تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: چین کې د کرونا ویروس په تړاو تر اندېښنو وروسته د نورو هیوادونو په څېر د کابل هوایي ډګر کې ورته لازم تدابیر نیول شوي، خو چارواکي وایي، تر اوسه یې هیڅ د کرونا پیښه نه ده ثبت شوې.
د کابل هوايي ډګر کې ډاکټرانو ددې ناروغۍ له خورېدو څخه د مخنیوی لپاره تدابیر نیولي او وایي، هغه مسافر چې له چین هیواد نه افغانستان ته راځي په دقیقه توګه د دوی له لوري معاینه کیږي، خو تر اوسه یې د کرونا کومه پېښه نه ده ثبت کړې.
ډاکتران وايي له چین څخه تېره اوونۍ ۱۷۷ مسافر راغلي خو له چک وروسته یوه یې هم دغه ویروس له ځانه سره نه درلود.
د کابل هوايي ډګر د صحي ټیم مشر ډاکتر الله محمد نوري وايي، که چیرته له چین څخه په راتلونکو مسافرو کې تبه، نفس تنګي او نور علایم ولیدل شي، نو دوی یې له چک کولو ورسته قرنطین کوي او بیا یې د درملنې په هدف اړوندو روغتونونو ته استوي.
شبیر احمد او د نوموړي مېرمن ظاهره چې د چین شانګهای کې محصلان وو، وايي، چې د دغه ویروس په راپیدا کېدو سره دوی له کورونو څخه نه شو وتلی او د چین په اکثره ولایتونو کې په دغه ویروس خلک مبتلا شوي وو.
که څه هم تر اوسه په افغانستان کې د دغه خطرناک وایروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو دغه وایروس ۲۰ هېوادونو ته رسېدلی.
د وروستیو معلوماتو له مخې د دغې ویروس له امله تر اوسه په چین کې ۲۵۹ کسان وژل شوي دي.