پاکستان او ايران ولې له امنيتي تړون وېرېږي؟

   له امريکا سره دامنيتي تړون  په اړه د مشورتي لويې جرګې تر رابلل کېدو وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګاونډي هېواد ايران په بيا بيا افغان لوري ته له دې امنيتي تړون خپله وېره او انديښنه په ډاګه کړې او ددې هېواد دملي امنيت يو پلاوى هم کابل ته ددې لپاره راغلى و، چې د ايران ناخوښي افغان لوري ته څرګنده کړي. ددې ترڅنګ له ځينې سرچينو دا هم ويل، چې جرګې ته د ايران مېشتو افغانانو څخه راغلو استازو ته ويل شوي، چې د جرګې خلاف رايه ورکړي. ددې ترڅنګ پاکستاني چارواکوهم دا تړون ځکه د خپل ځان په ګټه نه دى بللى، چې ورسره به په افغانستان کې دبهرنيو ځوکونو له پوځي اډو په وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د شکمنو وسله والو پر وړاندې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه لا زور واخلي او دا هغه موضوع ده، چې پخوا هم د امريکا او پاکستان تر منځ د يوې جنجالي موضوع په توګه مطرح وه .

  د امنيتي تړون په اړه د رابلل شوې لويې جرګې سره د امريکا ولسمشر خپل افغان سيال ته د ډاډ يو ليک هم واستوه، چې د افغان چارواکو په وينا د امنيتي تړون له متن سره به مل وي، ددې سند په يوه برخه کې راغلي دي:(( د دې نوي فصل په پېل سره، د امريکا رول به د يو همکار په توګه ستاسو د ملاتړ لپاره دوام ولري. له دې قرارداد سره سم، مونږ به ستاسو د ځواکونو د روزنې، مشورې او د مرستې په برخه کې مرسته وکړو او د ترورېزم پرخلاف د مبارزې پر يو دقيق او کوچني ماموريت به په داسې حال کې متمرکز واوسو چې د افغانستان د ترورېزم په وړاندې د مبارزې د مخ په ودې قابليتونو د پياوړتيا په برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوو.))

  افغان ولسمشر حامد کرزي هم  مشورتي لويي جرګي ته په خپله وينا کي وويل چي ايران په څرګنده توګه د کابل او واشنګتن تر منځ د پلان شوي امنيتي تړون په هکله مخالفت ښکاره کړ. خو له دي تړون سره په مخالفت کي ايران يوازي نه دی، د پاکستان له دنني څخه د هغه پر ضد هم د مخالفت ږغونه اوريدل کيږي، که څه هم کرزي په خپلي وينا کي يادونه وکړه چي  پاکستاني چارواکي له هغه سره همنظره وو، چي دا تړون د افغانستان په ګټه دى.

په کابل کې څلور ورځنۍ مشورتي لويي جرګي حکومت ته مشوره ورکړه چي له امريکا متحده ايالاتو سره امنيتي تړون لاس ليک کړي. سره  ددې چې ګڼو وکيلانو  بيا د افغانانو په کورونو د چاپو او تلاشۍ او هم  په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د قضايي مصوونيت د مادو د تعديل غوښتنه کوله، خو وروسته بيا د جرګې رييس مجددي وويل، چې دا ماده به په دې شرط ومني، چې که چېرته امريکايي سرتېري په افغانستان کې له جرم وروسته په امريکا کې دامريکايي قانون په چوکاټ کې محاکمه کېږي، نو ځينې افغاني ناظرين هم بايد هلته ور وغوښتل شي.

د پاکستان تمه او وېره

سره ددې چې د ګاونډي هېواد پاکستان د حکومت، چې د طالبانو په ټينګ ملاتړ تورن دى،  رسمي دريځ د افغان لويي جرګي د پريکړي پر وړاندي لا تراوسه نه دی څرګند شوي، خو د پاکستان ځيني سياسي ګوندونه او سياسي کړۍ په افغانستان کي د متحده ايالاتو له حضور سره خوښ نه ښکاري.

په پاکستان کې د یو ستر مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام ویاند جان محمد اچکزي له رسنيو سره په خبرو کې خپل نارضايت ښودلى او ويلي يې دي”که څه هم افغانان د افغانستان او امریکا ترمنځ‌د تړون د لاسلیکولو د پرېکړې واک او حق لري، خو دوی اندېښمن دي چې د امریکا او ناټو ځواکونه باید تر اړتیا ډېر پاتې نه شي.‌موږ ټول په دې سلا یو چې دوی باید له افغانستان نه د وتلو خپله ښکاره نېټه وټاکي. او که چېرې د دوی یو شمېر ځوکونه پاتې کېږي، باید افغانانو او د سیمې هېوادونو ته وښيي چې دوی څه هدفونه څه دي”.

   ليکوال او شننونکى  عقيل يوسفزى په دې نظر دى، چې د افغانستان امنيت نه يوازې د پاکستان بلکې له ټولې سيمې سره تړلى دى، دى زياتوي، چې د امریکايي ځواکونو په شتون  کې تېر دوولس کاله په ټول تاریخ کې ناامنه وو،‌ نو ځکه اوس پاکستان وايي کېدای شي د امریکايي ځواکونو په وتلو سره امنیت راشي.

   د پاکستان د ښی اړخي او طالب ګوندي جماعت اسلامي ، چې تر دې وړاندې يې په پاکستان کې دامريکايي بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره سخت مخالفت کړى او له مشران يې ځانونه د طالبانو معنوي مرشدان ګڼي ، په ښکاره دې تړون مخالف دي، د ګوند وياند، اصرار الله وايي: (( زموږ غوښتنه داده،  چي د ناټو او امريکا ټول ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. افغانستان او پاکستان دواړه د نړيوالو ځواکونو له حضور څخه تاواني شوي دي. زموږ ګوند په دي برخه کي ښکاره پاليسي لري. هغه دا چي موږ هيڅ بهرنی سرتيری په افغانستان کي نه غواړو.))

  د تړون په اړه دايران پټې هڅې

 خو دا يوازې پاکستان نه دى، چې له امريکا سره دافغان امنيتي تړون په اړه يې دمخالفت غږونه اوچت کړي دي. افغان ولسمشر حامد کرزي هم  مشورتي لويي جرګي ته په خپله وينا کي وويل چي ايران په څرګنده توګه د کابل او واشنګتن تر منځ د پلان شوي امنيتي تړون په هکله مخالفت ښکاره کړ. تر دې وړاندې د افغانستان دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپتنا ويلي وو، چې د افغانستان ګاونډيان د امنيتي تړون د لاسليک په اړه انديښنې لري، خو دوى له يوه هېواد پرته د نورو ټولو انديښنو ځواب ويلى او قناعت يې ورکړى چې تړون هېڅکله د درېيم هېواد په تاوان نه دى.

  په ايران کې مېشت افغان کډوال او د ټولنيزو چارو کارپوه عمادالدين مايار وايي، چې د ايران حکومت فکر کوي، چې په افغانستان کې د امريکا او نورو بهرنيانو اوږد مهاله شتون په سيمه کې تر ټولو وړاندې دايران لپاره ځکه ګواښ دى، چې همدا  اوسمهال د ايران سره په ګاونډي ولايت هلمند کې د بهرنيو ځواکونو شورابک ستره پوځي اډه فعال ده. چې ممکن موخه يې د ايران څارنه او پر وړاندې يې پوځي او جاسوسي فعاليتونه وي، هغه  ملي باور ته وويل:(( له دې ځايه جرګې ته استول شوو استازو ته هم ويل شوي وو، چې د تړون له تاييد سره دې په کلکه مخالفت وکړي.))

  د يادولو وړ ده، امنيتي تړون په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو شتون ته زمينه برابروي. خو متحده ايالاتو لا تراوسه لا په دې اړه څه نه دي ويلي، چي په افغانستان کې خپل څومره سرتېرې پرېږدي. پوځي قوماندانانو تر د ې وړاندې  اوباما ته له ۸۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ تنو  پورې سرتېرو د پاتې کېدو سلا مشوره ورکړې ده.

One thought on “باور ورځپاڼه: د امنيتي تړون تاييد د ګاونډيو د خوښې خلاف دى”
  1. ژیره زما
    واک دملا
    امنیتی تړون دافغا نستان دولت دخپل اولس دنظر یا تو په تا ید او دمشکلا تو دمنڅه وړلو په خا طر ده دګو نډیو دلاس خلاص وی،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *