تاند — د پاکستان امنیتي ځواکونو په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه غونډه باندې برید وکړ او د غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په شمول یو شمېر کسان یې ونیول.

یو شمېرراپورونه دا هم وایي چې په محسن داوړ سربېره علي وزیر، افراسیاب خټک او بشرا ګوهر هم نیول شوي دي.

ښاغلی داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرغړیتوب سربېره د پاکستان په ولسي جرګه کې د وزیرستان د خلکو منتخب استازی هم دی.‌

دغې غونډې ته چې د پاکستان د پوځ له خوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر منظوراحمد پښتین د نیول کېدلو د غندنې په مناسبت د اسلام اباد د پرېس کلب مخې ته جوړه شوې په نورو سربېره د یاد غورځنګ مشرانو ښاغلیو محسن داوړ، علي وزیر، افراسیاب خټک خبرې وکړې او د ترهګرۍ د ملاتړ له امله یې د پاکستان په پوځ‌ او استخباراتي ادارو باندې سختې نیوکې وکړې.

د غونډې په پای کې چې برخه والو د پاکستان د پوځ د ظلمونو او د ترهګرۍ تر شا د دغه هېواد د پوځ د لاس لرلو شعارونه ورکول امنیتي ځواکونه را ورسېدل او برید یې وکړ.

په یوه ویډیو کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر محسن داوړ په فیسبوک خپره شوې لیدل کیږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه په ښاغلي داوړ او یو شمېر نورو کسانو باندې وارونه کوي او بیا یې نیسي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې وروسته له هغه راوټوکېد چې د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد د پښتنو د وژنې عملیات ترسره کړل او په دې لړ کې یې بې شمېره بې ګناه خلک ووژل او د نورو یې مړي او ژوندي ورک کړل.‌

ویل کیږي چې تر دې مخکې د پاکستان پوځ‌ دې ته ورته چارې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالیو سره هم کړې وې چې په ځینې مواردو کې یې ژوندي بلوچ ځوانان له الوتکو څخه لاندې غورځولي وو.‌

2 thoughts on “امنیتي ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډه برید وکړ، محسن داوړ او نور مشران یې ونیول”
  1. انشأالله د دهشتګرو او تروریستانو ځاله یا پنجابستان نور په ختمیدو دی، د پښتنو او بلوڅو او نورو قومونو دازادی بغاوت شروع شو، د پاکستان په نوم جالی نوم چه ۷۰ کاله پخوا د انګریزانولخوا ایښودل شوی وه، نور دغه نوم نه انګریزانو ته دقبول وړ دی، نه نورو دنیاوالو ته او نه هغه قومونه چه د دغه تروریستې ملک تر دوکو او دسیسو لاندی یی ژوند کاوه.

    د پښتنو، بلوڅو او نورو قومونو د ازادی په هیله

  2. د پنجابی ظالم / او جنایت کونکی خکومت ورزی په ختمیدو دی۰
    کوم ظتمونه چه په پښتنو کیږی نور تری پشتانه تنګ شوی دی۰
    د باچا حان د لاری ازادی غوشتونکی بیا را بیدار شوی او دا وار به که خدای کول
    د پنجا ب دیکتاوران به خاورو ته سپاری۰
    د لر او بر پشتانه یو تن او وجود دی۰
    ژوندی دی وی پشتانه تل دی وی دپشتنو یووالی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *