تاند، جمعه، د دلوې ۱۱مه: په کابل کې د بریتانیا او امریکا سفارتونو ژر تر ژره د ولسمشرۍ د ټاکنو د نهايي پایلو د اعلان غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په یو تازه ټویټ کې ویلي، ټاکنې لومړیتوب لري او خلک باید په اعلانېدونکو پایلو اعتماد ولري.
نوموړي چې تېره ورځ هم د ټاکنو په اړه ټویټ کړی و، نن یې له نوماندانو او ټاکنیزو ډلوغوښتي چې قانون ته احترام وکړي او پرېږدي چې د ولسمشریزو ټاکنو نهايي پایلې اعلان شي.
بلخوا په کابل کې د بریټانیا د سفیر مرستیال ګلس لیور ههم اندېښنه ښودلې چې د څلورو میاشتو په تېرېدو د ټاکنیزو پایلو ځنډ د منلو نه دی او باید چې ژر د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شي.
نوموړي ویلي، چې ټاکنیزې ډلې باید د سیاسي فشارونو څخه لاس واخلي او پریږدي چې ټاکنیز کمېسیونونه په خپلواکۍ چارې مخته یوسي، تر څو ژر تر ژره پایلې اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې په لومړنیو پایلو کې ولسمشر اشرف غني په ۵۱،۶۴ سلنه رایو بریالی اعلان شوی خو د هغه ټیم دا ځل تمه لري چې د شکایتونو له څېړنې وروسته به یې پایلو کې لږ تر لږه ۵۵ سلنه ته د بریا رایې لوړې شي.