تاند، شنبه، د دلوې ۱۲مه: د ولسمشر ارشد پخواني سلاکار او پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخیلوال له افغانستان رو خبري شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، د سولې د هوکړې د لاسلیک اصلي مانع د دواړو لوریو تر منځ بې باوري ده.
نوموړی وايي، په دوحه کې وروستي مذاکرات د هوکړې په جزیاتو نه بلکې د اعتماد سازۍ د فضا رامنځته کولو په اړه روان وو.
زاخیلوال همداراز وايي، مذاکراتو ته هیله من دی خو دا مذاکرات په یوه او دوه ناستو د پنځو لسیزو جګړه نه شي ختمولی: (( زه هیله لرم چې حکومت د سولې مذاکراتو کې خنډ جوړ نه کړي او مؤثر او مسوولانه رول ولوبوي، موږ ټول د نظام بقا غواړو.))
د زاخیلوال په خبره د سیمې د هیوادونو تر منځ رقابتونه افغان سوله کې خنډ ایجادولی او جګړې ته شدت ورکولی شي، خو په وینا یې پاکستان لپاره له امریکا سره اړیکې مهمې دي له همدې کبله څومره چې د سولې مذاکرات پرمختګ کوي، پاکستان هومره له امریکا سره بیرته نږدې کېږي.
حضرت عمر زاخیلوال همدا راز د تاوتریخوالي د راکمولو په اړه د افغان حکومت د قناعت لپاره ټینګار کوي او وايي، اوربند د ټولو غوښتنه ده، مګر د تاوتریخوالي راکمول هم باید چې استقبال شي.
نوموړی په دې باور دی چې له طالبانو سره له سولې وروسته په افغانستان کې سراسري سوله تامینیږي او دا وېره بې ځایه ده چې جګړه به ونه درېږي، ځکه د زاخيلوال په باور داعش په افغانستان کې ځای نه لري او پروژه یې ناکامه شوې ده.
اوس هم چه نه پوهیږی نو کله به پوه شی۰
څه موده مخکی د پارالمان مخترمی استازی بلقیس روشن وویل۰
اوس خقیقت واضخ شو۰
دقطر خبری په حقیقت کی د پاکستان او خلیل زاد تر منح یوه پټه ناجایزه معامله وه یا ده۰
نو دا پټی معاملی نورو وینو تویولو لپاره لاره پرانستل دی۰
که په رشتیا طالب سوله غواړی نو په قندهار/ګردیز جلال اباد او یا کابل کی افغانان په خپلو کی
سره د سولی اجندا پر مخ یوسی۰
د پاکستان نه د سولی سوال کول خماقت دی۰
جالبه هو دا ده یو وار خلیل زاد قطر کی طالبانو سره خبری وکی۰ نو بیا اسلام اباد ته څه ضرورت پیدا شی۰
زیر کاسه نیم کاسه است۰
مننه
this booth face(shaheen&zakhilval) are talibs /booth are pakistani style pashtoons.
booth is honest for pakistan.(soldout)
thank you
razmohammed kamawal
! مظلوم او بې دفاع ولسه
یو کلیوال ښا ر ته راغی د یوه صراف دکان ته وخوت ګوری چې هریخواته یا زیورات اېښودل شوی یا دالر ، پاکستانۍ کلدارې ،او یا ددوبۍ دینار او درهم انبار پراته دی پوښتنه یې وکړه دلته څه خرخیږی ؟
صراف فکر وکړ چې دا ډېر ساده کلیوال دی خواب یې ورکړ دلته کچرې خرڅیږی کلیوال وویل چې اوس یوازې تاسې پاتې یاستۍ او که کوم بل کچر هم شته اوس دې لوستونکی دا عتماد سازی او مذاکراتو توپیر ته پاملرنه وکړی