تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزن رايیس نن کابل ته راغله چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکولو پرسر د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې له کله چې مېرمن رايیس د امریکا د ملي امنیت سلاکاره ټاکل شوې ده، دا د نوموړې لومړنی بهرنی سفر دی.

ورځپاڼې ته امریکايي چارواکو ویلي چې مېرمن رايیس د دوشنبې په ورځ ناوخته کابل ته ورسېده. د امریکايي چارواکو په وینا مېرمن راييس به په افغانستان کې له دېره امریکايي پوځیانو سره هم وویني.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوې ویندویې کیتلین هایدن وویل:«افغانستان لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت یو تر ټولو مهم لومړیتوب دی. مېرمن راييس به په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو، دیپلوماتانو او د پرمختیايی چارو د ماهرانو له خولې زموږ د هلوځلو او د ۲۰۱۴ کال په پای کې زموږ د جنګي ماموریت د مسوولانه پای ته رسېدا په اړه معلومات واوري.»

نورو امریکايی رسنیو ویلي چې مېرمن راييس د ولسمشر اوباما له لوري د افغانستان له ولسمشر سره د خبرو لپاره کابل ته استول شوې ده.

مېرمن رايیس یوه ورځ وروسته له دې افغانستان ته راځي چې مشورتي لویې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه په لوی اکثریت تصویب کړه او له ولسمشر کرزي څخه یې وغوښتل چې هغه ژر تر ژره لاسلیک کړي خو کرزي ویلي، د افغانانو د کورونو د تلاشۍ د پای ته رسېدا او په هیواد کې د سولې د تضمین د ترلاسه کېدا په شرط یې لاسلیکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *