تاند، جمعه، د دلوې ۱۱مه: ولسمشر اشرف غني نن جمعه ماسپښین په ارګ کې د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ (سنټ کام) له مشر جنرال کینټ مکینزي سره لیدلي دي.
د ارګ ویاند صدیق صدیقي د دغې لیدنې په اړه تاند ته وویل چې ولمسشر او جنرال مکینزي د سیمې امنیتي وضعیت، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې جنرال مکینزي هم له ترهګرۍ سره د مبارزې او د داعش د ځپلو په برخه کې د افغان ځواکونو د وړتیاو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغان ځواکونو د پام وړ توانايي پیدا کړې ده.