تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: د غور ولایت امنیتي چارواکي وايي، طالبانو ۴ خره په ډزو وژلي او د دغو خرو څلور مالکان یې برمته کړي دي چې افغان ځواکونو ته یې اکمالات رسول.
د غور ولایت امنیه قومندان حبیب الله راجي تاند ته د تلیفون په لیکه وویل، طالبانو د دې ولایت په چارسدې ولسوالۍ افغان ځواکونو ته په اکمالاتو بار څلور خره وژلي او په خرو پسې روان درې ماشومان او یوه مېرمن یې برمته نیولې ده.
نوموړی وايي، پر دغو خرو باندې افغان ځواکونو ته خوراکي مواد بار وو چې د دغو خرو مالکه مېرمن یې له دریو ماشومانو سره قلایګر سیمې ته برمته وړې ده.
نوموړی وايي، دا میرمن او ورسره برمته شوي درې ماشومان د چارسدې د منګ کلي اوسېدونکي دي چې د دولت طرفدار کلی دی.
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
تاسو له دی حرمونو پاکستانی دلالانو د تشنج د کمولو توقع لری. یوه دله چی تر خره یی شعور کم دی او خره وژنی له هغو سره خبری په قرآن که نتیجه ورکري. دا هسی د سپی زمان دی والله که یی په سمه روالی
د نړی او زموږ د ۹۹۹۹۹۹۹۹ کلن زرین تاریخ د ( عجائبو ) د کلکسیون په وِترین کی د پرتو مجسمو د ویاړونو او افتخاراتو غاړه نوره هم جګه سوه
او
دادی
د مظلومو او مطیعو خرونو په افکارو کی هم د بدلون د راوستو پروسه بریالی سوه
انسان خو څه کوی ، چه حتی په لارو حیواناتو ته هم طالب کمین نیسی اووژنی یی . که چیری د افغانستان امنیتی قواوی د افغانستان نه دفاع ونکړی ، خو واضح ده چه طالب د وطن د امنیت دښَمن دی ، د وطن ددفاعی او امنیتی قواو دښمن دی ، طالب دیوی خوا تروریست دی او دبلی خوا قطاع الطریق چه لاری نیسی او د قطاع الطریق حکم او جزا به شریعت کی واضح ده یایی وژل او یا یی لاس او پښی قطع کول دی . نن چه طالب لاری ونه نیسی نو څوک به یی نیسی دا خو دده د بادارروزنه ده کوم چه طالب ته وسله ، مین ، بمب او روپی ورکوی .
البته طالبانو په ماضی او اوس که ثابته کړی چه ددولت داری او حکومت داری لیاقت نه لری ، نه نظام جوړولای شی ، نه یی ساتلای شی ، نه یی د ملی اردو د جوړولو هنردرلود او نه یی د ملکی ادارو . ددوی د امارت په دوران کی به په هر وزارت ، معینیت ، ریاست ، ولایت ، قوماندانی امنیه ، امنیت ملی او ملی اردو کښی به د مدرسو طالبانو او اخندانو په چوکیو قبضه لګولی وه چه په هیڅ ډول یی ددغه حکومتی مقاماتو مسلکی زده کړی نه درلودی ، دصحت عامی وزیر به په عوض د ډاکتر یو طالب او یا یو ملا ؤ . هغه متل دی: میم زرما ټول دما ! یوه مهمه وجه همدغه وه چه تش په نامه دامارت تپلی نظام ناکام اود همیش د پاره د رخصت شو !