تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټي کې څلور نوې فابریکې پرانیستل شوې.

د ده سبز صنعتي ښارګوټي مسوولان وايي، دغه فابریکې به د بیټریو، تیزابو، د بریښنا د پایو او خوړو د تولید په برخه کې تر ډېره د افغانانو تر لاس سپک کړي.

د ده سبز د صنعتي ښارګوټي مشر محسن امیري وايي، دغو فابریکو په داسې حال کې فعالیت پیل کړی چې تر دې وړاندې ۲۵ نورو فابریکو هم په یاد ښارګوټي کې فعالیت درلود.

د کابل ده سبز صنعتي ښارګوټی د ۱۵۰۰ فابریکو ظرفیت لري چې ورته ۳ سوه جریبه ځمکه توزیع شوې ده.

One thought on “افغانستان به له دې وروسته بیټرۍ، بریښنا پایې او تېزاب په کور دننه تولیدوي”
  1. دغه څیرې ته چې ګورم هسې نه چې د ژیړو بوشکو وطني تولید وي، له اخوا یې راتیرول ډیر وخت نیسي هههههه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *