تاند (دوشنبه، د دلوې ۷) د امریکا د هوايي ځواک درستیزوال جنرال ډیوید ګولډفین تایید کړه چې د متحدو ایالتونو د هوايي خواک یوه څارونکې الوتکه په افغانستان کې لوېدلې ده.
جنرال ګولډفین وویل چې د الوتکې د عملې په اړه معلومات نه لري.
ده دا هم تایید کړه چې دا (Bombardier E-11A) الوتکه وه.
یوه بل امریکايي چارواکي فکس نیوز تلویزیون ته وویل چې د دغه هیواد د هوايي ځواک د مخابراتو (Telecommunication) الوتکه نن (دوشنبه) د افغانستان په غزني کې لوېدلې ده.
د نن ماسپښین له یوې بجې او ۱۰ دقیقو راوروسته دا لومړی ځل دی چې یو امریکايي چارواکی تاییدوي چې لوېدلې الوتکه په دغه هیواد پورې تړاو لري.
دغه امریکايي چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، همداراز ویلي چې دا د پوځ د (civilian Bombardier Global Express business jet) الوتکو ملکي ماډل وه.
د دغه چارواکي په وینا په الوتکه کې ۵ تنه سپاره ول. خو د غزني د والي ویندوی او نورو شاهدانو ویلي چې په الوتکه کې د دوو تنو مړي موندل شوي دي.
امریکايي چارواکي وايي چې تراوسه د الوتکې د لوېدو علت څرګند نه دی.
رویټرز خبري اژانس هم د امریکا د پوځي چارواکو په قول وايي چې یوه الوتکه یې په افغانستان کې لوېدلې ده.
دغو چارواکو، چې نومونه یې نه دي څرګند شوي؛ ویلي، داسې نښې نشته چې وښيي الوتکه دې ویشتل شوې وي.
یوه چارواکي ویلي چې په الوتکه کې تر ۱۰ لږ کسان سپاره ول.
د پوځي چارو متخصصان وايي، له دې (E-11A) ډول الوتکو څخه د رادیويي – مخابراتي سیګنالونو د لېږلو او دغه راز له ټېلفون سره د مخابرې د وصلولو لپاره کار اخیستل کېږي.
د امریکا پوځ په کندهار کې څو دا ډول الوتکې لري او له هغو څخه د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ او په میدان کې د فعالو پوځیانو ترمنځ د رابطې لپاره د پُل په توګه کار اخلي.
د امریکا پوځ وايي په غزني کې د لوېدلې الوتکې په اړه تحقیقات کوي
له عکسونو او ټولو نښو ښکاري چې د غزني په ده یک ولسوالي کې غورځېدلې الوتکه امریکايي ده خو د امریکا پوځ تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.
د اې بي سي نیوز د راپور له مخې، پوځ وویل، هغه راپورونه څېړي چې پر اساس یې ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمه کې یوه الوتکه لوېدلې ده.
د امریکا د یو پي آی اژانس پر اساس، ځینې راپورونه وايي چې غورځېدلې الوتکه ممکن د امریکا د پوځ وي. خو د امریکا پوځ تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د امریکا دیفنس بلاګ د ځینو شنونکو په قول ویلي چې لوېدړلې الوتکه ښايي د امریکا (E-11A) وي چې د درې سوه وم الیکترونیک ټولې ته ګومارل شوې وه.
(د لاندې عکس نښې له ورایه ښيي چې د امریکا د پوځ الوتکه ده)
دوی وايي، د الوتکې له بڼې داسې ښکاري چې د امریکا د هوايي ځواک الوتکه وي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د پوځ د مرکزي قومانداني د ویندویې جګړن بیت ریوردان په قول وویل چې د طالبانو له لوري په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې داسې ښکاري لکه د امریکا د هوايي ځواک الوتکه چې لوېدلې وي. خو په کابل کې د امریکا پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د غزني د والي ویندوی عارف نوري واشنګټن پوسټ ته ویلي چې الوتکه د بهرنیانو ده خو دا نه شي ویلی چې د چا ده. ده دا هم ویلي چې په الوتکه کې هیڅ افغان نه و سپور.
د غزني چارواکي وايي چې د پېښې ځای ته یې ځانګړي ځواکونه لېږلي چې معلومه کړي دا الوتکه د چا ده او څومره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې څو اوسېدونکو تاند ته وویل چې د پېښې ځای طالبانو محاصره کړی دی.
طالبانو د امریکايي الوتکې د ویشتلو ادعا وکړه
وسله والو طالبانو نن له ساعتونو ځنډه وروسته اعلان وکړ چې د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کې یې د امریکایانو الوتکه نسکوره کړې ده.
طالبانو ادعا کړې چې دې الوتکې استخباراتي ماموریست ترسره کاوه.
دوی دغه راز ویلي چې په الوتکه کې د سي آی اې یو شمېر جګپوړي مامورین وژل شوي دي.
یو سیمه ییز خبریال طارق غزنیوال وايي، له الوتکې څخه د دوو تنو مړي راایستل شوي دي.
د غزنیوال په وینا د الوتکې مخه بده سوځېدلې او لکۍ یې زیاته زیانمن شوې ده.
د افغانستان هوايي ملکي اداره: هیڅ ملکي الوتکه نه ده لوېدلې
افغان چارواکي وايي، د غزني ولایت په ده یک ولسوالي کې د لوېدلې الوتکې په اړه پلټنې کوي.
نن ماسپښین یوه بجه او لس دقیقې یوه الوتکه د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، ولوېده.
په پیل کې ادعا وشوه چې دا الوتکه د اریانا افغان هوایی شرکت ده چې له ۸۳ سپرلیو او عملې سره له هرات څخه کابل ته راتله، خو اریانا افغان هوايي شرکت او د افغانستان د هوايي ملکي چلن د ادارې چارواکو وویل چې هیڅ ملکي الوتکه نه ده لوېدلې.

په غزني کې یوې دولتي سرچینې د نوم د نه څرګندېدو په شرط تاند ته وویل چې یوه څرخکه لوېدلې ده. سرچینې ونه ویل چې دا څرخي الوتکه د چا ده.
تراوسه پورې په دې پېښه کې د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته. خو د غزني د والي ویندوی وايي چې الوتکه یو مخ ویجاړه شوې او د دوو پېلوټانو مړي موندل شوي دي. عارف نوري وايي چې پېلوټان نه شي پېژندل کېدای.
څرګنده نه ده چې په الوتکه کې ځومره کسان سپاره ول، خو څه چې څرګند دي دا دي چې هیڅوک په پېښه کې ژوندی نه دي پاتې شوی.
مخکې د غزني د والي ویندوی عارف نوري او د دې ولایت پولیسو ویلي وو چې د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه لوېدلې او اور پرې بل دی. خو اوس د غزني د پولیسو ویندوی ادم خان سیرت وايي چې لوېدلې الوتکه د بهرنیانو ده.
د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره وايي چې د غزني پېښه په جدیت څاري او هر راز معلومات چې یې ترلاسه کړل، له خلکو سره به یې شریک کړي. دا اداره په عین حال کې ټینګار کوي چې د افغانستان په خاوره کې نن هیڅ ملکي الوتکه لوېدلې نه ده او یوازې د پکتیکا په مرکز ښرنه کې یوه پوځي الوتکه بیړنۍ ناستې ته اړ شوې خو په دې پېښه کې هیڅوک ژوبل شوي نه دي.
دا چه امریکا یان ډیر غلی، مشوش، پڅ او ساړه ښکاری، کیدایشی د دغه جنګې الوتکی د ویشتلو اشتباه یی په پاکستان کړی وی.
ځکه امریکایان پدی پوهیږی چه ملا ډوزمار دغه کار نشی کولی. شاید د پاکستان استخباراتی کسان د دغه هدف او پلان په خاطر د غزنی سرحداتو ته راغلی وی، ترڅو د قطر دسولی معامله ګډه وډه کړی.
نو د امریکا یانو پڅ دریځ شاید د علت او پوره تحقیق معلومول وی. او که اشتباه یی درسته وی شاید پاکستان به امریکایانو ته څو مخی او هم به پاکستان د امریکایانو د شدید عکس العمل سره مخامخ شی.
کله چی په غزنی کی پاکستان جنرال وژل کیږی هغه هم د طالبانو جنګیالو په صفوف کی ځکه کله چی غزنی د سقوط په حال کی وو نو زیاتره پنجابی جنازی پاکستان ته لاړلی چی ولسمشر پاکستان ته خطاب وکړ چی خپل مړی مو ولیدل مګر عمران خان وویل چی هغه مزدوری لپاره درغلی وو نو داسی ښکاری چی پاکستان کوښښ کوی چی د سولی اوسنی پروسه له خنډ او ځنډ مخامخ کړی ځکه چی زیاتره وخت پاکستان کوښښ کوی چی کله دلته امن او سولی فضا را مینځ ته کیږی د افغانستان کی یو ډول ستونزی زیږوی چی دا پدی معنا چی دوی پخپله ترهګری برنامو د انکشاف په اړه فکر کوی ترڅو له امریکا زیات امتیازات خپل ځان ته جلب کړی
http://www.taand.com/archives/141982
نبیل: که تر راتلونکي دوبي سوله ونه شي، طالبان به هوايي دفاعي وسلې ترلاسه کړي
http://www.taand.com/archives/100644
طالبان وايي، پرمختللې وسلې په لاس ورغلي
http://www.taand.com/archives/94988
امریکايي جنرالان پر پاکستان د فشار په اړه د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ دفاع کوي
http://www.taand.com/archives/132644
د شمال طالبان د پاکستاني جنرال شیخ مطیع الله په رهبرۍ جګړه کوي
http://www.taand.com/archives/98510
ادعا کېږي چې پر پاکستاني جنرالانو د بندیز غوښتنه شوې
کچیری د امریکا ولسمشر ټرمپ د خپلو امریکایی جنرالانو خبری ومنی او د ایران د سپاه پاسدارانو په شان د پاکستان پوځی جنرالانو باندی بندیز ولګوی ځکه زیاتره پاکستانی جنرالان د طالبانو نظامی او مالی ملاتړ کوی آن تردی چی د اوربند په اړه مشوره شی نو دوی پاکستان ته منډی وهی مګر بل طرف پاکستان وایی چی دلته یعنی پاکستان کی طالب مشران نشته چی کله نشته نو د قطر طالب چارواکی بیا ولی پاکستان سفر کوی
نو اوس وخت کی ټرمپ ته ښه چانس داده چی پښتون ژغورنی غورځنګ مشر په نیولو باندی غبرګون وښایی
او نړیوال امنیت شورا هم باید په پاکستان پوځ او استخباراتو فشار راوړی چی د پښتنو له وژلو لاس واخلی