تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: د سرپل ولایت په توحید اباد کې یو ځايي سپین ږیري حاجي غلام حیدر خپله ۲ زره متره مربع ځمکه د یو ښوونځي د جوړېدو لپاره وقف کړه.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت تاند ته وايي، دغه کس ژمنه کړې چې خپله یو جریب نوره ځمکه به پلوري او پيسې به یې د پوهنې وزارت ته ورکوي، تر څو دغه ښوونځی پرې جوړ کړای شي.

نوموړې وايي، حاجي غلام حیدر تېره ورځ د سرپل د پوهنې ریاست ته ورغلی و او د خپلې ۲ زره متر مربع ځمکې مالکیت یې د دوی ځايي مسوولانو ته سپارلی دی: (( دغه ځمکه دوه میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د حاجي غلام حیدر په نوم لومړنی ښوونځی به په کې جوړ کړای شي، په دې ښوونځي کې به ۵۰۰ نجونې او هلکان سبقونه وايي.))

د اغلې نزهت په خبره د توحید اباد کلي خلو به خپل اولادونه د ښوونځي د نشتوالي له کبله ډېر لرې ځای ته د زده کړو لپاره استول چې اوس به دا ستونزه حل شي.

دا په داسې حال کې دهچې د پوهنې وزارت ۱۳۹۷ کال له پوهنې د ملاتړ کال اعلان او د دې په تعقيب سره يې د ۱۳۹۷ او ۱۴۰۹ تر منځ کلونه د پوهنې لسيزه اعلان کړه او له هېوادوالو يې وغوښتل د پوهنې د ستونزو په حل کې برخه واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *