تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د افغانستان د استخباراتو پخواني مشر امرالله صالح یو وار بیا د پي ټي ایم په ننګه نظر ورکړی او په یوه اوږده لیکنه کې یې ویلي چې پاکستان د وېرې له کبله تر اوسه په څو برخو د پښتنو د ویشلو هڅه کړې ده.
امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکنه کې ویلي، د پاکستان ټول نظام د پنجابیانو په لاس کې ده او دوی پښتنو ته د پنجابیانو د واک پر وړاندې د یو ګواښ په سترګه ګوري ځکه یې د ځپلو او ویشلو هڅه کوي، تر څو پاکستان ټوټه ټوټه نه شي.
ښاغلي صالح پاکستان ته د بنګله دیش د بیلتون موضوع د پیغور په ډول ور یاده کړې او ویلي یې دي د پاکستان سل زره ځواکونه یوازې یو هندي جنرال ته تسلیم شول.
ښاغلی صال زیاتوي، پاکستاني ریاست په لویو ملکي او نظامي څوکیو د پښتنو د کیناستو مخه نیولې او همدا راز یې مذهبي ډلې د پښتنو د ملتپالو ډلو د فکري ځپلو لپاره ګمارلې دي تر څو د دین له نظره کافر معرفي کړي او خلک یې خبرو ته غوږ ونه نیسي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان تل هڅه کړې چې په افغانستان کې د لاس وهنې لپاره وسایل په قبایلي ایجنسیو کې تیار کړي، چې له همدې کبله یې قبایلي سیمې له مدني او ټولنیزو حقونو څخه کاملا محرومې ساتلې دي: (( د پاکستان د همدغو قبایلو د ځپنې سیاستونو پر ضد یو ځوان د منظور پښتون په نوم راپورته شوی او غواړي له دغو سیمو نه د پاکستان د ترهګرۍ لاس لنډ کړ.))
صالح لیکي، منظور پښتین ټولو ته ښکاره کړه چې د هر یو ترهګر تر شا یو پاکستانی پوځي ولاړ دی: (( له منظور پښتین نه ملاتړ کومه پروژه نه ده، بلکې له هغه نه ملاتړ د وجدان نعرې ته لبیک ویل دي، زه هغه نه پيژنم نه مې کتلی، خو اخلاقي او مطبوعاتي ملاتړ یې په ځان فرض ګڼم، زه چې کله د هغه خبرې اورم فکر کوم زما همسنګره دی، خو په وزیرستان کې زېږېدلی دی.))
ښاغلي صالح همدا راز منظور پښتین د مدني مقاومت نوی نوم او څېره بللې چې په وینا یې د ترهګرو او ترهګرپالونکو مخه یې ډب کړې ده.
منظور پښتین چې له دوه کالو راهیسې یې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو غورځنګ راپيل کړی دی، وړمه شپه پاکستاني ځواکونو نیولی او پرې یې د پاکستان پر ضد د توطیې جوړولو تور لګولی دی.
د منظور پښتین پېژندنه
منظور پښتين په کال ١٩٩٢ د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولا خان سرای کې زېږېدلی.
پلار عبدلودود محسود يې د کلي په ښوونځي کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زده کړې هم د کلي له ښوونځي نه پيل کړي. د تعليم مزل يې د گومل پوهنتون ډيره اسماعيل خان نه د ډي وي آيم يا وترنرۍ د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.
ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو گمنام ځوان و او چا هم نه پيژنده خو چې کله يې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د ظلمونو په ضد احتجاجي پرلت وواهه نو د پښتنو په کور کور، کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژانده.
ښاغلی پښتين د شمن خيل مسيد قبيلې د يوې غريبې کورنۍ دی. وړوکوالی يې په خپلو روايتي پښتنو کې تير شوی او ډير تنکی ځوان و چې په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کې سره د کورنۍ د خپلې سيمې نه کډوال او یوه برخه ژوند يې په ډيره اسماعيل خان کې تير کړ.
منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی او تير کال يې واده کړی چې څو ورځې وړاندې ورته خدای یو زوی هم ورکړ.
منظور د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه وایي خپل وطن پرېښودل ورته ډير گران کار و.
منظور په دې اړه یوه مرکه کې وايي پلار يې د کډوالۍ په وخت پر ده سپارښتنه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو داسې ځکه ونه شول چې کله بیرته خپل کلي ته لاړ نو نه يې د کور ودانۍ پاتې وه او نه کتابونه: ((پلار مې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.))
ښاغلی پښتين د عدم تشدد علمبردار باچا خان، د روښانيانو د تحريک مشر بايزيد روښان او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال خوشحال خان خټک خپل ایډیال پښتانه مشران بولي او د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د قبایلي محصلینو د ټولنې مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې مطالعه هم کړې ده، مګر اوس پخپله خلکو ته په یو ایډیال مشر بدل شوی دی.