ليکوال: دوکتور نوراحمد خالدي
ژباړن: تمهيد سيلاني
لومړۍ برخه
1. تاريخي شاليد
کله چې د انګليسي ښکېلاګرو سياسي استازی، مونتستيوارت الفونستون په ۱۸۰۹ ز کال د شاه شجاع ژمني پلازمېنې ته ورغی، ترڅو  له نوموړي سره د ناپليون د احتمالي يرغل پر وړاندې د يوالي تړون لاس ليک کړي، د کابل د سلطنت کرښې (قلمرو) تر کشمير، پنجاب او سند پورې غزېدلې وې. (الفونستن، ګذارش سلطنت کابل و ملحقات آن در هندوستان، تارتاری و فارس ) په هغه وخت کې د افغانستان دولت د انګليسي ښکېلاک د خپرېدو پر وړاندې، دهند په نيمه وچه کې يو ستر ګواښ ګڼل کېده. د يادونې وړه ده، چې د هندوستان مهاراجوو د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د افغانستان له واکمن (زمان شاه) څخه  د مرستې غوښتنه کړې وه او دې چمتو شوي وو، چې له هندوستان څخه د انګليسي قواوو د اېستلو په بدل کې د افغان ځواکونو مصارف ورکړي. (مراجعه شود به کتاب محمود محمود، تاريخ روابط سياسي انګليس و ایران د رقرن ۱۹، چاپ تهران). له همدې امله انګليسانو د افغاني دولت د کمزوري کولو په پار له رنجيت سنګ سره په پنجاب کې مرسته وکړه، ترڅو رنحيت سنګ  دې  د يو دیوال په شان وي او افغانان ونشي کولی له هنديانو سره د انګليسانو پر وړاندې مرسته وکړي. د داسې يو ديوال شتون انګليسانو ته دا موقع په لاس وکړه، چې لومړی د هند ټولې سولي سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او وروسته د رنجيت سنګ ديوال چې دواړو خواوو ته دښمن ورته په تمه وو، له منځه يوسي او پخپله په کابل کې د يو کمزوري شوي دولت پر وړاندې ودريږي.
پر دې بنسټ له ۱۸۱۸ ز کال وروسته، لومړی په  ( ۱۸۱۸- ۱۸۳۸ ل  ) کال د رنجيت سنګ وسلوال يرغل او وروسته  د انګليسانو د معتددو يرغلونو، چې له هغې ډلې څخه د افغان او نګليس  لومړۍ ( ۱۸۳۸ – ۱۸۴۲ز کال ) او دويمې جګړو( ۱۸۷۹-۱۸۸۲ ز کال ) کې، د سند سيند دواړو خواوو ته د افغاني دولت سيمې د جګړو او د تحميل شويو استعماري ټړونونو(  د جمرود تړون  په ۱۸۵۵ ز کال د امير دوست محمد خان په واکمنۍ کې او وروسته د ګندمګ تړون په ۱۸۷۹ ز کال د امير محمد یعقوب خان په واکمنۍ کې) د افغانستان له خاورې بېل شو. په همدې ارتباط ديادونې وړ بولم چې په لاهور کې د شاه شجاع، رنجيت سنګ او انګليسانو ترمنځ په ۱۸۳۸ ز کال د جون په ۲۶ نېټه، چې په هغه کې د افغانستان متبوعه سيمې په پنجاب کې ورکړې، د اعتبار وړ نه دي. ځکه شاه شجاع په هغه وخت کې د افغانستان برحاله امير او شاه نه ؤ،  نوموړي دا تړون د افغانستان د واکمن په توګه نه، بلکې د سدوزايي کورنۍ د زعيم په توګه لاس ليک کړ دی.
2. د ډيورند تړون
1-3: د ډيورند ټړون لاملونه
 د افغان او انګليس له دويمې جګړې وروسته په ۱۸۸۲ ز کال په شمال کې تر چترال او په جنوب کې تر چمن  پورې سيمې د انګليسي يرغلګرو په ولکه کې وې، چې نوموړې سيمې د برتانوي هند له رسمي قلمروه څخه بهر وې. له کومه ځايه چې د افغان دولت او برتانوي هند ترمنځ په سرحدي سيمو کې نفوذي حوزې کره نه وې،نو د دواړو خواوو د کړکېچ او داختلافاتو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه د ډيورند تړون په ۱۸۹۳ ز کال د امير عبدالرحمن خان او  د برتانوي هندد بهرنيو له چارو وزير، سر هنري مورتمر ډيورند ( Sir Mortimer Durand ) سره په کابل کې لاس  ليک شو. په هغه وخت کې د ۱۸۷۹ز کال د ګندمګ د استعماري تړون په شان، افغانستان د بهرني سياست په چاروکې په برتانوي هند پورې تړلی و.
2-3: د ډيورند دټړون موخه 
د ډيورند تړون، د دوو دولتونو نفوذي حوزې پر هغو قبايلي وګړو ښيي، چې د سند سيند په لويديځوسيمو کې  له چترال څخه  تر بلوچستانه پورې ژوند کوي. دغه سيمې له يوې خوا د رنجيت سنګ او انګليسانو په یرغل کې د افغاني دولت له ولکې څخه وتلې وې، خو په عين وخت له اداري پلوه رسمآ د برتانوي هند ( ۱۹۳۵ ز ) په قلمرو کې شاملې سيمې نه وې. شمال لويديځ سرحدي ايالت  په ۱۸۴۹ ز کال را منځته شو او د ډيورند د تړون له مخې د قبايلو خپلواکې سيمې ( چترال، سوات، دير، باجوړ، خيبر، د وزیرستان کرم) چې برخليک يې ښکاره نه و، وروسته له ۱۸۹۳ ز کال د برتانوي هند او افغانستان د قلمرونو ترمنځ، پرته له دې چې په اداري لحاظ رسمآ د برتانوي هند  په قلمرو کې را دننه شي، د حايل شوې سيمې په توګه د برتانوي هند د امنيتي نفود لاندې شاملې شوې.
اوس بنسټيزه پوښتنه داده، چې ډيورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي او بين المللي سرحد دی؟ د انګليسي سرچينو پر بنست، په ځانګړې توګه پخپله د ډيورند په تاييد، د ډيورند د  تړون  موخه  د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د سرحدي کرښې تعينول نه و، بلکې د سند سيند د لويديځې سيمو ( پر قبايلي سيمو )د دواړو هېوادو  د نفوسو د حدودو د معلوملو په موخه دا دا تړون لاس ليک شوی دی. دا هغه سيمې دي، چې لا تر اوسه د آزدو قبايلي سيمو په نوم ياديږي. له ټولو اړينه خبره داده ،چې پخپله سر هنري مورتمر ديورند، په ۱۸۹۳ ز کال چې د برتانوي هند د باندنيو چارو وزير ؤ او د ډيورند  تړون يې له امير عبدالرحمن خان سره لاس ليک کړ او دا لاس ليک تر اوسه د هغه په نوم ياديږي، دا مني چې ددې تړون موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي کرښې تعينول نه و. ديورند په ۱۸۹۷ ز کال له ايشياتيک کوارتلي جورنال سره وايي: (( هغه ټبرونه چې د هندوستان لوري ته پاتې شوي دي، نبايد هغه د برتانوي هند په قلمرو کې وشمېرو. هغوی زموږ د نفوس لاندې  يوازې د کلمې په تخنيکي ډول راغلي، خو اصلآ خو هغوی د امير د نفوس په سيمو پورې اړوند دي…………….))  همدارنګه د بريتانيکا دایره المعارف ليکي: (( د ۱۸۹۳ ز کال د ډيورند تړون د برتانوي هند او افغانستان د نفوسي سيمې د قانون د پلي کولولپاره ځانګړې کوي او هېڅکله د يو بين المللي تورې کرښې په توګه نه ده منل شوې.))
د ډيورند تړون د اعتبار موده 
د انګليسي دولت دتعامل پر بنسټ، د افغانستان له اميرانو سره د برطانوي هند تړونونه د اړوندو اميرانو سره ځانګړي او شخصي تړونونه ګڼل شوي او د امير په مړيڼې او ياهم له دندې د ګوښه کېدو په صورت کې له اعتبار څخه وځي. له همدې امله که چېرې د هند برتانوي دولت د تړون تمديد د ځان په ګټه نه وی ګڼلی، نو د راتلونکو اميرانو ژمنو ته يې اړتيا نه درلوده. نو له همدې امله انګليسانو په ۱۹۰۵ م کال د امير عبدالرحمن خان له مړينې وروسته د تړون د اعتبار او تمديد په خاطر د امير حبيب الله خان ژمنه ترلاسه کړه او د امير حبیب الله له وژل کېدو وروسته انګليسانو د ياد تړون د دوام په موخه په ۱۹۱۹ م کال د اکست په اتمه نېټه د را ولپنډۍ په تړون کې د امير امان الله خان ژمنه ترلاسه کړه او اعلان يې وکړ چې په بهرنيو چارو کې د افغانستان په بشپړې خپلواکۍ سره زموږ ټول پخواني ټړونونه چې د افغانستان له اميرانو سره مو لاس ليک کړي دي، د اعتبار وړ نه دي او له منځه ځي.
لکه څنګه چې وويل شول، د امير عبدالرحمن له مړينې وروسته امير حبيب الله خان په ۱۹۰۵ م کال د ډيورند د تړون په هکله د خپل پلار ژمنه تائید کړه. د ۱۹۰۵ ز کال په تړون کې چې د اميرحبیب الله خان له خوا لاسلیک شو، د امير عبدالرحمن خان د هغه تړون دوام او تائيد و چې د ډيورند کرښې په هکله يې له برتانوي هند سره لاس لیک کړی و. د دغه تړون په دويم پاراګراف کې ويل شوي«  ما د دغه تړونونو مطابق عمل کړی، کوم يې او وبه يې کړم او په هېڅ معامله کې له هغه سره مخالفت نه کوم.»
متعاقبآ  امير امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان ژمنه او تړون د ډيورند د تړون په هکله، د راولپنډۍ په تړون او اوربند کې په ۱۹۱۹م کال د اګست په اتمه نېټه تائيدوي. مګر د هغه مکتوب پر بنسټ چې د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزیر او د انګليسي هیئتونو ريئس ( سر الفرد همیلتون ګرانت ګرانت) چې د را ولپندۍ تړون د دويم ضميمه په توګه رسمآ علي احمد خان ته چې د افغاني هيئتونو مشر ؤ، لیکل شوی، چې ټول هغه تړونونونه چې د برتانوي هند له لوري د افغانستان له پخوانيو اميرانو سره لاس ليک شوي، له منځه وړل شوي او د اعتبار وړ نه دي.
د را ولپنډۍ تړون ( ۱۹۱۹ م کال د اګست اتمه )
د را ولپنډۍ تړون په خپل ذات کې د يو موقتي اور بند تړون و او تمه کېده چې وروسته به دغه اوربند په کابل کې د دواړو خواوو  تر منځ د دوستۍ د تړون لامل شي.  د راولپنډۍ د تړون متن لیک له توافق وروسته، د افغاني هيئتونو مشر علي احمد خان اعتراض کوي، چې په دغه تړون کې د افغانستان خپلواکۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، ددغه اعتراض پر وړاندې د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزیر او د انګليسي هیئتونو ريئس ( سر الفرد همیلتون ګرانت ګرانت) د افغاني هيئتونو رئيس علي احمدخان ته يو دويم ليک د راولپنډۍ دتړون د ضميمه په توګه ورلېږي او ليکي چې رسمآ دې له تړون سره ور اضافه شي، چې لاندې موضوعات تائيدوي:
انګلستان د افغانستان خپلواکي په داخلي او بهرنيو چارو کې په رسميت سره پېژني.
د انګلستان دولت  له خوا سبسدي يا د پيسو مرسته له افغانستان سره ختمه شوې ده.
ټول هغه تړونونه چې د برتانوي هند له خوا د افغانستان له پخوانيو اميرانو سره ترسره شوي، له منځه تللي او د وسلو واردول د افغانستان لخوا چې دهند له لوري ترسره کېده، پرې بندير ولګېده.
سر الفرد همیلتون ګرانت ګرانت ( sir Alfred Hamilton foreign secretary of India 1914-1919 grant) د برتانوي هند د بهرنيو چارو وزیر او د انګليسي هيئتونو ريئس د را ولپنډۍ د سولې په مذاکراتو کې  ګډون درلود. د افغاني هيئتونو ریاست د امان الله خان د تره زوی ( علي احمد خان ) په غاړه درلود.  يوه ډله مؤرخين د لويي دوپري په ګډون په دې آند دي، چې ګرانت د يو مجربه ديپلومات په توګه په دې وتوانېده چې په  دغه تړون کې د علي احمد خان څخه امتیاز تر لاسه کړ. په ځانګړې توګه د سند سيند د لویديځې سيمې پښتانه له دغه تړون څخه ناخوښه وو. حتا ويل کيږي چې امان الله خان له ياد تړون سره په بشپړه توګه راضي نه و او علي احمد خان يې له دندې ګوښه کړ او له خپل سخر محمد طرزي څخه يې وغوښتل چې د دغو مذکراتو مشري به غاړه واخلي. علي احمد خان نافرجامه برخليک لري، دی د امير حبيب الله کلکاني په امر په ۱۹۲۹م کال په کابل کې د توپ خولې کې وتړل شو او اعدام شو. د را ولپنډۍ د تړون په پنځمه ماده کې، لکه څنګه چې د متوفی امير له خوا منل شوی و، بیا هم تايديږي. ( historical dictionary of Afghanistan, p 465, Ludwig w. adamec)
هېره دې نه وي چې د راولپنډۍ تړون د انګليسانو له لوړ تهديد سره لاس ليک شو. ددغه تړون د لاس ليک په وخت کې د انګلستان تهديدونه په لاندې توګه و:
د جلال آباد اشغال
د افغانستان د بهرني سیاست کنترول د برتانويانو لخوا
د افغانستان د سودا ګریزو لارو بندول
د برتانيا هيواد منل د يو ځواکمن او غوره هېواد په توګه .
د هند د ميسوري کنفرانس ( ۱۹۲۰م ۱۷ اپريل تر ۱۸ جولای )
د را ولپنډۍ تړون په حقيقت کې يو موقتي اوربند و او ويې نشو کولی چې د دواړ خواوو ټولې ستونزې را ونغاړي. د ستونزمنو مسايلو د حل په موخه يو کنفرانس په میسور کې د افغانستاني حکومت د استازو په استازيتوب چې مشري يې د امان الله خان د سخر محمود طرزي په لاس کې وه او د برتانوي هند  له استازو سره  ترسره شو، چې کومې پايلې ته و نه رسېدل.
د ديورند فرضي کرښې هاخوا قبايلو د راولپنډۍ تړون ته د يوه اوربند په توګه ومنله او تمه يې درلوده چې که چيرې انګليسان د افغانستان دولت غوښتنو ته غاړه کښېنږدي، نوجګړه به د دویم ځل له پاره پيل شي. په حقيقت کې يادو غوښتنو ته د رسېدو په موخه يو کنفرانس په ميسور کې جوړ شو، چې بې پايلې پای ته ورسېده.
د افغانستان او انګلستان د دولتونو ترمنځ د کابل د۱۹۲۱م کال تړون 
د ۱۹۲۱ م کال د نوامبر په ۲۲ نېټه، د افغانستان او انګلستان د دولتونو ترمنځ لومړنی تړون دی چې لاس ليک شو. ټول پخواني تړونونه چې د برتانوي هند او د افغانستان له اميرانو سره لاس ليک شوي و، له منځه تلل، نه د افغانستان له دولت سره. نو له همدې امله دا تړونونه د انګلستان لخوا د افغانستان له اميرانو سره ځانګړي يا شخصي تړونونه ګڼل شوي دي، چې د وخت د امير په مړينې او عزل کېدو سره له منځه ځي. د انګليسانو موخه له دې ډول پاليسۍ څخه داوه چې، دوی نه غوښتل ځان پخواني تړون پورې مقيده کړي، بلکې د هر نوي امير په راتګ سره د وخت له شرایطو سره برابر خپله پاليسي پرمخ يوسي او ډېر امتياز ترلاسه کړي.
د ۱۹۲۱ م تړون دويمه ماده،  د ډيورند تړون په هکله د راولپنډۍ تړون د پنځمې مادې تائيد دی.مګر د ۱۴ مادې په مطابق ياد تړون موقتي بلل کيږي او يوازې د درېيو کلونو له پاره اعتبار لري او دواړه خواووې کولی شي، د يو کال مخکې خبرداري په ورکولو سره ياد تړون له منځه يوسي. پر همدې بنسټ لارد بيرکنهد د برتانوي حکومت د مستعمراتو وزیر په ۱۹۲۵م کال، وروسته د درېيو کلونو له ختمېدو د کابل  ۱۹۲۱ م کال د تړون څخه د يو رسمي ياداښت په ليکلو سره د انګلستان پارلمان ته دا تائيدوي: « ياد تړون د درېیوکلونو له پاره د اعتبار وړ و، اوس د درېيو کلونو په تېرېدو او د دواړو خواوو له يو کال مخکې خبرداري څخه د له منځه وړلو وړ دی.»
نور په دويمه برخه کې له کارول شويو ماخذونو سره له لوستلو وروسته ليکنه درسره شير کړئ. مننه (لیکوال)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *