تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د محسن داوړ له غوښتنې وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د منظور پښتین د خوشې کولو لپاره لاریونونه وشول چې تاند یې درته د ځینو سیمو د رارسېدلو معلوماتو راپور مخې ته ږدي.

کابل:

نن ماسپښين دوه بجې سلګونه ځوانان، فعالان او پېغلې د کابل حضوري چمن ته راټول شوي وو او د منظور پښتین د خوشې کولو غږ یې پورته کړ.

مظاهره چیانو ته د دولت ساز ټیم د ځوانانو مشر نجیب ازاد، د ولسي جرګې غړې مریم سلیمانخېلې، د ولسمشر پخواني سلاکار عبدالستار سعادت، زینب تره کې، میرویس ستانکزي او د عطاالله حیران تر څنګ ګڼو فعالانو ویناوې واورولې او د لر و بر یو افغان شعارونه یې بدرګه کړل.

کندهار:

کندهاري ځوانانو هم نن د منظور پښتین په راخوشې کولو ټینګار وکړ او له ملګرو ملتونو، بشري او نړیوالو ادارو یې غوښتنه وکړه چې پاکستان کې پر پښتنو او بلوڅانو د روانو ظلمونو مخه ونیسي.

د کندهار ځوانانو له پاکستان سره د لسګونه کالو جګړې او د پاکستاني توکو د نه کارولو باندې ټینګار وکړ.

ننګرهار:

د ننګرهار ګڼو فعالانو او مدني بنسټونو د جلال اباد ښار کې د ولایتي شورا مخې ته د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره سوله ییز لاریون کړی دی.

په دغه لاریون کې د ننګرهار د شاوخوا شپږو لویو وړو مدني ټولنو لسګونه فعالانو برخه اخیستې وه.

لغمان او کونړ:

د پمنظور پښتین د خوشې کولو په تړاو لاریونونو کې کونړ او لغمان ولایتونو هم خپله برخه واخیسته.

د کونړ فعالان د ولایت تر څنګ راټول شوي وو او د پښتنو پر ضد د پاکستان د پوځي ادارو دسیسې یې وغندلې.

همدا راز لغمان کې هم د منظور پښتین د راخوشې کولو له غوښتنې سره پراخه غونډه شوې ده.

د لغمان فعالانو له نړیوالو ادارو غوښتي چې پر پښتنو د پاکستاني ریاست د روانو ظلمونو مخه ژر تر ژره ونیسي.چ

خوست:

په خوست ولایت کې د ټول هېواد په کچه تر ټولو زیات فعالان، ځوانان او ځايي اوسېدونکي راټول شوي وو.

دغه ولایت کې له پيله تر اوسه د پي ټي ایم په ملاتړ غونډې او لاریونونه د ټول افغانستان په کچه بیساري وي.

دا ځل هم خوست فعالانو پاکستان ته ګواښ وکړ چې د پښتنو له ځورولو دې لاس واخلي او د پښتنو په خپله خاوره دې د پښتنو د ژوند تېرولو حق ومني.

پکتیکا، پکتیا:

د جنوب ختیځ دوه نورو ولایتونو پکتیکا او پکتیا کې هم نن لسګونه فعالان د پي ټي ایم د مشر منظور پښتین د راخوشې کولو په تړاو د لاریونونو شاهدان وو.

کویټه – ژوب:

نن د بلوچستان ولایت په ژوب ښار کې د ارمان لوڼي د خور وړانګې لوڼۍ په مشرۍ د منظور پښتین په ملاتړ لویه احتجاجي جلسه شوې ده.

هلمند او زابل:

دغو دوه ولایتونو کې هم ګڼ فعالان نن راوتلي او د پاکستان لخوا د طالبانو د ملاتړ د بس کولو د غوښتنې تر څنګ د پښتنو د غورځنګ پر وړاندې د دغه هیواد د پوځي ادارو د ناروا اقداماتو پر اعتراض وکړ.

پېښور:

د کوزې پښتونخوا په نږدې ټولو ښارونو بنو، وزیرستانونو، کوهاټ، پيښور ښار، نوښار او نورو سیمو کې نن د پي ټي ایم زرګونه ملاتړي جوپې جوپې راټول شوي او د پاکستاني ادارو لخوا د منظور پښتین د نیولو غندنه یې وکړه.

فعالانو پر پاکستاني ادارو غږ کړی چې د پښتنو مشرانو په نیولو سره د دوی د ازادۍ جذبه وژلی نه شي نه یې هم د لاریونونو او نعرې پورته کولو مخه نیولی شي.

د یادونې ده چې پاکستاني ادارو له دوه ورځوو راهیسې د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په خپله ولکه کې ساتلی او تېره ورځ یې محکمې ته هم وړاندې کړی دی.

د منظور پښتین ملګری ادریس پښتین وايي، پاکستاني ادارو د منظور سرته توره کڅوړه واچوله او په زندان کې یې د دوی تر څنګ پخپله منظور ته هم شکنجه ورکړې ده.

بلخوا منظور پښتین چې تېره ورځ د ۱۴ ورځو لپاره زندان ته واستول شو، له خپلو ملګرو سره په لنډ ملاقات کې وویل، د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره چې ده سره یې په مقابل کې خلکو بې کچې مینه کړې ده، د زندان زولنې او سختې په اسانۍ تېرولی شي، خو غږ یې څوک خاموشه کولی نه شي.

One thought on “د منظور پښتین د راخوشې کولو لپاره په ټول افغانستان کې لاریونونه روان دي”
  1. پشتنو ته سلام منظور ته سلام۰
    پشتنو ورونو وګوری په ګاډی کی د منظور پشتون تر حوا بی غیرته دال خواره پشتانه چوکیداران ناست او منظور یی نیولی دی۰ دا هم پشتانه پولیس د پنجاب په امر دا کار کوی۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *