تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس تېره شپه په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي موافقې او د هغې د لاسلیک د وخت په اړوه خبرې وکړې.
د ارګ له خبرپاڼې سره سم ولسمشر کرزي د افغانانو پر کورونو د بهرنیو پوځیانو د عملیاتو د بندېدو، د د سولې د بهیر د صادقانه يپیل او شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په شمول پر خپلو مخکنیو دریځونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان غواړي چې په دې برخو کې ډاډ ترلاسه کړي.
ښاغلي کرزي د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په اشارې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه باید په دغه پرېکړه لیک کې یاد شوي وړاندیزونه او غوښتنې لکه د ګوانتنامو له محبسه د افغان بندیانو خوشي کېدا ومني.
د امریکا د ملي امنیت سلاکاره سوزن راييس پرون /دوشنبه/ ناوخته کابل ته راغله چې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکولو پرسر د دوو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ پر کمولو خبرې وکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې شفافو، عمومي، له هرراز مداخلې پرته له خپلې قانوني پروسې سره سم په خپل وخت انتخاباتو ته ژمن دی.
له ولسمشر کرزي سره د مېرمن رايیس د کتنې په مهال په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال ډانفورډ او په کابل کې د امریکا سفیر هم حاضر ول.
جنرال ډانفورډ د افغانانو پر کورونو د حملو د پای ته رسولو په اړه وویل:«ما خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د امنیتي موافقې روحیې او د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونو ته په پام سره عمل وکړي.»
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سوزن رايیس په مشرۍ امریکايي پلاوي د سولې د بهیر په اړه افغانستان ته کومه ژمنه ور نه کړه.
د افغانستان ولسمشر په مشورتي لویه جرګه کې ویلي و چې د افغانستان سوله په لومړي ګام کې د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده. ده ویلي و چې که امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستلو ژمنه ورکړي حاضر دی چې امنیتي موافقه لاسلیک کړي.
د امریکايي چارواکو په وینا مېرمن راييس به په افغانستان کې له دېره امریکايي پوځیانو سره هم وویني.
کابل ته د مېرمن راييس تر رسېدو مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یوې ویندویې کیتلین هایدن وویل:«افغانستان لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت یو تر ټولو مهم لومړیتوب دی. مېرمن راييس به په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو، دیپلوماتانو او د پرمختیايی چارو د ماهرانو له خولې زموږ د هلوځلو او د ۲۰۱۴ کال په پای کې زموږ د جنګي ماموریت د مسوولانه پای ته رسېدا په اړه معلومات واوري.»
نورو امریکايی رسنیو ویلي چې مېرمن راييس د ولسمشر اوباما له لوري د افغانستان له ولسمشر سره د خبرو لپاره کابل ته استول شوې ده.
مېرمن رايیس یوه ورځ وروسته له دې افغانستان ته راځي چې مشورتي لویې جرګې د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه په لوی اکثریت تصویب کړه او له ولسمشر کرزي څخه یې وغوښتل چې هغه ژر تر ژره لاسلیک کړي خو کرزي ویلي، د افغانانو د کورونو د تلاشۍ د پای ته رسېدا او په هیواد کې د سولې د تضمین د ترلاسه کېدا په شرط یې لاسلیکوي.
که امریکایان په افغانستان کی سوله راولی، نو بیا د دوی موجودیت ته څه اړتیا ده؟ نو ځکه امریکایان به کوشش کوی چی په افغانستان کی سوله رنه شی.