د ليک او مطبعې تر اختراع وروسته د انټرنېټ کشف په نړۍ کې درېيم انقلاب بلل کيږي چې د بشر په ژوند کې يې مهم رول لوبولی او نړۍ يې په يوه کلي بدله کړې ده. انټرڼېټ چې استاد غضنفر يې د بشر مشترک مغز بولي د ژوند له نهايت مهمو وسايلو شمېرل کيږي او اهميت يې ورځ تر بلې د پراخېدو او ډېرېدو په حال کې دی.

د انټرنېټ په اړه زښته ډېرې خبرې دي چې بايد وشي، مګر ټولې په دغه ليکنه کې نه شو کولی دلته به يوازې په ټولنيزو رسنيو، د هغې په کارونه او اخلاقو بحث وکړو.
ټولنيزې رسنۍ لکه فسبوک، ټويټر، انسټاګرام، ايميل، ګوګل پلس، يوټيوب… د نني وخت فردي رسنۍ او د انسانانو تر منځ د پېښو، افکارو او نظرياتو د شريکولو وسيلې او د ارتباطاتو آسان او چټګ افزار دي.
نن سبا اکثره وګړي موبايل لري او په موبايل کې يې انټرنېټ فعال دی، آن هغه کسان هم له انټرنيت کار اخلي او د ټولنيزو رسنيو خاوندان دي چې سواد هم نه لري، په انټرنېټ د نني عصر انسانان داسې ورټول دي لکه په ګوړه ميږيان، هر څوک هڅه کوي چې د انټرنېټ مزه وګوري او تجربه يې کړي، دغه ګوړه يانې انټرنېټ يوازې ګوړه نه بلکې له زهرو او ګوړې مکس شوي مواد دي چې که احتياط پکې ونه شي نو تر ګټو يې زيان کم نه دی.
په انټرنېټ ګوړې او زهر دواړه يو شان پيدا کيږي، له لوڅو فلمونو نيولې ترکتابونو، عکسونو، مستندونو، عجايبو، علمي مقالو، ساينسي علومو، تاريخ، سينما … او په زرګونو ډوله مواد او معلومات د انټرنيټ په حافظه کې پراته دي. دغه معلومات لنډ دوه برخې ويشلی شو ، يو هغه چې د انسان لپاره ګټه کوي او بل هغه برخه ده چې وخت وژني، د بېلارۍ سبب کيږي … او په ټوله کې تاواني بللی شو.
هغه څه چې د انسان وخت وژني، ګټه نه لري او د انسان د بېلارۍ لامل کيږي په شعرعي آساس حرام دي، چې انسان بايد ځان ترې وساتي، همدا لامل دی چې اکثره ديني عالمان انټرنېټ د فسق و فساد وسيله بولي دوی ځکه داسې کوي چې د انټر نېټ يوازې منفي اړخ مدنظر نيسي او له ګټو يې سترګې پټوي، پداسې حال کې چې د انټر نېټ يوه ستره برخه مواد د انسان د خير او ښګڼې لپاره دي.
را به شو دېته چې د ټولنيزو رسنيو کارونه کومې ګټې او تاوانونه لري. رسنۍ چې نن سبا د څلورمې قوې په مانا دي د انسان د ژوند يو مهم اړخ دی، انسان هر وخت غواړي چې له حالاتو خبر وي او په روانو حالاتو خپل نظر هم شريک کړي.
دا چې د طالبانو له سقوط وروسته په افغانستان کې يو دم د ټېکنالوژۍ بير و بار ډېر شو لکه د ډېر وخت اوبه چې په بند کې ايساري وي او يو دم په يوه کلي را خوشي شي، پر موږ هم ټيکنالوژي د يوه سېلاب په څېر راغله او ورسره وا يې خستو، موږ د ټېکنالوژۍ په اهميت او کارونه هېڅ بلد نه وو لکه لامبو مو چې نه وي زده سخت يې ستومانه او پرېشانه هم کړو…
موږ په داسې ټولنه کې اوسېدو چې رسنۍ پکې د ګوتو په شمېر هم نه وې، تلويزيوني خو په نشت حساب وې، اخبارونه هم کم ول، انټرنېټ چا نه و ليدلی او نه يې تجربه کړی و، فلم او سريال… کتل منع وو… کله چې د طالبانو حکومت سقوط شو ځوانان تر درانه بار لاندې راغلل، دوی بايد ځان بدل کړی وای، بدلون ته يې غاړه اېښې وای او د ټېکنالوژۍ په اهميت ارزښت او کارونه يې ځان پوی کړی وای… تر دغه بار ځينې روغ ووتل ځينو له انټرنېټ د ګوړې پر ځای د زهرو ګټه واخسته، ځينې لا هم پکې لاهو دي او لوری يې پکې ورک کړی.
اصلي خبره د ټولنيزو رسنيو په تېره د فسبوک ده چې افغانان يې څنګه کاروي. فسبوک د ټولنيزو رسنيو له ټولګي هغه ممتاز شاګرد ته ورته دی چې د مکتب نږدې ټول شاګردان او معلمان يې پيژني. په فسبوک ممکن هغوی ټول آيډي ګانې ولري چې ټچ موبايل لري او انټر فعالوي. فسبوک رسنۍ ده او هغوي ټول چې پکې دي هم خبريالان دي او هم خبر لوستونکي، اوس پوښتنه داده چې فسبوک څنګه وکارو ؟ کوم مواد په فسبوک خپاره کړو؟ څنګه مثبت ګټه ترې اخستی شو؟ ځان او بل ته پرې کوم زيانونه اړولی شو ؟ او …
۱ ـ په فسبوک د راز خبرې مه ليکئ:
ځينې کسان چې له يو بل سره ملګري هم وي خپلو کې سره خپه شي، خپګان يې تر جنجاله ورسيږي او جنجال تر فسبوکه . انسان مسئول دی چې خپل احساس کنټرول کړي، په تېره د نن انسان چې د انټرنېټ په عصر کې ژوند کوي.
په فسبوک د راز خبرې او د خپلو ملګرو د عيبونو ليکل هغه غشي دي چې بيا راګرځېدل يې ممکن نه دي، کېدای شي په احساساتي وخت کې داسې خبرې وليکئ چې وروسته پرې پښېمانه شئ، ممکن غلط ګمان وکړئ، ممکن ناسم قضاوت وکړئ … مګر کله مو چې فسبوک ته وسپارل نور يې ټوله نړۍ ويني، فسبوک د څو ملګرو د بنډار ځای نه دی، فسبوک يو داسې بنډار ځای دی چې د نړۍ ټول وګړي پکې راټول دي.
هڅه وکړئ چې احساسات کنټرول کړئ، که مو په وس کې نه وه د غوسې او غضب په وخت کې ليکل مه کوئ، قهر او احساسات عقل تر پښو لاندې کوي، د دغسې شېبې ليکل او خبرې د منطق په تله کې سپکې خېژي او ستاسې په شخصيت منفي تاثيرات لري.
۲ ـ فسبوک د ساتيرۍ لپاره مه کاروئ:
په ژوند کې ډېر بېځايه محدويتونه خوند نه کوي، ښه خبره ده چې پر فسبوک طنز وليکو او ولولو مګر بې ګټې او مذخرپ شيان او غېر موثره ساتيري مو پکې د شخصيت نه خلاصوي، په فسبوک خپل نظر وليکئ، د خپل مبايل په کمره اخستل شوي، عکسونه او د خپلې سيمې ستونزې او خبري مسايل پکې وليکئ، د خپل هېواد، کلي او سيمي کلتوري دودونه پکې معرفي کړئ…. خو بې ګټې شيا مه خپروئ چې يو ستاسې شخصيت ته پکې صدمه رسيږي او بل د خلکو وخت بېځايه مصوفوئ.
۳ ـ د فسبوک لپاره وخت بېل کړئ:
عبادت چې د خدای لپاره يې کوو هم خپل وخت او ځای لري، ټوله ورځ عبادت کول هم د ژوند د تعادل اصل تر پښو لاندې کوي او انسان له انسان لرې کوي.
ټوله ورځ فسبوک او هره ګړئ په فسبوک ګوتې وهل ستاسې د وخت تر وژلو اضافه ستاسې رواني مشکلات هم زياتوي او نارامه کوي مو .
زموږ تاسې شريکه تجربه ده چې انټرنېټ مو په ټولينزو اخلاقو منفي اغېز کړی. خواږه ملګري به کلونه پس په يوه مجلس کې راټول شي خو تر لنډې پوښتنې ګروېږنې وروسته به ګورې چې ټول په فسبوک کې لګيا وي او تر څنګ ناست ملګري به يې يوازې پريښي وي، فسبوک مو که د لرې ملګرو سره نږدي کوي خو له نږدې ملګرو او کورنۍ مو لرې کوي.
بهتره دا ده چې د فسبوک لپاره وخت بېل کړئ، په خلاص وخت کې يې وکاروئ او يا هم يوازې هر سهار او ماښام يې يو ځل سر ورښکاره کړئ.
۴ ـ د انټرنېټ زياته کارونه مو له اصلي کارونو پاتې کوي:
هغه ليکوال چې د ورځنيو پېښو، ټولنېزو، رواني، تاريخي، علمي پرمختګونو او نوښتونو …. په اړه به يې اوږدې تحليلي، تحقيقي، جامع او بشپړې مقالې او ليکنې کولې اوس يوازې د فسبوک په پوسټونو ګزاره کوي.
ډېر نور خلک چې بايد د ورځې په اوږدو د خپل مسلک، دندې او ذوق اړوند فعاليت وکړي د وخت نه تنظيم يې د اصلي کار خنډ او ټول وخت يې په فسبوک کې ضايع کيږي، له فسبوک او ټولنيزو رسنيو د اړتيا تر حده استفاده ګټوره ده، مګر ټول وخت فسبوک ته ورکول ستاسې د اصلي کار د پاتې کېدو لامل ګرځي.
۵ ـ په فسبوک کې د استخباراتي پېښو او آوازو په شريکولو او خپرولو کې احتياط وکړئ:
زموږ په هېواد کې ډېر هېوادونه په تېره ګاونډي استخبارات کار کوي او هره استخباراتي اداره د خپل هېواد د ګټو لپاره لګياده. اکثره وخت به داسې آوازه خپره شي چې سل سلنه به دروغ وي خو خلک به يې د واقعيت په توګه ومني، په خپرولو کې به يې برخه واخلي او په دې سره به خپلې ټولنې ته تاوان واړوي.
د لوګر په ښوونځيو کې په ۵۴۰ کسانو د جنسي تيري آوازه ممکن د څلور يا پنځو کسانو تر تعداد پورې رښتياوي خو په دومره لوی شمېر دروغ وه مګر ټول ولس، آن نړيوالو د ريښتيا په توګه ومنله، چې پدې سره مو خپل فرهنګ، عقيده او اخلاق داغ دار کړل، دغه شان نور ډېر کارونه چې اصلا د نورو هېوادونو استخباراتي پروژې وي، يا د ولس د حساسيت پارولو، يا د نظام، يا د ولس د بدنامولو لپاره ډيزاين شوې وي په خپرولو او شريکولو کې يې احتياط په کار دی.
۶ ـ له انټرنېټ مثبت ګټه پورته کړئ:
په نړۍ کې اکثره افزار د کارونې مثبت او منفي اړخ لري، آن [خپله ژبه هم کلا ده هم بلا.] په انټرنېټ بېځايه وخت تېرول که له يوې خوا ستاسې پيسې او وخت مصرفوي له بلې خوا مو په همدې ساتېري عادت کوي، کله چې په انټرنېټ کې د لوڅو فلمونو يا ورته نورو مسايلو په کتلو کتلو عادت شوئ مثبت اړخ يې درڅخه پاتې کيږي، نوې څېړنې په ډاګه کوي چې سکس که يو کس زيات وګوري پرې روږدی کيږي، دغه شان مو که ځان په مطالعه عادت کړ ګټه مو وکړه خو که مو ځان په ساتېرئ پکې روږدی کړ بيا به د ګټې اړخ پاتې وي.