تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: په مزار شریف کې د هند لوی قونسل وايي، ۲۰۲۰ کال لپاره به شمالي ولایتونو کې نوې پراختیايي پروژې پلې کړي.

شیوجي تیواري د هند د جمهوریت د ورځې ۷۱مې کلیزې په مراسمو کې ویلي، تر اوسه یې هیواد په افغانستان کې له ۴۰۰ زیاتې پروژې بشپړې کړې دي او ۱۵۰ نورو باندې چې تازه پيل شوې دي چټک کار روان دی.

نوموړی مشخصې نه کړې چې نوې پروژې یې د څه شي په اړه دي؟ خو وايي، د افغانستان او هند تر منځ سوداګري په دې وروستیو کې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هند تېر کال په شمالي ولایتونو کې ۱۳ زره د خپل هیواد ویزې ویشلې دي.

هند له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې له درې ملیارده ډالرو زیاتې پيسې د اوبو په بندونو، روغتونو او نورو پروژو لګولې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *