باید نور د زمانې غوښتنې ومنې او د عربي ژبې په اړه تر پخوانیو کتابونو نوي هغه کتابونه ګټور و ګڼي چې عربو د اوس وخت لپاره د زمانې د غوښتنو په رڼا کې لیکلي دي او زه په دې باور یم چې دا کتابونه به زموږ د مدرسو طالبانو ته هم ډېر ګټور وي.
د اهمیت وړ یو ټکی دا هم دی چې د ګرامري کتابونو تر څنګ دې د محاورې او د لغاتو د ذخیرې زیاتولو کتابونه هم په نصاب کې شامل شي چې طالبان نه یوازې له ګرامر سره بلد کړي بلکې په دوه درې کاله کې عربي ژبه داسې زدکړي چې هم لیکل په وکړي، هم یې مطالعه کړای شي، هم په عربي خبرو وپوهېږي او هم ایینده د دې ژبې زدکړه، طالب ته د یوه هنر کار ور کړي.
۳/ په خپله ژبه د ځینو اړینو کتابونو نه شتون
له پښتو ژبې سره د مدرسې ملایانو تر یوه حده سمه دښمني پيل کړې وه. حتا ځینو به يې ویل چې پښتو د دوزخ ژبه ده. دا مشکل له دې امله را پيښ دی چې زموږ د نصاب په برخه کې موږ په خپله ژبه هيڅ کتابونه نه در لودل، دا تشه د دې سبب شوه چې د مدرسې طالبان له خپلې ژبې څخه لرې شي، د خپلې ژبه زدکړه خوند ور نه کړي، د خپلې ژبې مطالعه ونه کړي کتابونه کې ونه لولي او لیکل خو بیخي لرې خبره ده. ان تر دې حده چې اخیر يې دښمني ور سره واخیسته، ما د خپلې طالبي دورې مهال د پښتو کتابونه په مدرسه کې راسره در لودل، ما ته څو پلا نه یوازې استادانو له هغو کتابونو د ځان ساتنې وویل؛ بلکې طالبانو به هم هره ورځ راته ویل. دا یو مشهوره خبره او عمومي ذهنیت وو چې د پښتو کتابونه لوستل د عربي کتابونو مطالعې ته زیان رسوي، اما دا خبره ما کله هم له استادانو سره ونه منله، نه طالب دا خبره راسره پيچلای شوای، ځکه ما په عربي تر دوی ښه مطالعه کولای شوای، کتاب به مې هم زده کاوه، د استادانو سترګې هم زما لور ته کږېدلې، له دې امله يې په ټينګار کله هم نه راته ویل چې پښتو کتابونه به نه ګورې.
زما په اند د ځینو فنونو پيلني کتابونه که په عربي او پښتو دواړو ژبو وي، ګټه به يې زیاته وي، د فقهې لومړي کتابونه باید په خپله ژبه وي چې طالب سمه زدکړه ترې وکړي. همدا شان به خپله ژبه هم زدکړي، ما ته اوس دا مالومېږي چې څوک په خپله ژبه نه پوهېږي نو هغه د بل په ژبه هم ځان نه شي پوه کولای یا به هم ډېره ورته سخته وي. له دې امله د ځینو پيلنیو کتابونو ژبه که پښتو شي ځو ګټې به وکړو: اول، له خپلې ژبې سره به طالبان شناخته شي، دوه، مفاهیم به عام فهمه وي، درې، نسبت د بلې ژبې زدکړې ته په خپله ژبه شیان ژر زدکېږي، نو طالبان به پيلني کتابونه ښه زده هم کړي.
۴/ له وخت سره سم د ځینو اړینو کتابونو نه وجود
اوس د علومو ځانګې پراخې شوې دي، له دې امله د علومو د زدکړې لپاره وخت کم دی، همدې نکتې ته په کتو باید د مدرسو په نصاب کې ځينې اړین شیان زیات او ځينې بې اړتیا کتابونه ځنې کم شي. د ګرامر په برخه کې مې هم وویل چې نصاب کې ټول کتابونه یوازې د ګرامر په اړه دي، د ژبې د زکړې کتاب نه شته، دا اړتیا پخوا هم وه او اوس نوره هم زیاته شوې ده. د عربي ژبې د زکړې کتابونه باید زیات شي او د ګرامر کتابونه دې راکم کړل شي، د نحو میر، هدایة النحوې، کافې، شرح ملا جامي او عبد الغفور پر ځای دې نن د ګرامر یو ښه کتاب له هغو معاصرو کتابونو غوره شي چې عربو د خپلو مدارسو لپاره لیکلي دي خو د دې نورو بدیل دې د ژبې کتابونه وړاندې کړي. همدا شان په فقه کې خورا نوې زاوې پيدا شوې دي، د اقتصاده له میدانه واخله بیا تر کورني ژونده په ټولو برخو کې نوي مسایل را پيدا شوي دي چې د مدرسو په نصاب کې باید دې ټولو برخو ته پام وشي. د مدرسې طالب العلمان چې د اوس وخت د دیني قشر مسایل به ورته حل و فصل کوي نو ورته په کار ده چې مسایلو کې نوي بعدونه وپېژني او هغه زاوې په پام کې ولري چې ننني پرمختګونو ورته لار جوړه کړې ده. یوه نوې اړتیا د د انګریزي ژبې د زدکړې په اړه هم ده، دا یوه له مهمو اړتیاو څخه شوه، ځکه نه یوازي د ټیکنالوجي ژبه ده، بلکې د نړۍ د معرفت او علومو ژبه هم ده. د نړۍ د هر شي په اړه تحقیقات په همدې ژبه کېږي، له نړۍ سره د وصال ژبه ده، موږ په خپل جیب کې ټلیفون حتما لرو، که دا ژبه مو زده نه وي، نو د هغه په سسټم پوهېدل به هم راته مشکل وي، ان زموږ په لاسي ساعت کې هم دا ژبه شته، که تاسو يې شاته وګورئ یا يې مخته دقیق متوجې شئ نو د انګریزي لارښونې به حتما ورباندې ووینئ. بله مهمه اړتیا د کمپيوټر د زدکړې ده، دا نه یوازې دا چې په دنیوي کارونو کې مهم دی، بلکې د دينې طالبانو لپاره هم اوس مهم دی. انټرنیټ پکې کارول کېږي چې زموږ د ژوند یوه ډېره لازمي اړتیا ده، لیکل پکې کوو چې هيڅ چاره نه ترې لرو، همداشان د کتابونو لپاره اوس مهم ساپټویرونه جوړ شوي دي چې کمپيوټر کولای شي هغه خلاص کړي او موږ ور څخه استفاده وکړو؛ لکه: مکتبه شامله، موسوعه شامله، الباحث الحدیثي او داسې نور. له دې امله نو کمپيوټر زدکول د اوس وخت یوه سخته اړتیا ده چې باید مدرسو په نصاب کې ځای ور کول شي.
د منطق او فلسفې په اړه زیاته اړتیا نه شته، که وي نو دومره زیاتو کتابونو ته نه شته. هسې هم د دیني مدرسو طالبان له منطق او فلسفې سره زیات جوړ نه دي، له دې امله باید له دې فنونو سره د شناخت لپاره دې څو بنیادي کتابونه په نصاب کې داخل شي او لوستل به يې ورته بې ګټې نه وي، نور دا یوه پيپړه منطقي کتابونه دې له یوه مخه وایستل شي. جالبه داده چې د منطقو تر لس زیات کتابونه په داسې ډول تدریسېږي چې ټول يې تقریبا څو خاص موضوعات تر تحیقیق لاندې نیسي، نو دومره پيچلي دي چې د ویلو مهال به په سل کې شل فیصده طالبان وي چې په دې کتابونو دې د استاد تر تشریح وروسته په مټې پوه شي. ما په کراچي کې د درس ویلو مهال ځينې نوي کتابونه لیدلي وو چې پاکستانیو مدرسو کې ویل کېدل، که موږ هم دا لویه برخه يې ایسته کړو او یوازې له دې فنونو سره د شناخت لپاره پر ځینو بنیادي کتابونو تمرکز وکړو نو زما په اند هم به وخت را بچت شي او هم به له دې فنونو سره شناخته شو.
د بلاغي علومو په اړه زموږ پوهه ډېره پر کمزوري بنسټ ولاړه ده. لومړی موږ له دې علومو سره په خپله ژبه کې هيڅ ډول شناخت نه لرو. له بده مرغه چې زموږ د مدرسو طالبان فکر کوي بلاغي علوم یوازې د عربي ژبې لپاره دي او نورې ژبې له دې څخه بې برخې دي. دلته بیا یادونه کوم چې که موږ په نصاب کې له پيله په خپله ژبه ځينې کتابونه لرلای نو داسې خلا به نه رامنځته کېده. د بلاغت په اړه موږ بیخي تش لاسي یو، کتابونه يې د بلې ژبې په ګرانه عربي لیکل شوي دي، ما چې خپله دا کتابونه ویل نو هيڅ نه پرې پوهېدم، ما چې کله بیا د تعلیمات اسلامي لپاره تیاري کوله او د بلاغت په نوم مې یو عربي کتاب چې نوی د یوه عرب له لوري لیکل شوی دی وکتی پوه شوم چې موږ د مدرسې کتابونه څومره پيچلي وو او موږ څومره بې ځایه وخت پر هغو کتابونو تیر کړی دی. د بلاغت په اړه کتابونه هم له سره لیکل غواړي، دا شته کتابونه له یوې خوا ډېر پخواني دي او بل ډېر مغلق دي، دا کتابونه د طالبانو تر سویه لوړ دي، اصلا د زدکړې مهال باید تمرکز یوازې د طالب پر زدکړه او اخذ وي، نه دا چې څومره پيچلي کتابونه لوستل کېدای شي، دلته هم د کتاب لیکوال ظلم کوي چې مغلق کتاب لیکي او هم استاد ظلم کوي چې یوازې د خپلې تبارې د تیزولو لپاره تدریس کوي د نورو غم ورسره نه وي. په عربي کې پر دې موضوعاتو مهم کتابونه اوس لیکل شوي دي چې هم اسانه دي، هم لنډ دي او هم د وخت غوښتنې په نظر کې نیول شوې دي، که د مختصر، مطول او د دې دوو کتابونو د متن پر ځای اوس نويو کتابونو ته ځای خالي شي د طالبانو لپاره به ډېر ګټور وي.
زموږ د نصاب یوه بله خلا د تاریخ په برخه کې ده، تاریخ بیخي په مدرسو کې بې اهمیته شوی دی. ځکه د تاریخ په اړه هيڅ کتاب نه شته، د تاریخ ځينې مهم کتابونه باید په خپله ژبه او عربي دواړو وخت ناوخته تدریس شي چې طالبان د تاریخ له اهمیت سره بلد شي او هم له تاریخ څخه عبرتونه واخلي. د تاریخ په برخه کې په ځانګړي ډول د خپل وطن او سیمې په اړه هيڅ نه پوهېږي چې د دې سیمې تاریخ څه دی؟ دا یوه لویه خلا ده چې باید حتما ورته جدي پاملرنه وشي.
د سیرت په اړه هم کتابونه د نصاب په کتابونو کې ځای نه لري، د پاکستان په مدرسو کې سیرت ته په څو درجو کې ځای ور کول شوی دی، د رسول الله سیرت باید پر څو برخو وویشل شي او بیا له ابتدايي مرحلې واخله تر اخره په مختلفو درجو کې په اسانه او متوسطه او لوړه سویه ځای پر ځای شي.
د دعوت برخه بیخي د ارزښت وړ نه بلل کېږي، نه اصول ورته ټاکل شوي دي او د نصاب په برخه کې حتا یو مضمون لا نه لري، دا برخه خورا خواره ده او ډېر زیات کار ورته په کار دی. له پيله دې په خپله ژبه کتابونه ورته ولیکل شي او په اخر کې دې په عربي ژبه هم ځينې کتابونه د نصاب برخه شي چې د دعوت په اړه يې مفصل او مجمل بحثونه کړي وي.
د فقهې کتابونه دې له یوې مخې نوي کړل شي، لومړی دې ساده کتابونه ولیکل شي چې که بیخي په خپله ژبه وي لا به ښه وي، تر دې وروسته دې په عربي شي او بیا چې د طالب سویه لوړېږي نو د کتاب علمي کچه دې هم وسره پورته کېږي چې اخرو درجو کې دې د مذاهبو پرتلې ته ورسوي او د څلورو یا پنځو مذاهبو ترمنځ دې د پرتلې کتابونه هم ولیکل شي چې طالبان د نورو مذاهبو په اړه مالومات تر لاسه کړي او هم د مذاهبو ترمنځ د تعصب کچه ورسره را کمه کړل شي.
د اصولو فقهې په اړه هم شته کتابونه کافي نه دي، ما په دې اوس وخت کې ځينې مهم کتابونه ولیدل چې د اصولو په اړه لیکل شوي دي که دا کتابونه په نصاب کې ځای شي ښه به وي، یو لور ته نوي دي او بل لور ته ساده او اسانه دي. د اصول الفقهې د قواعدو او فقهي اصولو په اړه هم باید داسې کتاب نصاب کې وي چې د دې دوو فنونو د تفریق پر مسایلو يې رڼا اچولې وي، طالب ته باید دا روښانه وي چې اصول الفقه او فقه تر خپل منځ څه ارتباط سره لري او کوم توپیرونه شته چې نه ځنې ګډ شي او نه هم بیخي دومره سره بیل شي چې د ګډوالي هيڅ مشترک ټکی ورته پيدا نه شي کړای.
د تفسیر په اړه خورا لویه خلا موجوده ده، همدا شان د حدیثو په اړه موږ له وخته ډېر لوی ظلم کړی دی. د نصاب په مختلفو مرحلو کې دې د قران کریم ترجمې ته ځای ور کړل شي او هم دې د حدیثو ځینې کتابونه ولوستل شي چې د حدیثو دورې ته تر رسېدو مخکې باید د حدیثو او تفسیر له روح سره طالب اشنا وي، هسې خو دوره یوازې په یوه کاله ویله کېږي او هغه هم نیم کال استاد او طالب دواړه په تاخته وي، تفسیر او حدیث د تاختې کار نه دی، د نصاب له پيله بیا تر پایه باید په ټولو برخو کې قران او حدیث ځای ولري چې طالب يې هيڅ وخت هم له اهمیت څخه غافل پاته نه شي. اصولو ته يې هم توجو په کار ده، موږ د حدیثو اصولو ته بیخي شا ور ګرزولې ده او د تفسیر په اړه هم یوازې یو کتاب لوستل کېږي چې کفایت نه کوي. د نصاب په مختلفو مرحلو کې دې د تفسیر او حدیثو اصول ور شامل کړل شي چې هم يې زدکړې ته پام وشي او هم طالبان ترې غافل نه شي.
له دې یادو نکتو سره دې د ځینو هنرونو لور ته هم پام وشي لکه، خوش خطي، لیکوالي، د ترجمې فن، د خطابت یا بیان فن، د حساب یا ریاضي فن، اوس خو خلاصة الحساب لوستل کېږي چې هيڅ نه ترې زدکېږي، د هندسې په برخه کې پخوانی یو کتاب دی چې اوس باید وایستل شي او نويو کتابونو ته ځای ور کول شي، د شعر او ادب په برخه کې هم د عربي له پخوانیو معیارونو سره سم یو کتاب دی چې باید نویو کتابونو ته ځای ور کول شي ځکه هم نوي دي، هم ساده دي او هم يې نوې بعدونه پکې څېړلي دي. د هنر په برخه کې دې پر نورو هنرونو هم فکر وشي که ګټور وګڼل شي نو باید نصاب ته په داخلولو کې يې هيڅ تذبذب ونه شي. د ژبو په زدکړه دې هم فکر وشي، که په نصاب کې د عربي تر څنګ د ځینو سیمه ییزو ژبو کتابونو ته ځای ور کړل شي ګټه به يې حتما زیاته وي. د ژبې زدکړه کمال دی او دا کمال د ژوند په ټولو برخو کې انسان ته په کار ور ځي. هغه بې ګټې کتابونه چې اوس وخت يې فایده نه شته باید وایستل شي او ځای دې همدې د ژبو کتابونو ته خالي شي چې له طالبانو سره په ډېرو برخو کې مرسته کولای شي، په مختلفو ژبو به مطالعه کوي، له هر ډول استادانو به درس ویلای شي، ممکن د ترجمې په برخه کې کار ترې واخلي او داسې نور کاري مجالونه هم ورته برابرېږي.
۵/ د ځينو فنونو کم لوست او د نورو بیا زیات
زموږ نصاب یو معتدل نصاب نه دی، دې لور ته يې اصلا هيڅ پام نه دی شوی. اوس چې وخت کم دی او د علومو ځانګې پراخې شوې، نو نوره نړۍ کوښښ کوي چې اړین کتابونه په زدکونکو ووايي او مخته نوي رادبره کېدونکې علمي ځانګې په زدکړي. خو زموږ په نصاب کې ځينې کتابونه له هر ډول ګټې پرته یو درجن ویل کېږي او نور بیا له هر څومره اړتیا سره هيڅ نه ویل کېږي. مثالونه يې د منطقو او حدیثو ور کولای شو. حدیث یوازې د اخرني کال په دوره کې ویل کېږي چې طالب هم پایڅې پورته کړې وي او استاد هم، منطق بیا له ایساغوجي واخله تر سلم و حمد الله پوري ویل کېږي چې تر یوه درجن هم زیات کتابونه دي او ګټه يې لکه دوی چې په ژوند کې نه ده لیدلې موږ هم نه ده لیدلې.
د ګرامر، فقهې، منطق، صرف، فارسي ادب، بلاغت، اصول الفقهې کتابونه دې یوه برخه ایسته کړل شي، یوه برخه دې په نورو بتدیل کړل شي او که ووایم یوازې یو فیصد کتابونه يې داسې دي چې پر ځای دې پاته شي دا نور ټول یا د ایسته کولو وړ دي یا يې د بدیل اړتیا ده. په مقابل کې دې د سیرت، دعوت، کمپيوټر، انګریزي ژبې، عربي ژبې، پښتو ژبې که اړتیا وه د فارسي او اردو ژبې د زکړې کتابونه، اصول الحدیث، اصول التفسیر، تاریخ، نوې فلسفې، نوي بلاغي علوم د پښتو او عربي دواړو، د حدیثو مختلف کتابونه د تعلیمي دورې په مختلفو مرحلو کې باید ولوستل شي چې دا برخه زموږ په نصاب کې خواره ده او غني کېدا ته اړتیا لري او هغه اوله برخه يې تر اړتیا زیاده ده چې کافي کمېدا او بدلېدا ته ضرورت لري.
۶/ د ځینو نویو فنونو او وسایلو د معرفي کتابونه
په مدرسه کې نوی فکر او نوي وسایل لکه په دین کې بدعت داسې بد ګڼل شوي دي. هيڅ نوی فکر ورته لار نه کوي او هيڅ نوی کتاب ورته د پخواني غوندې ښه مقام نه لري. له دې امله نو له جدیدو وسایلو سره دومره نابلده دي لکه هغه چې له بلې نړۍ راغلي وي او دوی يې هيڅ اړیکه ورسره نه لري. که په نن پير کې ژوند کوو، له دې خلکو سره مو سر و کار وي، همدې خلکو ته د دین تعبیر او تفسیر زموږ دنده وي نو دا وسایل نه یوازې زموږ لپاره اړین دي بلکې فرض کفايي دي. د ژوند په هره برخه کې ستا مخالف ځای نیسي که ته هلته ور نه شې نو نه یوازې هغه مقام درڅخه نیسي بلکې نورو ځایونو ته هم سرایت کوي او بیا يې مخه نیول مشکلېږي. د جدیدو وسایلو په اړه همدا تګلاره اوس نورې نړۍ را خیستې ده، که مسلمانان په رښتیا د نورو له فکري یرغل څخه ځانونه ساتي نو په جدیدو وسایلو او افکارو کولای شي چې د دې یرغل مخه بنده کړي کنه د بل تر فکري او کلتوري یرغل لاندې به دل کېږي. له نیټ سره دښمني حللار نه ده بلکې سالمه کارونه يې حل دی، کمپيوټر د دښمنۍ شی نه دی، بلکې زدکړې او د خپلو موخو لپاره استعمال يې مناسب حل دی، هر نوی فکر د رد وړ نه دی، بلکې هغه فکر باید رد شي چې معنوي او مادي ارزښتونو ته لغته ور کوي، دا نو ګرانه ده چې په ژوند کې دې مادې وسایل ټول نوي شي خو افکار دې همداسې زاړه پاته وي، د ژوند یوه برخه پر بله اغېز کوي، له دې امله نو که وسایل نوي کېږي افکار ورسره اتومات بدلېږي نو که موږ ورته له وخته تیاري ونه لرو بیا یو دم له جدیدو افکاروسره مخ شو حتما به يې د ځواب پر ځای په خاموشي د ځواب هڅه کوو چې ماته به زموږ حتمي تقدیر وي. له دې امله نو د نصاب په برخه کې نوي وسایل معرفي کول، زدکړه، پالل يې، افکار نوي کول، هنرونو ته ځای ور کول او طالبان ورته تشویقول د دې وخت تقاضا ده او که څوک يې درک نه کړي حتما به د ژوند له کاروانه شاته پاتېږي او یوه ورځ به د حسرت لاسونه بیا سره مښي.
۷/ د هنرونو کموالی
د مکتب او مدرسې په نوم د ماشومانو د تعلیم بیلولو دا زیان ورساوه چې د مدرسو طالبان له خورا ډېرو هنرونو بې برخې شول. هغه څه چې په مکتب کې ور زده کېږي، هغه په مدرسه کې نه شته، د مدرسې نصاب له لومړي سره تخصصي دی او طالب العلم له پيله تر یوې کټګورۍ را محصور کړي. د دې تاوان دا شي چې هغه عمومي کمالات نه شي زدکولای، د مکتب یو اهمیت په دې کې دی چې مضامین يې عمومي وي او د زیاتو شیانو په اړه زدکونکي ابتدايي مالومات کولای شي یا هم له مختلفو فنونو سره يې اشنا کوي. ژبې دي، نوي وسایل دي، د لیکنې فن دی، د خط ښکلا ده، رسامي ده، له حساب و کتاب سره شناخت دی، سائنس سره بلدتیا نن اړینه ده او هغه د مکاتبو په نصاب ممکنه ده خو مدرسه کې له دې یادو شیان هيڅ هم نه شته. د مدرسې نصاب د جغرافيې په اړه هيڅ نه لري، ټولنیز نزاکتونه پکې نه زده کېږي، له خلکو سره د تعامل په اړه هيڅ نه شته، که د مکتب او مدرسې په نوم دوه بیل نصابونه ماشومانو ته باید تعین نه شي، په ابتدا کې به ټولو ماشومانو هغه څه ویلي واي چې د یوه ماشوم لپاره يې ویل اړین وي او هغه ته به په خپل ایینده ژوند کې ګټه رسوي. له مدارسو زیاتره اوسني فارغین نه په عصري علومو پوهېږي او نه په دیني. زموږ ټولنه شاهده ده، لس یا شل سلنه يې داسې دي چې ویل شوي علوم بیرته تدریس کولای شي کنه اتیا سلنه يې د هغه وړتیا هم نه لري. نو هغه نصاب چې نه د عصري علومو سره شناخت په جوړېدای شي او نه د دین معرفت لپاره بسنه کوي، څنګه يې یو تعلیمي نصاب وبولو؟ زموږ نصاب د ډېرو نور تشو ترڅنګ دا تشه هم لري چې طالبانو ته د دنیوي هنرونو او کمالاتو په اړه هيڅ هم په نظر کې نه دي نیول شوي. فارغ ملا وي په خپله ژبه لیکل نه شي کولای، په یوه شرکت کې د منشي یا میرزا دنده نه شي مخته وړلای، په یوه مکتب کې د ساده ریاضي، ساينس، تاریخ، حغرافيې او… استادي نه شي کولای حتما به هغه ته دیني مضمون ور کول کېږي، په رسنيو کې یوازې د دیني بخش خپرونه مخته وړلای شي نور پروګرامونه ورته سخت وي، د کتاب ترجمه نه شي کولای، خپله لیکل نه شي کولای، د عربي ژبې د استاد دنده نه شي سرته رسولای، ښه ښکلی خط نه لري، رسام نه وي، له دې پرته هغه هنرونه چې یوازې په تمرین او عملي کار زده کېږي لکه نجاري او داسې نور خو بیخي پر خوله هم نه راوړي. د نصاب په اصلاح کې همدې لوري ته ډېره توجو باید وشي.
۸/ لومړیتوبونه په نښه کول
په ژوند کې چارې ډېرې دي، که ټولو ته په یوه پلا لاس ور واچول شي نو اخر به د ټولو پای ته رسول مشکل شي، له دې امله انسان تل هڅه کوي چې ځينې تر نورو مخکې کړي. دا ولې؟ ځکه هغه تر نورو اولویت لري، دا چارې له دینه بیا تر دنیا په ټولو برخو کې شته. د مدارسو په نصاب کې دې برخې ته توجو نه ده شوې، نه د هنرونو د زدکړې په برخه کې نه د فقهي مسایلو په میدان کې.
د قران له متن څخه هم د اولویت په اړه مثالونه موندلای شو او له حدیثو څخه هم. فقهاؤ هم په دې اړه بحثونه کړي دي، د اوس له وخت له غوښتنو سره سم باید ځينې کتابونه په دې برخه کې ولیکل شي او د مدرسو په نصاب کې ځای ور کړل شي.
هر انسان په ژوند کې لومړيتوبونه لري، د فرد او ټولنې لومړیتوب بیا توپير سره لري، د وخت او مکان لومړیتوبونه هم فرق لري، د یوې ټولنې د کلتور لومړیتوب هم له بلې سره ښايي فرق وکړي. د مدرسو طالبان په دې برخه کې خورا کم پوهېږي، په دې مسایلو که د لومړیو درجو طالبان پوه نه شي، پروا نه لري، اما لوړو درجو ته بیا دا مهمه ده ځکه له دې هر څه سره مسایل تعلق لري چې د یوه دیني عالم لپاره ورباندې پوهېدل اړین دي.
