تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو حکم صادر کړی او له باندنیو چارو وزارت څخه یې غوښتي چې په دغه وزارت کې دې د اصلاحاتو لړۍ ژر تر ژره ودروي او له مقرریو یا هم منفکیو دې ډډه وکړي.
د حکم په نوم دغه پاڼه کې راغلي چې د ملي یووالي د حکومت هوکړې ته په پام د باندنیو چارو وزارت ته امر کېږي چې په دې حساسو شرایطو کې دې د اصلاحاتو په نوم په مرکز او باندنیو څانګو کې ګمارنې نه کوي.
عبدالله عبدالله خپل دفتر او د وزیرانو شورا دارالانشا ته هم امر کړی چې په دغه وزارت دې څارنه وکړي او د هر ډول مقرریو مخنیوی دې یې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله ټیم په دې وروستیو کې له ارګ سره په دې هم جنجال پیل کړی چې هارون چخانسوري یې ولې سیاسي معین او سرپرست وزیر ټاکلی دی؟
سپيدار ماڼۍ وايي، ډیر ژر به د باندنیو چارو وزارت ته خپل کس معرفي کړي او په دې اړه د ولسمشر لخوا د ټاکلي کس مقرري نه مني.
دا په داسې حال کې ده چې پر اجرائیه ریاست تورونه دي چې تل یې د حکومت لخوا د اصلاحاتو د راپیل کړې لړۍ د خپلو اشخاصو د برطرفۍ له کبله له ستونزو سره مخ کړې ده.
ډير د ډيران چټله پشی دې له ځان جوړ کړی کور دې وران او همکاران سره له تا دې بېخ او ريښه ورکه سه د غلام بچيه، تاته خپله د بل په ډالرو نيکټايي او ولس ته په دې
باريک وخت کې ستا ډله مهمه ده خپله اډوکي د بل ټه غوښه کې ويني خائنه.
په افغانستان کې د باندینیو چارو وزارت د داکتر عبدالله شخصي ملکیت دی ، هلته باید د دوي شخصي حریم ته احترام وشي. دلته باید د شمال ټلوالې خصوصا د پنجشیر او پروان دریوران ، پنچرمینان او د دوي خپلوان مقرر شي . په سیاسي او قونسلي نمایندګیو هم انحصار ولری او له هغې لارې د خپل ګروپ په ګټه تبلیغات وکړي. اوس
غواړی د محمود صیقل په شان یو لنډغر د دغه حساس او مهم وزارت د سرپرست په توګه وټاکي . که څه هم د ولسي جرګي د یو زیات شمېر غړو اولادونه او خپلوان په باندینیو چارو وزارت کې مقرر شویدي ، خو دا باید خپله ملي او ایماني دنده وبولي چې هلته د اصلاحاتو د راتلو او د ډاکتر عبدالله د مخالفت ، سرتنبګي او سپین سترګۍ مخه ونیسي.
ګومان نه کوم چې دا وړۍ دوی شړۍ کړي . د ډاکتر عبدالله دا لجاجت د دې باعث شو چې د تېرو څلوېښتو کلونو جنګ او وراني په دوام دا تېر پنځه کاله یو طلایي فرصت هم په اوبو لاهو شي.
ډاکترعبدالله باید پوه شی چه ددی نه وروسته د دولت مامورین په اهلیت راځی نه په سفارش او ډله بازیو . دولت سهامی شرکت نه دی ، دولت یوه اداره ده چه د اهلیت او ظرفیت په اساس بشری قوه په کښی استخدام کیژی . دغه د سهامی شرکت تصور د کرزی د دوری دحکومت تعریف ؤ ، هغه وخت کی داکتر عبدالله وزیر خارجه ؤاو دبن د کنفرانس نه وروسته دافغانستان موقتی حکومت دیوه سهامی شرکت په شکل جوړ شو او تر ۲۰۱۴ کال پوری یی دوام وکړ ، نور نو بس دی د تغیر او تحول او توسعی اصل باید داکتر عبدالله ومنی ، جامعه او یو حکومت همیشه په یوه حالت نه پاته کیژی ، باید مثبت بدلون او انکشاف خواته حرکت ولری ، کوم حرکت چه اشرف غنی یی غواړی ، چه د افغانستان حکومت اودولت د فساد نه باید خالی شی، با اهله او باظرفیته نیروی بشری د نا اهله او فاسدی بشری قوی په ځای را منځ ته شی ، موازی ادارات ادغام شی او یا حداقل اختصار شی ، معاشات توازن ومومی ، افراط او تفریط په معاشاتو کی محو شی ، همدا راز تورم پرسونل اصلاح شی او….. دغه اصلاحات اشرف غنی غواړی او دافغانستان په ګټه دی او دملت تاریخی غوښتنی دی .
که رښتیا خبره وشی هغه داچه د کرزی دوخت ټول لوړرتبه چارواکی د کرزی او ډاکتر عبدالله په شمول ضرورت لری چه یو دوه کاله حد اقل د اشرف غنی نه د ښی حکومت داری ، ملی مدیریت ، او د ملی رهبری ، موفقه حکومت ، د بین المللی اړیکو او داسی نورګن شمیرموضوعاتو کی د زده کړی دپاره د ډاکتر اشرف غنی شا گردی وکړی .
تاسی اکثرآ د مسلک خلاف په دولتی وظایفو کی لګیا اشخاص غواړی په دولت کی دوام داره غټی دندی په لاس کی ولری دا غوښتنی خو نه د افغانستان اساسی قانون منی او نه هم دافغانستان ملی منافع آو نه هم منطق دا ایجابوی ، باید چه هر څوک د خپل مسلک ، تحصیل ، او کاری لاسته راوړنو په اساس مسؤلیت پذیره اوسی . د وزارت خارجه لاسته راوړنی ،د خدماتو کیفیت ، دپرسونل د سواد ، مسلک او تجربی سطحه هم معلومه ده ، د فساد اداری وضعیت هم واضح دی ، ډاکتر اشرف غنی غواړی چه دغه ستونځی حل کړی نه تنها په وزارت خارجه کی بلکه په نورو وزارتونو کی هم ، او دادده صلاحیت دی ، نو دهغه د دغه هلوځلو په مقابل کی دریدل د افغانستان د ملی منافعواو اساسی قانون په مقابل کی دریدل دی ، بهترهده چه داکتر عبدالله نور د لنډه غرو ملګرتیا پریږدی ، هغه لنډه غر چه کله دده په زړه چوکی ورته په لاس نه ورځی نو بیا د کابل نه وزی یوه ولایت ته ځی ترڅو عامه خلک د حکومت خلاف وپاروی ، او څنګه چه د افغانستان خلک اوس ډیر بیداره دی دا پارونی هم نتیجه نه ورکوی او بیا بیرته کابل ته سر ښکته راګرزی . باید د تغیر اصل ومنل شی ، د افغانستان ملت هغه د ۴۰ کلونو مخکی ملت نه دی ، دا تش د ادعا په بنا سیاسیون یی هریو جدا ډیر ښه تللی دی ، چه څوک ملی منافعو ته ژمن دی او څوک خپل شخصی ګټو ته
حمیدګل: افغانستان اکاډیمیک ته نه بلکې جنګي مشر ته اړتیا لري
http://www.taand.com/archives/26732
http://www.taand.com/archives/143664
عبدالله: پاکستان مو یو ښه ګاونډی هیواد دی
http://www.taand.com/archives/143114
محقق، قانوني، کرزي او عبدالله سوله کې د غني د دریځ پر ضد پټه غونډه کړې
http://www.taand.com/archives/142981
غني: کرزی او عبدالله د سولې طرحه نه لري، فقط نیوکې کوي
http://www.taand.com/archives/142074
عبدالله د سلیماني په مرګ د خواشینۍ لپاره د ایران سفارت ته ورغلی
http://www.taand.com/archives/142922
د ایران دولتي اژانس په افغانستان کې د سلیماني له مالي او تسلیحاتي ملاتړه برخمنې ډلې افشا کړې
http://www.taand.com/archives/142908
ټرمپ او عمران خان پر افغانستان خبرې وکړې
http://www.taand.com/archives/142978
غني: طالب مشران په میلیونرانو بدل شوي، که نظام چپه کوي پر ضد یې درېږو
http://www.taand.com/archives/142981
غني: کرزی او عبدالله د سولې طرحه نه لري، فقط نیوکې کوي