تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بروکسل کې د ناټو د متحدو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
په ناټو کې د امریکا سفیره مېرمن هاټسن وايي چې له خلیلزاد سره په دې سفر کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ملتیا کوي.
د نوموړې په خبره دوی له ناټو استازو سره د افغان سولې په اړه پر وروستیو پرمختګونو مهمې او ګټورې خبرې کړې دي.
میرمن هاټسن دغه راز وايي چې د ناټو متحدین په افغانستان کې د امریکا له نظامي او ديپلوماتیک ماموریت ملاتړ کوي.
د نوموړې په خبره امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي او دغه راز به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د سولې او بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
په اصل کی خلیلزاد او امریکا مشران دلته په افغانستان سوله او سوکالی نه غواړی ځکه دوی پوهیږی چی دلته د هری جنګی ډلی مالی او نظامی ملاتړ پاکستان کړی او کوی یی ځکه کله چی خلیلزاد له طالبانو د لس ورځنی اوربند په اړه نظر وغوښت نو طالبانو دخپلو مشرانو سره د مشوری لپاره پاکستان ته سفر وکړ
بیا وایم کچیری طالبان په پاکستان کی وی نو دا داسی معنا ورکوی چی پاکستان دلته د افغانستان په داخلی چارو کی لاسوهنه کوی مګر که پاکستان کی د دوی مشران نه وی بیا همداسی ښکاری چی د قطر طالب چارواکو له پاکستان سره مشوره کوله ځکه خو عمران د داوس ښار کی ټرمپ سره سولی خبری زیاتی تکرارولی سوال دلته دا پیدا کیږی چی د پاکستان د افغانستان د نظام په جوړښت کی څه کار دی
نو اوس وخت کی افغان دولت او نړیوالی ټولنی او بشر حقوق او نړیوال امنیت شورا ته پکار دی چی په پاکستان جنرالانو او استخباراتی چارواکوباندی بندیز ولګوی ترڅو نړی او سیمه ایز هیوادونه او نړیوال ددی ترهګر هیواد له شومو اهداف او ښکته پښتانه د دوی له صحرایی وژنی او بی محکمه ترور څخه خلاص شی چی کله ښکته پښتانه له وژلو خلاص شول نو افغانان هم له وژلو او ترور څخه پخپله خلاصیږی