تاند- د نویو قاتېدونکو سامسونګ موبایلونو په تازه راوتلې ویدیو کې ښکاري چې دا موبایل د لاس په رغوي کې ځایږي.
د بن ګسکین په نوم د ټویټر یوه کاروونکي د سامسونګ د دې موبایل، چې (Galaxy Z Flip) نومېږي، ویدیو خپره کړې ده.
کله چې دا موبایل قات شوی وي، د پخوانیو قانېدونکو موبایلونو په شان کوچنی ښکاري او سکرین یا شیشه یې هم وړه معلومېږي خو چې پرانیستل شي، سکرین یې غټېږي.
دا موبایل دوې کمرې شاته او یوه مخته لري.
ویل کېږي چې سکرین یې ۶ اعشاریه ۷ اینچه دی او ۹ ګیګابایټه رم لري.
د سامسونګ د دې موبایل، چې لا بازار ته نه دی راوتلی، میموري یا حافظه ۲۵۶ ګېګابایټه ده.