تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په ټول هیواد کې شاوخوا ۲۰ زرو ښځو ته د چرګانو د روزنې واړه او متوسط فارمونه جوړشوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، دوی پلان لري چې راتلونکي کال ته په ځینو ولایتونو کې د چرګانو د ساتنې ۱۲۰ لوی فارمونه هم جوړ کړي.
هغه زیاته کړې: «روان کال مو ۲۰ زرو ښځو ته د چرګانو د ساتنې واړه او سوداګریز فارمونو جوړ کړي، په راتلونکي کال کې په پلان کې لرو چې په یوشمېر ولایتونو کې ۱۲۰ فارمونه چې هر فارم به له پنځه زره نیولې تر لس زرو قطعو پورې وي، جوړ کړو.»
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د چرګانو ساتنې ملي ټولنې د یوې سروې له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا اته زره د چرګانو د ساتنې لوی او واړه فارمونه موجود دي.