علامه نابغه سید جمال الدین افغان د سید صفدر زوی د (۱۲۵۴) هجري کال د شعبان په میاشت د کونړ ولایت په اسعد اباد کې زېږېدلی. افغان لومړنۍ زده کړې په خپل شا و خوا سیمو کې وکړې، وروسته کابل ته، په ځوانۍ کې هند او بیا حجاز ته د زده کړو لپاره ولاړ. افغان د (۱۳۱۴) هجري کال د شوال په پینځمه د ترکیې په استانبول کې وفات او د دغه ښار په (شېخلرمزار لغي) هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. د افغان جسد په (۱۳۲۳) هجري کال د افغان دولت په غوښتنه کابل ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو. په (۱۳۱۱) قمري کال د اعلی حضرت سردار محمد ظاهر شاه په پاچاهۍ کې د ده پر قبر له آبنوس تیږې څخه جګه ودانۍ جوړه شوه؛ دغه ودانۍ په کورنیو جګړو کې زیانمنه شوه، د دغې ودانۍ د بیا رغونې کار د (۱۳۸۸) کال د سنبلې په څوارلسمه د اطلاعاتو کلتور وزارت د تاریخي آبداتو ساتنې او بیا رغونې ریاست له لوري پیل او د (۱۳۹۰) کال د حمل په شلمه پای ته ورسېد.

خو اوس د دغې ودانۍ ډېرې برخې بیا زیانمنې شوې دي او د شرق د نابغه مزار په کابل پوهنتون کې د محصلانو د تفریح، ارام، وخت تېرونې او د موسیقۍ د اورېدلو پر ځای بدل شوی.

د نابغه د مزار محوطې ته، چې کله ورننوځې د اوبو له یوه حوض سره مخېږې؛ په حوض کې اوبه نه شته او په تل کې یې د ماتو شویو تیږو پاتې شوني ښکاري.

د اوبو حوض، چې اوس اوبه نه لري او د نات تیګې یې ماتې شوې دي.

 د حوض شاوخوا ته د اوبو څو مات نلونه راوتلي دي.

له حوضه، چې تېر شي د مزار له زینو مخکې یوه چوتره مو مخ ته راځي، چې د زینو تیږې یې ځای ځای ماتې شوې دي.

چوتره، چې خلاصه شي څو وړې زینې مو مخ ته راځي؛ په دغو زینو، چې وروخېژې د افغان نابغه پر قبر جګ څلې ولاړ دی، د څلي ستنې د محصلانو په یادګارونو ډک شوي. چا شعر لیکلی، چا ټوکه لیکلې او چا هم د خپلې مینې سوز د دغه څلي په ستنو نقش کړی.

د افغان نابغه د قبر تیږې هم روغې نه دي پاتې.

هغه تیږې چې د ده د پیدا کېدو او مړه کېدو کالونه پرې لیکلي، هم د څلي په پایو کې روغې پاتې نه دي. 

د سید افغان د قبر تهکوۍ ته مو د کوزېدو هڅه وکړه، دروازې ته یې خراب کولپ پروت و، په سیم پېچ او کلکه شوې وه، له ډېرو هڅو سره سره ونتوانېدو، چې د تهکوۍ دروازه خلاصه او حالت یې تر نظر تېر کړو.

محمد امین د کابل پوهنتون د زمکپېژندنې محصل دی؛ دی مو وپوښتت چې څنګه دلته راغلی؟ راته کړل یې، چې « د درس ویلو لپاره ارام ځای دی، د پوهنتون تر نورو ځاینو دلته درس ښه زده کولی شي. امین وویل چې ځینې کسان دلته راځي د مقبرې تر څنګ موسیقي اوري، ځینې آن له انډیوالانو (ګرل فرینډ‌ز) سره په دغه ځای کې د زړه خواله کوي چې دغه کار افغان نابغه ته د سپکاوي په معنا ده.»

په دې اړه مو وغوښتل چې د کابل پوهنتون د رییس نظر هم ولرو؛ خو تر ډېرو هڅو وروسته دا فرصت را نه کړل شو.

سیدجمال الدین افغان زموږ په علمي شخصیتونو کې د پېژندل شوې څېره ده. د ده د قبر حالت ته که پام ونه شي، دا امکان شته چې اوسنی حالت به یې هم یو وخت نه وي ورپاتې.     

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *