تاند- (سې شنبه، د دلوې ۱۵) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروستۍ پایلې به سبا (چهارشنبه) اعلان کړي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویندوی قاسم الیاسي د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل، د شکایتونو په اړه په سلو کې ۵۰ پرېکړې شوي او یوه ورځ نوره هم پکار ده چې ټول کار بشپړ شي.
الیاسي په یوه خبري غونډه کې وویل«ټولې پرېکړې له قانون، اصولو او پروسیجر سره سمې شوي دي.»
د افغانستان د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ابتدايي پایلو پر اساس اوسنی ولسمشر اشرف غني بریالی شوی دی.
لومړنۍ پایلې د مرغومې میاشتې په لومړۍ اعلان شوې چې له مخې يې محمد اشرف غني څه باندې ۹۲۳ زره ( ۵۰،۶۴ سلنه) او ښاغلي عبد الله څه باندې ۷۲۰ زره ( ۳۹،۵۲ سلنه ) رایې خپلې کړي دي.
د عبدالله عبدالله انتخاباتي ډله تمه لري چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به ډېرې رایې باطلې کړي او انتخابات به دوهم پړاو ته وغځوي خو د اشرف غني د دولت جوړوونکې ډله ځان بریالی بولي او فکر کوي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د څېړنو په نتیحه کې به یې رایې نورې هم زیاتې شي.
دریاست جمهوری د ۱۳۹۸ انتخایاتو نهایی نتیجه ته ټول ملت په ډیره تنده منتظر دی تر څو د خپلو رایو نتیجه وګوری ، ددولت رهبری ، ددولت ملکی او نطامی اداری په اطمنان سره خپلوانکشافی پروګرامونو ته دوام ورکړی ، سرمایه ګذاری په مملکت کی دا طمنان په فضا کی تشویق شی او د منطقی او جهان ملکونه هم د افغانستان د اسلامی جمهوریت سره په خپلو دیپلوماتیکو اړیکو او همکاریو کی دلازم اطمنان نه برخورداره شی . نو د انتخاباتو د مستقل کمیسیوناو د انتخاباتو د شکایاتو د کمیسیون جدیت او سرعت کارته ملت په انتظاردی ، خدای (ج) دی وکړی چه ددی نتایجو په اعلانولو کی نور ځنډ رانشی ، او دجمهوریت داصولو سره لازمه ده چه ټول د ریاست جمهوری نامزدان موفق رئیس جمهورته مبارکی ورکړی ، او دافغانستان په انکشاف او آبادی کی د آینده حکومت سره همکاری وکړی ، گیلی او نارضایتی ددی نه وروسته هم دملت په وړاندی او هم د منطقی او دنیاوالو په وړاندی شرم دی .
بالآخره دا مملکت په دغه مقطع د تاریخ کی یو قوی رهبری او یوه قوی رئیس جمهور ته ضرورت لری نه څورئیس جمهوران