د نړۍ په تاریخ کې ډېر داسې قامونه شته چې هغوي په څه نا څه وجه د یو بل نه جدا شوي دي او د دغه بېلتون وجې یا خو اقتصادي، سیاسي او جغرافیایي ستونزې وي او یا  جنګونه وي. خو دغه بېلتونونه ډېر وخت نه دي پاتې شوي او نه هم پاتې کېدای شي. لکه د جرمني مثال زموږ وړاندې دی.

او هم دغه حال د پښتنو افغانانو دی کله چې انګرېز وغوښتل چې یو متحد پښتون افغان د دوی د (Colonialism)  لپاره خطر جوړ شوی دې نو د ډيورنډ په نامه د افغانانو په منځ کې یوه کرښه راښکا او دوی یې له یو بل نه جدا کړل.

که څه هم دغه کرښې افغانان په بدني توګه له یو بل نه جدا کړل خو ولې د دوی احساسات او جذبات یې کله هم جدا نه کړای شول، او دا هم دا وجه ده چې افغانانو کله هم دا کرښه له زړه نه نه ده منلې، او وخت په وخت موږ د لر او بر یو افغان نعره اورېدلې ده. او بیا په تېره تېره د باچا خان د خدایي خدمتګار تحریک او د هغه د ملګرو په وجه دغه تړون نور هم کلک شو.

د باچا خان د پښتنو افغانانو لپاره د کړیو ستړیو او هڅو په وجه هغه ته د فخر افغان خطاب ورکول هم د دغه سوچ او فکر عکاسي کوي.

که څه هم باچا خان ټول ژوند د افغانانو د اتفاق او اتحاد لپاره مبارزه کړې وه او د ډیورنډ په نوم دغه کرښه یې نه وه منلې ولې په خپل مرګ یې ټول افغانان هغه وخت سره یو کړل چې کله د بابا جسد د هغه د وصیت مطابق جلال اباد ته یوړل شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو. د لر او بر افغانانو په منځ کې دا یو تاریخي موقع وه چې د بابا دغې تاریخي فېصلې دوی د تل لپاره  یو ځای کړل.

د لر او بر په نعره کې هغه وخت تېزوالی راغی چې کله له وزیرستانه د منظور پشتین په مشرۍ کې پښتنو ځوانانو د پاکستان د ریاستي خبر خلاف خپل غږ پورته کړ او له دوی سره سم په ټوله نړۍ کې افغانانو د دوی د ملاتړ لپاره لاریونونه وکړل او په بیا بیا یې وکړل. او دا  هم هغه د لر او بر سوچ او فکر وو چې افغانان یې د یو بل د کړاونو او تکلیفونو نه خبر کړل.

او دا شان که په افغانستان کې څه ناوړه پېښه شوې نو د پښتونخوا ولس د هغوي لپاره غږ پورته کړی دې.

د لر او بر نعرې په ټوله نړۍ کې هغه وخت په شدت سره واورېدل شوې چې کله د پاکستان امنیتي عسکرو او پولیسو منظور پشتین په غېر اییني او غېر انساني طریقه د شپې پر یوه بجه له پېښوره ګرفتاره کړ.

د دغه پېښې خلاف په ټول افغان وطن کې په ډېر لږ وخت په ډېرو ښارونو کې لوی لوی لاریونونه وکړای شول، او بر وطن ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي ، امرالله صالح او ګڼو نورو افغان سیاستوالو د دغه پېښې غندنه وکړه.

او دغه شان د پښتونخوا قام پرستو سیاستوالو او مشرانو اسفندیارولي خان او محمود خان اڅکزۍ پشمول ګڼو نورو مشرانو د دغه پېشې غندنه وکړه. او په ډېرو ښارونو کې پښتنو مظاهرې او لاریونونه وکړل او له یو بل سره د دواړو خواو ولسونو یوالی وښود.

د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده

پېښور او په کابل کې افغان یو دی

که څه هم پاکستان یو فېډرېشین ګڼلی کیږي خو بیا پاکستان د پنجابي د زور او ولکې لاندې دی او ځکه خو هغوي د نورو قامونو جدا شناخت منلو ته تیار نه دي. اخوا که د هند د پنجاب ولس د پاکستان د پنجاب صوبې د ولس نه په ډېرو حوالو سره جدا شناخت لري او په خاصه توګه مذهب یې هم بدل دی، هغوي په سک او هندو مذهب یقین لري او د پاکستان پنجاب په اسلام. او د پاکستان ریاست د تېرو اویاو کالو نه خپل ولس ته هند د یو دښمن په توګه ښودلی دی او څو جنګونه یې ورسره هم کړي دي، خو د دې باوجود د هند پنجابی پاکستان ته بغېر د څه وېزې راځي. په پاکستان کې ورله کلتورې ادبي، ثقافتي او مذهبي پروګرامونه جوړیږي. پولې یې هر وخت پرانستې وي او تجارتونه پرې کیږي، او کله خو پکې د لر او بر یو پنجاب او یا د ګرېټر پنجاب خبره هم کیږي، او حته د رنجیت سنګ عکسونه یې هم ځای پر ځای لګولي وي.

خو بیا په لر او بر افغان وطن کې د یو قام او یوې قبیلې او یوې کورنۍ خلک د ډیورنډ کرښې له وجې جدا دي. او د دوی اقتصاد هم هغه وخت زیات خراب شي چې کله د څه بدې پېښې وروسته پاکستان د تورخم لاره وتړي چې روزانه پرې د کروړونو روپو روزګارونه کیږي چې زیاتره د پښتنو وي.

اوس وخت دا ثابته کړه چې لر او بر افغان یوازې یوه نعره نه وه بلکې دا یو سوچ او فکر وو چې باچا خان افغانانو ته ورکړی وو او نن یې موږ وینو چې دغه نعره په یو حقیت کې بدلیږي.

ټول افغانان که په لر کې دي او که بر کې، خپل غم او ښادي له یو بل سره شریکوي  او تازه مثال یې د منظور پشتین پر نیولو د ټولې نړۍ د پښتنو احتجاج دې.

ًلا به یو کیږوږ ګني ورکیږوً  باچا خان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *