تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: د کرنې وزارت وايي، د طبیعي سرچینو د تنظیم د نوې پالیسۍ له مخې یې د ځنګلونو د ساتنې او بیا احیا پروګرام راپيل کړی چې ورسره به د پستې ځنګلونه لا پراخ کړي.
د دې وزارت د ځنګلونو رئیس محمد امان امانیار تاند ته وویل، راتلونکی کال به یوازې د بادغیس د شکوفان نعمتي فارم څخه سل زره د پستې نیالګي په بڼوالانو وویشي.
نوموړی وايي، روان ۱۳۹۸ کال کې یې هم وزارت د بادغیس په ابکمري، مقرو، قلعه نو او قادس کې ۱۶۰ هکټاره ځمکه د پستې په نیالګیو پوښلې ده او دا پروګرام به همداسې دوامداره وساتي.
افغانستان د پستې له پلوه مهم صادراتي هیواد دی چې د حکومت د رسمي شمېرو له مخې یې تېر کال ۲۳۳ اعشاریه ۶ ټنه پسته تولید کړې او ۱ اعشاریه ۵۷ میلیونه ډالر ګټه یې ترې ترلاسه کړې وه.
خو په دې وروستیو کې چې د پستې ګڼ ځنګلونه وهل شوي دي، حکومت اړ شوی تر څو په اړوندو سیمو کې بیا دغه ځنګلونه احیا کړي او وده ورکړي.