تاند (دوشنبه، د دلوې ۷) په غزني ولایت کې چارواکي وايي چې د دې ولایت په ده یک ولسوالي کې یوه مسافري الوتکه لوېدلې ده.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې غورخېدلې الوتکه د اریانا افغان هوايي شرکت ده.

تراوسه پورې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نشته خو لومړني راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۸۳ تنه سپاره ول.

اریانا افغان هوايي شرکت د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د خپلې کومې الوتکې لوېدا تایید کړې نه ده. د دې شرکت مسوولان وايي له هرات څخه د اریانا افغان هوایي شرکت کابل ته رسېدلې ده او نن بل پرواز نه لري.

خو غزني دپولیس هم وايي چې لوېدلې الوتکه د اریانا ده.

په غزني کې یوې دولتي سرچینې د نوم د نه څرګندولو په شرط تاند ته وویل چې یوه څرخکه به ده یک ولسوالي کې لوېدلې ده. تراوسه پورې دا خبر نورو سرچینو تایید کړی نه دی.

د غزني د پولیسو په وینا الوتکه د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې لوېدلې ده. دا سیمه ناامنه ده او ویل کېږي چې وسله وال طالبان پکې دېره دي.

ځینې راپورونه وايي چې په الوتکه کې ۸۳ تنه سپاره ول او له هرات څخه کابل ته روانه وه.

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، د غزني د والي ویندوی ویلي چې دا الوتکه د ماسپښین په یوه بجه او لس دقیقې ولوېده. ده همداراز ویلي چې پر الوتکه اور بل دی او کلیوال هڅه کوي چې اور مړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *