تاند- د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن راييس پرون ماښام د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته په زغرده ویلي چې که د امنیتي موافقې لاسلیک وځنډوي امریکا به له افغانستانه  خپل ټول پوځیان وباسي.

کرزي د امنیتي موافقې په اړه د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې سره سره ویلي چې د دې تړون لاسلیک د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته وخت ته ځنډوي.

مشورتي لویې جرګې، چې د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده، له ولسمشر کرزي څخه غوښتي چې د افغانستان او امریکا دوه اړخیزه امنیتي موافقه د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ له یوې اعلامیې سره سم مېرمن راييس افغان ولسمشر حامد کرزي ته وویل:«که امنیتي موافقه ژر لاسلیک نه کړي، امریکا ته به د ځواکونو له ایستلو پرته بل انتخاب پاتې نه شي ځکه چې بیا له ۲۰۱۴ وروسته وخت لپاره پلان نه شي جوړولی او په نتیجه کې به یې متحد ایالتونه او ناټو خپل حضور په افغانستان کې پای ته ورسوي.»

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي:«مېرمن راییس په دې تاکید وکاوه چې د راتلونکي کال له انتخاباتو وروسته وخت ته د لاسلیک ځنډول ګټه نه لري.»

سپینې ماڼۍ ویلي چې کرزي امریکا ته نوي شرطونه ایښي چې یو یې د افغانانو د کورونو د نه تلاشي کولو په اړه دی او بل دا دی چې امریکا دې له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

کرزي د ګوانتنامو له محبسه د افغانانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې وویل، هیواد یې په افغانستان کې شفافو، عمومي، له هرراز مداخلې پرته له خپلې قانوني پروسې سره سم په خپل وخت انتخاباتو ته ژمن دی.

د راپورونو له مخې کرزي پر خپلو غوښتنو لکه د افغانانو پر کورونو د عملیاتو د نه کولو، د سولې د بهیر پر صادقانه پیل (له طالبانو سره) او د شفافو انتخاباتو پر ترسره کېدا ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي استدلال وکړ چې افغانستان د موافقې د لاسلیکولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري څو ډاډ ترلاسه کړي چې امریکا په افغانستان کې د سولې راوستلو ته ژمنه ده او د راتلونکي لمریز کال انتخابات به په خپل وخت او په شفاف ډول کېږي.

له ولسمشر کرزي سره د مېرمن رايیس د کتنې په مهال په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان جنرال ډانفورډ او په کابل کې د امریکا سفیر هم حاضر ول.

جنرال ډانفورډ د افغانانو پر کورونو د حملو د پای ته رسولو په اړه وویل:«ما خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د امنیتي موافقې روحیې او د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونو ته په پام سره عمل وکړي.»

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سوزن رايیس په مشرۍ امریکايي پلاوي د سولې د بهیر په اړه افغانستان ته کومه ژمنه ور نه کړه.

ښاغلي کرزي د مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک ته په اشارې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه باید په دغه پرېکړه لیک کې یاد شوي وړاندیزونه او غوښتنې لکه د ګوانتنامو له محبسه د افغان بندیانو خوشي کېدا ومني.

5 thoughts on “امریکا له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پټکه وکړه”
  1. جنرال ډانفورډ د افغانانو پر کورونو د حملو د پای ته رسولو په اړه وویل:«ما خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د امنیتي موافقې «روحیې او د مشورتي لویې جرګې وړاندیزونو ته په پام سره عمل وکړي.

    چې څرګند مواد موجود وي، (روحیه )څه معنی لري؟ دوی د پښتنو پروینو لا ماړه نه دي! له دې څرګندیږي چې تړون د لیوانو تر منځ د پسونو پر ویش دی، بیه به یې د امریکا زیارکښ ولس په خپلو پیسو او افغان بې وزله ولس به یې په خپلو وینو پریکوي او ګټه یې یوازې د امریکا جګړه ګټو کړیو او په افغانستان کې جنګي جنایتکارانو، ادمکشانو، جاسوسانو او لویو غلو ته رسیږي.

  2. بله بې ادبي یې دا وه چې د جمهور رییس په وړاندې ناسته وه او یوه پښه یې په بله اړولې وه. آیا د امریکایي ډپلوماسۍ کومه برخه ښیي که څه؟

  3. نه پو هیږم دا کوم ډول سیاست ده ختما؛ دپردی تر شا بل څه دی کرزی لویه جرګه را غواړی ولی پر یکړی نه منی دا دمره غټ غټ مصارف کرزی له خپل جیب شخصی پیسو نه کړیدی؟ یا دملت دجیب نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *