تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د سولې د ولسي حرکت غړو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ پر فرضي کرښه د یوه لاریون پر مهال د افغانستان په چارو کې د پاکستان د مداخلو په اړه غږ پورته کړ.

لاریونوالو پاکستان ته خبرداری ورکړ چې نور دې په افغان خاوره کې مستقیمه او غیر مستقیمه مداخله بنده کړي او له ښکیلو غاړو یې هم وغوښتل چې د افغانانو له وژنې دې نور لاس واخلي.

د لاریون په وروستۍ برخه کې له پاکستان څخه دا هم وغوښتل شول چي نړیوالو مدني قوانینو ته پام دې هغه فعالان نه ځوروي چې د عدم تشدد پلویان دي.

پي پي ایم غوښتنه وکړه چې پاکستاني مشران باید ژر تر ژره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون خوشې کړي.

پي پي ایم له څه مودې راهیسې ولایت په ولایت ګرځي او د سولې غږ پورته کولو لپاره لاریونونه کوي.

One thought on “پي پي ایم: پاکستان دې منظور خوشې او افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *