منظور پښتین

د منظور پښتین پر نیول کېدو د سیستاني صاحب تأثر

ژباړه: تمهید سیلانی

منظور پښتین د خپلو وګړو د ژغورنې او تحفظ پۀ موخه، چې د پنجابي نظامیانو لۀ لوري پۀ مکرر ډول پښتانۀ تښتول شوي او وژل شوي دي، را پورته شوی دی. ځکه چې د هغۀ درد او د نورو پښتنو درد سره یو دی. دا غږ د میلیونونو پښتنو د حق غوښتنې لۀ غږونو سره یو ځای شوی او د پاکستان دحکومت او نظامیانو پر وړاندې یې د قهر و غضب یو لوی طوفان جوړ کړی.
لۀ شک پرته د پښتون ژغورنې ملي غورځنګ، د ټولو پښتنو د یووالي لامل شوی او د پاکستان استخباراتي اداره دې ته اړ باسي چې د پښتنو لۀ وژلو او نیولو لاس پۀ سر شي او د دوی مسلسمو حقونو ته غاړه کیږدي.
د افغانستان اوسني او پخواني ولسمشرانو، پښتانۀ سیاسیونو، روړن آنده وګړو او مدني ټولنو پۀ افغانستان  کې د مظاهرو پۀ لاره اچولو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا د منظور پښتین نیول کېدل وغندل او خپل ملاتړ یې لۀ یاد غورځنګ څخه اعلان کړ.
زۀ د پښتون ژغورنې لۀ ملي غورځنګ سره د پیوستون او همبستګۍ پۀ موخه او همدارنکه ددې غورځنګ د مشر ( منظور پښتین) د آزادېدېلو پۀ موخه د ښاغلي سلطان جان کلیوال هغه غزل را وړم چې دوه کاله پخوا ويل شوی دی، تاسو وګورئ چې دغۀ غزل کې څومره پۀ لوی قوت او صلابت د منظور پښتین د زړۀ خبرې انځور شوي دي.
«د پښتین خبرې»
بدلـومه دوزخ هســې، چې جنت ورته حیران شي
هسې مینه کول غواړم، چې نفرت ورته حیران شي
غریبۍ ستا پۀ وجود کې، تویه وم د میـنې څاڅکې
چې زلمۍ شي پیرزوینه، او غربت ورته حیران شي
ټـولــوم خـواره ولسـونه، د یوې جنــډې د لانــدې
چې پۀ مخ ددې نړۍ کې، هرملت ورته حیران شي
بـې وســۍ نن دې لمن تــه، اچــوم هسـې ګلــونه
چې شتمن ورته حیران شي،او دولت ورته حیران شي
د ورېښمو پۀ یو تارکې، خوارۀ زړونه می د خلکو
هسې  پیـئم سره واړه، چې طبعیت ورته چیران شي
کلیـوالو  پیـژندلی، زۀ “پښتین” د  وفا زوی یم
جوړومه پښتون هسې، چې خلقت ورته حیران شي
(افغان جرمن آنلاین،۱۱اپریل۲۰۱۸)
د منظور پښتین نیول کېدل، پښتانه نۀ کمزوري کوي، بلکې لا یې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لۀ پاره را ویښوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او غړي دې پۀ دې ترینګلو او حساسو شرایطو کې لۀ احتیاط څخه کار واخلي، ترڅو ناست پۀ تمه درېيم لاسونه، د یاد غورځنګ له سپېڅلو احساساتو ګټه وانخلي… دا خوځښت د حق غوښتنې خوځښت دی، دا به همداسې روان وي، هېڅ سیمیز او نړیوال ځواک نشي کولی، دا غږ خاموشه کړي او د پښتنو روا حقونه ترې واخلي. پښتونو د تاريخ پۀ اوږدو کې ټولو ته دا ثابته کړې، چې نۀ تسلیمېدونکي دي…. د پښتون ژغورنې غورځنګ پۀ ملاتړ د ښاغلي غني او د بښنې د نړیوالې ټولنې دريځ ستایو او ملاتړ یې کوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *