تاند (سې شنبه، د دلوې ۸) په داسې حال کې چې د پېښور محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ضمانت ونه مانه او پرېکړه یې وکړه چې نوموړی د ډېره اسماعیل خان جېل ته ولېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د منظور پښتین د نیول کېدو په اړه د افغانستان د ولسمشر پر وروستي ټویټ نرم غبرګون ښکاره کړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه) په یوه بیان کې د ولسمشر غني د ټویټ د ردولو په ترڅ کې ویلي«موږ باور لرو چې دا ډول بیانونه د دوو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب له ودې سره مرسته نه کوي.»

ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ د منظور پښتین پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل«په داسې حال کې چې زموږ سیمه د تروریستي تشدد او تروریزم له بې رحمیو ځوروېږي د سیمې حکومتونه باید د عدالت لپاره د سوله ییزو مدني حرکتونو ملاتړ وکړي او تشویق یې کړي او باید د داسې غورځنګونو پر ضد له زور او تشدد څخه ډډه وکړي.»

ولسمشر غني په یوه بل ټویټ کې کښلي«د منظور پښتین او د هغه د ملګرو پر نیول کېدو خوابدی شوم. زه په دې برخه کې د بخښنې د نړیوالې ټولنې له اندېښنې سره موافق یم او هیله لرم چې دوی ژر تر ژره خوشي شي.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یادونه کړې چې اسلام اباد له افغانستان سره د نه مداخلې او نه لاسوهنې د اصل پر اساس د زړه له کومې ښې اړیکې غواړي.

شاوخوا یو کال پخوا د پاکستان حکومت د منظور پښتین په اړه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني پر ټویټ تر دې ډېر سخت غبرګون ښودلی و. ځینو خلکو د ښاغلي غني هماغه ټویټ له اتوم بم سره تشبه کړی و.

د منظور پښتین پر نیول کېدو پراخ غبرګونونه

د بشري حقونو نړيوالو ادارو ايمنسټي انټرنېشنل او هيومن رايټس واچ همداراز د پاکستان د بشري (انساني) حقونو کمیسیون د منظور پښتين په نيولو خپګان او اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې خوشي شي.

د پاکستان په سنا جرګه کې ځينو سناتورانو د پښتین نیونه غندلې ده. د (بلوڅ) نېشنل پارټۍ مشر ميرحاصل خان بيزنجو د سنا جرګې له مشر څخه وغوښتل چې پښتين خوشي کړي.

ده زياته کړه:«داسې کارونه خلک پاروي او دا حکومت او دولت ته زیان اړوي. زه غوښتنه کوم چې يا تاسو د منظور پښتين د ژر تر ژره خوشي کولو حکم وکړئ او يا دې د کورنيوو چارو وزير دلته راشي. خپل ځواب دې ووايي.»

 په غونډه کې د پاکستان د واکمن ګوند کوم سناتور د دې خبرو په ځواب کې څه ونه ويل. د اپوزیسیون پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان کاکړ وویل، د منظور پښتين نیونه پښتانه ځوانان تشدد ته مجبوروي.

ده زياته کړه: «دوی غواړي چې ټول پښتانه وپارېږي. ټول نړیوال به پرې غبرګون وښيي. که سنديان دي که بلوچان دي او که پښتانه دي… ټول به پر دې غبرګونه وښيي. هر چا چې د منظور د نيولو فیصله کړې هغه غواړي چې ځوانان تشدد ته مخه کړي خو زموږ ځوانان بايد داسې ونه کړي. زه غوښتنه کوم چې منظور دې ژر تر ژره خوشي شي.»

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په ټويټر ويلي«د منظور پښتين د نيولو غندنه کوي او که کومه ستونزه وي د خبرو د لاري هم هوارېدی شي، د شپې په تياره کې په يو پخوانۍ مقدمه کې نيول افسوسناکه دي او منظور پشتين دې زر تر زره خوشی کړی شي، عوامې نيشنل ګوند د هر هغه ګام غندنه کوي چې د بشري حقونو پرضد وي.»

د قامي وطن پارټۍ يو مرکزي مشر سکندر حيات خان شيرپاؤ په ويډيويي پېغام کې ويلي د دوی ګوند د منظور پښتين د نيولو غندنه کوي او ګڼې چې د داسې ګامونو سره په پښتنو کې احساس محرومي زياتيږي او د حالاتو خرابېدو سبب ګرځي، دوی غوښتنه کوي چې منظور پښتين دې خوشې کړی شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې هدف رامنځته شو چې د پښتنو غیرقانوني نیونې او وژنې ودرول شي، د پښتنو په سیمو کې د پوځ له لوري ایښودل شوي ماینونه پاک شي او د پوځ په پوستو کې له پښتنو سره ناوړه چلند ختم شي.

د پېښور محکمې پولیسو ته ۱۴ ورځې واک وسپاره چې پر منظور پښتین د لګول شویو تورونو په اړه پلټنې وکړي.

پښتین وړمه شپه د شپې شاوخوا ۲ بجې له شپږو ملګرو سره د پېښور په تاکال کې ونیول شو.

د محکمې د حکم پر اساس پښتین د ۱۴ ورځو لپاره جېل ته ولېږل شو خو ملګري یې خوشي شول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل مشر منظور پښتین د نیول کېدو په اعتراض کې نن په پاکستان او نورو هیوادونو کې د پراخو احتجاجونو د کولو اعلان کړی دی. په ګڼو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجي غونډې جوړې شوي او برخوالو یې د منظور پښتین د خلاصون غوښتنه کړې ده.

4 thoughts on “د ولسمشر غني پر ټویټ د پاکستان غبرګون او د پښتین پر نیونه ولسي غبرګونونه”
  1. ښاغلی ولسمشر غني حق لری چه د خپل ورور منظور پښتین دفاع او مرسته وکړی، ځکه منظور پښتین سوچه افغان او پښتون دی، او دبلی خوا وزیرستان د افغانستان خپله خاوره ده، دا چه نن ستاسو د پنجابیانو په لمسون ځمونږ په وطن په تیره بیا د پښتنو په خاوره کی جګړه ده، دا جګړه ددي معنی نلری چه وزیرستان، پیښور، صوات، ملتان،کوټه او نوری افغانی برخی دی ځمونږ د یاده وتلی وی.

    قریشی ته په زغرده وایو چه پخوا د افغانانو خاوره تر اټکه پوری وه، خو دجګړی دختمیدو وروسته افغانان د پنجاب او لاهور دعوه هم لری، ځکه تاسو ته دغه خاوره افغانانو پدی خاطر در کړی وه چه تاسو به شیطانی اعمال دبل هیواد په خاوره کی نه ترسره کوی، دا چه اوس تاسو شیطانان، حرام نمکی او تورمخی غداران وختلۍ، نو دافغان جګړی د ختمیدو په پای کی به هرومرو افغانان فیصله کوی چه واپس د پنجاب او لاهور خاوره تر خپل کنترول لاندی راولی.

  2. په پاکستان کی محمود خان آڅګزی او په افغانستان کی حزب اسلامی او جمعیت اسلامی او وحدت حزبونو مشران یعنی ګلبدین او عبدالله او د ربانی ځوی صلاح الدین ربانی او همدارنګه محقق او کریم خلیلی او همدارنګه ظاهر قدیر هیڅ داسی غبرګون ندی ښودلی چی موږ پوه شو چی دوی هم د سیمه ایز سیاست کی رول لری مګر داسی ښکاری چی یاد کسان او ګوندونه د پاکستان له لوری کنترول کیږی

  3. صالح په خپلې ټویټر پاڼې دې د منظور پښتین د نیول کېدلو په غبرګون کې لیکلي دي چې” په بند خونه کې مې د منظور يښتین له خندا ارامتیا ډک او د پاکستاني ریاست د پولیسو د ویرې او ترس انځور ولید”

    هغه وړاندې وایي، دغه انځور تاریخ راخیستی دغه انځور ۱۹۷۱ کال ښودنه کوي چې ۱۹۷۱ کال کې بنګله دېش له پاکستانه جلاشو چې دلته د امرالله صالح اشاره د لویې پښتونخوا خپلواکي ده.)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *