تاند، دوشنبه، د دلوې ۱۴مه: ارګ په باندنيو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د درولو په اړه د اجرايیه رئیس عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په تړاو ویلي په ياد وزارت کې له اصلاحاتو موخه د ډیپلوماسۍ د دستګاه پیاوړي کول دي.
د ولسمشرۍماڼۍ وياند لطيف محمود وایي، د دپلماسۍ دستګاه د پیاوړتیا لپاره دا کار د ولسمشر د واکونو په اډانه کې کېږي.
نوموړى په يوۀ غږيز پيغام کې وايي”ولسمشر د دولت په راس کې دى.”
دا په داسې حال کې ده چې عبدالله د یوه حکم په ترڅ کې د افغانستان په باندنیو چارو وزارت کې، د دۀ په ويناپه بېړه د ترسره کېدونکو اصلاحاتو د درولو غوښتنه کړې ده.
په دې حکم کې راغلي چې د ملي یووالي د حکومت هوکړه لیک په اساس او د ټاکنو په دې حساس وخت کې چې پایلې يې لا نه دي اعلان شوي، د باندنیو چارو وزارت باید په مرکز او نورو سیاسي استازولیو کې له ګمارنو نه په جدي ډول ډډه وکړي.
په دې وروستیو کې ولسمشر غني، هارون چخانسوري د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د وزارت سرپرست وټاکه چې د عبدالله ډلې یې له منلو انکار کړی او وایي، ژر به خپل وزیر د باندنیو چارو وزارت ته وګمارو.
خو ارګ بیا د صلاح الدین رباني له استعفی وروسته په باندنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو د یوې ظرحې په پلي کولو کار روان کړی چې له مخې به یې د افغانستان له ټولو سیاسي نمایندګیو نه نږدې ۱۸۰ کسان له دندو لرې شي.
ارګ په دې نظر دی چې یاد وزارت د استعداد په مټ ګمارنې نه دي کړي او نه هم موثر سیاست جوړولی شي.
ډاکترعبدالله باید پوه شی چه ددی نه وروسته د دولت مامورین په اهلیت راځی نه په سفارش او ډله بازیو . دولت سهامی شرکت نه دی ، دولت یوه اداره ده چه د اهلیت او ظرفیت په اساس بشری قوه په کښی استخدام کیژی . دغه د سهامی شرکت تصور د کرزی د دوری دحکومت تعریف ؤ ، هغه وخت کی داکتر عبدالله وزیر خارجه ؤاو دبن د کنفرانس نه وروسته دافغانستان موقتی حکومت دیوه سهامی شرکت په شکل جوړ شو او تر ۲۰۱۴ کال پوری یی دوام وکړ ، نور نو بس دی د تغیر او تحول او توسعی اصل باید داکتر عبدالله ومنی ، جامعه او یو حکومت همیشه په یوه حالت نه پاته کیژی ، باید مثبت بدلون او انکشاف خواته حرکت ولری ، کوم حرکت چه اشرف غنی یی غواړی ، چه د افغانستان حکومت اودولت د فساد نه باید خالی شی، با اهله او باظرفیته نیروی بشری د نا اهله او فاسدی بشری قوی په ځای را منځ ته شی ، موازی ادارات ادغام شی او یا حداقل اختصار شی ، معاشات توازن ومومی ، افراط او تفریط په معاشاتو کی محو شی ، همدا راز تورم پرسونل اصلاح شی او….. دغه اصلاحات اشرف غنی غواړی او دافغانستان په ګټه دی او دملت تاریخی غوښتنی دی .
که رښتیا خبره وشی هغه داچه د کرزی دوخت ټول لوړرتبه چارواکی د کرزی او ډاکتر عبدالله په شمول ضرورت لری چه یو دوه کاله حد اقل د اشرف غنی نه د ښی حکومت داری ، ملی مدیریت ، او د ملی رهبری ، موفقه حکومت ، د بین المللی اړیکو او داسی نورګن شمیرموضوعاتو کی د زده کړی دپاره د ډاکتر اشرف غنی شا گردی وکړی .
تاسی اکثرآ د مسلک خلاف په دولتی وظایفو کی لګیا اشخاص غواړی په دولت کی دوام داره غټی دندی په لاس کی ولری دا غوښتنی خو نه د افغانستان اساسی قانون منی او نه هم دافغانستان ملی منافع آو نه هم منطق دا ایجابوی ، باید چه هر څوک د خپل مسلک ، تحصیل ، او کاری لاسته راوړنو په اساس مسؤلیت پذیره اوسی . د وزارت خارجه لاسته راوړنی ،د خدماتو کیفیت ، دپرسونل د سواد ، مسلک او تجربی سطحه هم معلومه ده ، د فساد اداری وضعیت هم واضح دی ، ډاکتر اشرف غنی غواړی چه دغه ستونځی حل کړی نه تنها په وزارت خارجه کی بلکه په نورو وزارتونو کی هم ، او دادده صلاحیت دی ، نو دهغه د دغه هلوځلو په مقابل کی دریدل د افغانستان د ملی منافعواو اساسی قانون په مقابل کی دریدل دی ، بهترهده چه داکتر عبدالله نور د لنډه غرو ملګرتیا پریږدی ، هغه لنډه غر چه کله دده په زړه چوکی ورته په لاس نه ورځی نو بیا د کابل نه وزی یوه ولایت ته ځی ترڅو عامه خلک د حکومت خلاف وپاروی ، او څنګه چه د افغانستان خلک اوس ډیر بیداره دی دا پارونی هم نتیجه نه ورکوی او بیا بیرته کابل ته سر ښکته راګرزی . باید د تغیر اصل ومنل شی ، د افغانستان ملت هغه د ۴۰ کلونو مخکی ملت نه دی ، دا تش د ادعا په بنا سیاسیون یی هریو جدا ډیر ښه تللی دی ، چه څوک ملی منافعو ته ژمن دی او څوک خپل شخصی ګټو ته ؟