تاند(شنبه، د دلوې ۱۳) د امریکا د قواوو د مرکزي درستیزوالۍ قوماندان جنرال کینټ فرانک مکینزي وايي، په افغانستان کې د ایران فعالیتونه زیات شوي او دې چارې د امریکا او په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو اندېښنې زیاتې کړي دي.

میکنزي په غزني کې د یوې امریکايي الوتکې له غورځېدو وروسته ناببره کابل ته لاړ. ده خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ایران د «مضرو لاسوهنو اندېښمنوونکې لړۍ» ویني.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، مکینزی وویل«ایران تل په افغانستان کې په محدوده پیمانه پټه لاسوهنه کوله، خو اوس ښايي داسې فرصت ځان ته برابر ویني چې د خپلو نیابتي ځواکونو په وسیله زموږ او ايتلافي خواکونو پر ضد اقدامات وکړي، نو موږ اندېښمن یوو.»

مکینزي د جمعې په ورځ د افغانستان درې ورځینی سفر پای ته ورساوه او ویې ویل چې ايتلاف د هر ډول ستونزې د مخنیوي او پر حالاتو د کنټرول لپاره د افغانستان له حکومت سره همکاري کوي.

ده د افغانستان د سفر په لړ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل او د افغانستان او سیمې د امنیتی وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په وروستیو ورځو کې په غزنی کې د امریکا یوه مخابراتي الوتکه ولوېده او لږترلږه دوه پیلوټان یې ووژل شول.

تر دې پېښې مخکې په وروستیو ورځو کې د افغانستان د ملي اردو څو څرخکې وغورځېدې او د امریکايي الوتکې په شان یې طالبانو د ویشتلو ادعا وکړه. د الوتکو پر له پسې لوېدو دا احتمال غښتلی کړ چې ایران د عراق په بغداد کې د قاسم سلیماني د وژلو په بدل کې طالبانو ته هوا ضد توغندي ورکړي دي.

2 thoughts on “جنرال مکینزي په افغانستان کې د ایران پر لاسوهنې اندېښنه ښکاره کړه”
  1. دا هسی بهانی دی، امریکا په هاغه او دغه نوم غواړی چه په افغانستان کی ځان پاتی کړی، او په ملکی افغانانو بمباریانی وکړی، او هم ځمونږ مخور او نور ولسی وګړی د افغان امریکایی صفر یو+صفر دوه+ صفر دری او صفر څلور مجهوله وسله والو لخوا بی له کومی پوښتنی او محکمی ختم، قتل عام او له مینخه یوسی. حتی دغه د صفر په نوم جوړ مجهوله وسله والو څخه ځمونږ ولسمشر هم خبر نه دی، د ملت نماینده ګان په پارلمان کی په هر څه بحث کوی خو نه پوهیږم چه د دغه مجهوله وسله والو په باره کی ولی څه نه وای؟

    که چیرته امریکا په صداقت غواړی چه د افغانستان جګړه ختمه شی، نو ځمونږ ملی اردو او پولیسو ته دی عصری جنګی وسایل لکه جنګی پرمختللی الوتکی، رهبری شوی راکیټونه، ټانګونه، لری ویشتونکی توپونه، اتومات ټوپکونه یا ماشین داره اسلحی ورکړی، که خالص افغان پوځیان او ځوانان دغه جنګ ختم نکړی بل څوک یی نشی ختمولای، خو په ډیر تأسف باید ووایم چه مونږ د نن زمان عصری او پرمخ تللی جنګی وسایل نلرو.

    ښاغلو امریکایانو مونږ د ایرانی اخندانو او تورمخو پنجابیانو څخه مه ډاروي، تاسو یاستی چه پنجابیان مو راته په عصری جنګی وسایلو غښتلی او مجهزکړل. او په مقابل کی مو ځمونږ سکاډ، اوره ګان، لونا، سکربیست، دولس میله، اوبوس، هاوان غرنی او نور توپونه بمارد او ختم کړه، همداسی ځمونږ هوایی جنګی الوتکی،هلیکفتری، رادارونه، دافع هوا، چارمیله، دهشکی اوهمداسی نور وسایل مو راته تباه کړل، زغروال قوی ټانګونه، د ماشین محاریبوی په نوم ټانګونه، زرهیپوش، عسکری جنګی موټری، جیپونه او نور ورته جنګی وسایل مو راته ختم کړل.

    اوس چه کله د روسانو څخه هلیکفتری او نور جنګی وسایل اخلو په هغی هم تاسو بندیز لګولی دی،او تاسو چه کوم هلیکفتری او نور جنګی سامان راکوی؟ یا ډیر زاړه وی او بل ځمونږ د هوا سره اړخ نه لګوی.

    په اخر کی د امریکایانو څخه هیله کووم چه ځمونږ پوځ په نننی عصری جنګی وسایلو سمبال کړی، هم به جګړه پای ته ورسیږی او هم به ایرانی اخندان او څو مخی پنجابیان درته سلامی او هم به بیا افغانستان ته تر ابده په بده سترګه ونه ګوری.

  2. د مخکی تبصری په تعقیب…
    یوه خبره بله چه پدی اخرو ورځو کی په مطبوعاتی خپرونو کی د افغانانو شکونه په امریکایانو زیات شوی دی، هغه دسولی ګډوډ خبرونه دی، ځکه دغی سولی استخباراتی شکل اختیار کړیدی، خلیلزاد طالیبانو ته یو څه وای؟ حکومت ته بل څه وای؟ دافغانستان سیاسونو ته بل څه وای؟ د امریکا خلکو او کانګرس ته بل څه؟ حکومت ته یی بل څه وای؟

    دوهمه خبره د امریکا زور زیاتی او فشار په افغانستان کی په ملکی وګړو دی، په دغه تیره
    اونۍ کی په ملکی وګړو هوایی بمباریی دی چه په زابل، کندوز، بلخ او بادغیس ولایتونو کی یی ماشومان، زنانه او ځوانان په خپلو کورونو کی قتل عام کړل.

    نه پوهیږم چه د امریکایانو هدف به له دغو ړندو بمباریو څخه څه وی؟
    د بشر د حقوقو دفتر شاید دکرونا په وایروس اخته وی، ځکه د دوی انسانی وظیفه ده، دوی باید چپ پاتی نشی،د بشر حقوق باید د ملکی وژونو دغه ډول راپور په کراتو او ځلونو اړوند مرجع ته ورسوی او په عمل کی یی تطبیق او عاملین یی محاکمی ته کش کړی.
    والسلام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *