تاند (سې شنبه، د دلوې ۸) افغان او امریکايي چارواکي وايي چې د غزني د ده یک ولسوالي په سدوخېل کلي کې له لوېدلې امریکايي الوتکې څخه یې مړي ایستلي دي.
د غزني امنیه قوماندان خالد وردک نن وویل، د ا مریکا د پوځ هیلي کوپتر د پېښې په ځای کې کښېناسته او مړي یې یووړل.
تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو چې طالبانو د هغو افغان ځواکونو مخه نیولې چې هڅه یې کوله د پېښې ځای ته ځان ورسوي.
د غزني د پولیسو ویندوی ادم خان سیرت هم تایید کړه چې ځواکونه یې سیمې ته استولي وو خو له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شول. سیرت وايي چې د دواړو خواوو د نښتې په نتیجه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده پېښه شوې.
د غزني چارواکي وايي چې نن ټاکل شوې وه چې افغان او بهرني پوځیان د الوتکې د لوېدو په ساحه کې تصفیوي عملیات وکړي.
په همدې حال کې سي بي ایس نیوز نن وویل چې امریکايي پوځیان تېره شپه د پېښې ځای ته لاړل او د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د دوو وژل شویو کسانو (پېلوټان) مړي یې یووړل.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي اسوشیتیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې په الوتکه کې یوازې همدا دوه تنه سپاره ول. دغه چارواکي همداراز ویلي چې د پېښې ځای ته استولي پوځیان له هیڅ راز مقاومت سره مخامخ شوي نه دي.
سي این این تلویزیون ته د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي چې امریکايي پوځیانو د پېښې ځای ته له رسېدو وروسته نه یوازې د دواړو وژل شویو پېلوټانو مړي یې انتقال کړي بلکې د الوتکې ځینې حساس وسایل یې هم ویجاړ کړي دي.
دغه چارواکي دا هم ویلي، وروستي راپورونه ښيي چې د الوتکې عملې د الوتکې تر لوېدو مخکې د ستونزې په اړه خبر ورکړی و.
خو د امریکا پوځ لا هم د پېښې د علت په اړه پلټنې کوي.
طالبانو ادعا کړې چې د امریکا دا (Bombardier E-11A) الوتکې یې ویشتې او په هغې کې یې د سي آی اې ګڼ کسان وژلي دي خو د امریکا پوځ د طالبانو ادعا نه مني.
له بلې خوا روسي چارواکو او ایران ادعا کړې چې په الوتکه کې د سي آی اې یو جګپوړی مامور وژل شوی دی.
امریکايي چارواکي وايي چې تراوسه د الوتکې د لوېدو علت څرګند نه دی.
د پوځي چارو متخصصان وايي، له (E-11A) ډول الوتکو څخه د رادیويي – مخابراتي سیګنالونو د لېږلو او دغه راز له ټېلفون سره د مخابرې د وصلولو لپاره کار اخیستل کېږي.
د امریکا پوځ په کندهار کې څو دا ډول الوتکې لري او له هغو څخه د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ او په میدان کې د فعالو پوځیانو ترمنځ د رابطې او دغه راز امریکايي پوځیانو ته د وای فای (انترنیټ) د برابرولو لپاره د پُل په توګه کار اخلي.
په پیل کې ادعا شوې وه چې د اریانا افغان هوايي الوتکه له ۸۳ سپرلیو سره لوېدلې ده.