تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: راپورونه وايي، طالبانو د هيواد په شمالي ولایت بغلان کې د پلخمري ښار ته څېرمه د یوې نظامي قرارګاه دننه نفوذي طالب په مرسته او همکارۍ ۱۱ افغان سرتېري وژلي دي.

د بغلان د ولایتي شورا غړی محبوب الله غفاري وايي، طالبانو تېره شپه پر یوه قرارګاه برید کړی دی چې د قرارګاه له داخل څخه هم ورسره همکاري شوې او نفوذي کس ورته دروازه خلاصه کړې ده.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو یو ځايي پولیس چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط دا خبره کړې او ویلي یې دي چې له طالبانو سره د بیس له منځ څخه مرسته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نفوذي بریدونه له تېرو اتلسو کلونو راهیسې د افغان او بهرنیو ځواکونو لپاره په افغانستان کې لوی سرخوږی و چې لوی شمېر وژنې په کې رامنځته شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *