تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: افغانستان د هوایي دهلیز له لارې د روان کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې ګڼو هېوادونو ته د ۱۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت صادرات لرل او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي رسنیو ته ویلي چې روان کال د هوایې دهلیز له لارې ښه صادرات لرو چې یوازې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي ګڼو هېوادونو ته صادر شوي او د روان کال تر پایه به دغه لړۍ لا هم چټکه شي.
د احمدي په وینا دغه صادرات چې ۵۴۰ مټرک ټنه وو، تېره میاشت د ۸۵ پروازونو له لارې ګڼو هېوادونو ته لیږل شوي دي.
احمدي زیاته کړې ده چې دغه صادرات تر ډیره چين، هند، امارات، ایټالیا، فرانسه، بلجیم، سویډین، سویزرلینډ، نیدرلینډ هېوادونو ته صادر شوي دي.