۹/ اخلاقیاتو ته نه پام
د اخلاقیاتو په برخه کې زموږ نصاب هيڅ کتاب نه لري. حتا طالبان په دې اړه دومره خالي ذهنه وي که د اخلاقیاتو په اړه له یوه لوی طالب څخه پوښتنه وشي ممکن د اخلاقو په اړه ابتدايي مالومات هم ور نه کړي.
دا چې د اخلاقیاتو بحث دلته هيڅ نه کېږي، نو ځکه يې په اړه دا بحثونه هم نه دي شوي چې د ټولنې اخلاقي نظام د شریعت پر نصوصو څومره اغېز لري؟ دا او دې ته ورته مهمې پوښتنې د مدرسې نصاب نه شي ځوابولای او همداسې ګونګه روژه يې په دې اړه نیولې ده. نن دا ډول کمزوری نصاب په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی، له دې امله باید ژر تر ژر د نصاب پر سمونه کار وشي او دې اړخونو ته جدي پاملرنه وشي.
۱۰/ تفسیر، حدیث او فقهې ته لازمه پاملرنه
له دیني علومو څخه وروستی هدف په تفسیر، حدیث او فقه کې تخصص وي، د همدې هدف لپاره له پيله په نصاب کې همدې درو فنونو ته اهمیت باید ور کول شي. نوي ابتدايي کتابونه دې ورته ولیکل شي، لومړی باید ساده او اسانه وي، د درجو له لوړېدا سره دې د کتابونو علمي کچه هم ور لوړه کړي او همداسې تر پایه.
زموږ په اوسني نصاب کې تر ټولو لویه تشه د حدیث او تفسیر په برخه کې ده. دې دوو فنونو ته بیخي کمه توجو کېږي او د فقهې په برخه کې که څه هم لازمه پاملرنه شوې ده خو هغه کتابونه يې زاړه دي، د نوي میتود هيڅ کتاب نه شته، خصوصا د مقارنې په برخه کې بیخي یو کتاب هم نه شته.
د فقهې په برخه کې دې ځينې کتابونه نوي ولیکل شي چې زموږ نصاب يې هيڅ نه لري، لکه جدید مسایل، نوي فقهي قواعد او د مقارنې برخه، ځينې دې په نورو تبدیل شي، ځکه په هغو کتابونو کې زاړه تر وخت تېر بحثونه دي چې اوس ورته اړتیا نه شته او د هغو مسایلو ځای دې نویو مسایلو ته ور کړل شي چې په ټولنه کې اوس بیخي مروج دي لکه نوي کاروبارونه، بانکي مسایل او د معاملاتو د برخې نور نوي موضوعات.
۱۱/ د هیوادنۍ مینې تشه
له هیواد سره د مینې په اړه نو د مدرسو نصاب نه یوازې دا چې تشه يې ډکه شوې نه ده بلکې پر ضد يې مواد موجود دي. د شرط لپاره له شلو ملایانو پوښتنه وکړئ چې د زیاترو ځوابونه له هیواد سره د مینې پر ضد وي.
نشنلیزم د مدرسې طالبانو د کفر معادل ورته معرفي شوی دی، دوی ته نه دې ویل شوي چې ټول نبیانو خپلو قومونو ته مبعوث شوي وو، دوی ته نه دې ویل شوي چې پيغمبر د هجرت مهال مکې ته ویل چې د ځمکې تر مخ راته ګرانه يې. دوی ته فکر ور کول کېږي چې د هیواد او قوم لمانځنه حرامه ده. دا خبره پر خپل ځای سمه ده، لمانځنه که د قوم وي یا هم وطن، حرامه ده، مګر لمانځنه او مینه توپير سره لري. موږ که خپل وطن ونه لرو نو بل هیواد د سجدې ځای هم نه راکوي، خدای کور ته چي د حج لپاره ځې هم به د خپل هیواد په پاسپورټ ځې او د هغه هیواد ویزه به لګوې، مشخصې ورځې در کول کېږي او تر هغو ورځو وروسته که د خدای په کور کې هم ولیدل شې نو د قانون له مخې به هغه هیواد حتما سخته سزا ور کوي، هغه هیواد ته په وړیا توګه تلای هم نه شې، بلکې ویزه به يې هم په پیسو اخلې، لنډ او مشخص وخت به هلته تېروې او بیا به د وخت تر پوره کېدا وروسته یو لمونځ هم هلته نه کوې سمدستي به ځان وباسې. له دې څخه موږ ته باید د خپل هیواد اهمیت مالوم شي، له خپل هیواد او ملت سره مینه که فطري نه ده نو داسې ګرزي لکه فطري. د دې لپاره اړینه ده چې په نصاب کې دې فطري مینې ته ځای ور کول شي او طالب له نعمت څخه بې برخې نه شي چې له خپل وطن او ملت سره بې کچې مینه ولري او دا هر څه د مدرسې د کتاب له مخې په شرعي دلایلو باندې زدکړي.
۱۲/ انتقادي فکر
د مدرسې د نصاب یوه بله نیمکړتیا د تدریس په برخه کې ده. دلته استاد هر څه وايي او شاګرد يې اوري، نور نه پر استاد نیوکه شته او نه استاد خلکو ته دا فکر ور کوي چې تاسو د تدریس او کتاب په اړه خپل فکر راسره شریکولای شئ. وچ کلک جمود حاکم دی، استاد د یوه مستبد حاکم په شان تعامل له شاګردانو سره کوي چې د هغوی پر ایینده ژوند حتما دا منفي اغېزې لري.
په نصاب کې داسې هيڅ کتاب نه شته چې د تدریس او درس په اړه دې لارښوونې کړې وي، د همدې خلا نتیجه ده چې استادان يې د تدریس په طریقو نه دي خبر او یوازې له وچ زور او استبداد څخه کار اخلي او یوازې استاد محوره تدریس کېږي چې د شاګرد فکر، ذهن، وړتیا و اهلیت ته پکې هيڅ ځای نه شته.
استاد کتاب مخته ږدي او درس وايي، تخته نه شته چې لیکل پر وکړي، د تېرو درسونو په اړه بحث نه شته چې هر طالب له خپل فکر او مالوماتو سره سم برخه پکې واخلي، د ایینده درس پوښتنه نه کېږي چې د شاګرد ذهنیت يې په اړه څنګه دی؟ استاد راځي کينې او درس وايي، کتاب ته ګوري مثال او ممثل يې ټول له کتابه وي، که یو دم له استاده کتاب یوې خواته شي نو استاد ښايي خاموش ودرېږي او هيڅ هم ونه وايي. دا نصاب دومره کمزوری دی چې د کلونو استاد هم په دې کې دومره پر مختګ نه شي کولای چې د تدریس مهال که کتاب نه وي نو ښايي هيڅ يې تر خوله ونه وزي.
ازادې مطالعې ته هيڅ وخت پکې نه شته، استاد طالب ته نه وايي چې کولای شي ازاده مطالعه وکړي او دا يې په فکري غوړېدا کې مهم نقش لري. د استاد د ادب په نوم د شاګرد خوله بندېږي چې سوال ونه کړي، نیوکه ونه کړي او که په یوه مسله کې له استاد سره موافق نه وي نو د بې ادبه په نوم رټل کېږي.
د استاد احترام جلا شی دی او له استاد سره په یوه موضوع کې خپل نظر شریکول بیل شی دی. دلته باید احترام او مناقشې پولې سره جوتې شي او طالب دې د بې احترامۍ په نوم له دې نه محرومېږي چې پوښتنه ونه کړي، له استاد سره خپل نظر شریک نه کړي، نیوکه او انتقاد ونه کړي. له همدې دورې باید طالب داسې تربیه شي چې تحمل ولري، د بل مخالف نظر ته احترام زدکړي، دا ور وښودل شي چې ته له مخالف کس سره یو ځای اوسه، حتمي نه ده چې په ژوند کې دې هيڅ مشترک نکات نه وي او تول دې پر مخالفت راچورلي، نو په وژند کې مخالف او موافقت دواړه حتمي دي او هيڅ وخت په خپل مجلس کې ناست مخالف کس مه تخریبوئ او مه يې شړلو ته مجبوروئ.
نوټ:
زما له نظره زموږ پر نصاب باید له ابتدا تر انتها بیا کتنه وشي. اما زه داسې نه کوم چې یادو مواردو کې مشخص کتابونه یاد کړم چې دغه باید د هغه ځای ونیسي؛ ځکه دا کار باید یوه داسې کمیټه وکړي چې د همدې کار لپاره ټاکل شوې وي، هغوی نه یوازې د دې چارې پوهان او نظروال وي بلکې تر ښې مطالعې او پرتلې وروسته باید همدا کار د هغوی د ټولو په توافق وشي. زما هدف له نیوکې یوازې د خلکو دې لوري ته ور پام کول دي چې ایینده کې ممکن پر دې موضوع نور کسان زیات کار هم وکړي.
۲۰۲۰/۱/۱۹