تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: طالبانو د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د سولې تړون کې دوی نه بلکې د امریکا او افغان حکومت تر منځ د نظر اختلاف ځنډ راوستی دی.

مایک پامپیو ازبکستان ته د خپل سفر په جریان کې پرون وویل چې له طالبانو سره موافقه نږدې وه خو طالبانو د تاوتریخوالي کمولو لپاره اراده یا ظرفیت نه درلود.

اوس د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ویلي چې د سولې پروسه د ټرمپ ټویټ او د کابل و امریکا اختلافاتو ځنډولې ده: ((ښاغليه پامپیو د خپل بام واوره زموږ په بام مه را اچوه، زموږ دریځ اصولي دی او موږ د مقابل لوري په څیر متزلزل نه یوو.))

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد درې ورځې مخکې په کابل کې وویل چې هغه له طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

امریکا او طالبان سولې ته د رسیدو لپاره له یو کال راهیسې خبرې کوي او تر دې دمه د دواړو لوریو تر منځ یوولس پړاوه مذاکرات شوي دي.

One thought on “طالبان: د کابل او واشنګټن اختلافاتو سوله ځنډولې”
  1. نه خیر ، داسی نه ده ، د طالبانو دا دلیل څوک نه منی چه د کابل او امریکی ترمنځ اختلافات د طالبان او امریکا مذاکراتو نتیجه ځنډولی : لمر په دوو ګوتو نه پټیژی ، حقیقت اوواقعیت دادی چه طالب چارواکی د اشرف غنی د اوربند چلنج وارخطا کړی او هیڅ ځواب نلری ، نو په عوض کی مختلفی غیر منطقی بهانی مطرح کوی لکه د خشونت را کمول د مذاکراتو دوه پړاوه او داسی نور. که رښتیا طالب چارواک د اسلامی شریعت د تابعداری خبری کوی ، د افغانستان د ملت خبری کوی نو باید د صلحی د پاره چه د افغانستان ددولت او طالبانو په منځ کی باید راشی په خپله اراده کی صداقت ثابت کړی ، هغه وخت به دا صداقت ثابت شی چه د طالبانو او د افغانستان د دفاعی او امنیتی قواوو تر منځ چه روزمره په سلګونو افغانان وژل کیژی ، مکمل اوربند او ډزبندی وکړی او بیا د ډزبندی سره جوجت د صلحی خبری د افغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ شروع شی . موږ نه پوهیژو چه طالبان صلحه په آمریکا کی غواړی او که په افغانستان کی ، که په افغانستان کی د صلحی اراده او هوډ لری نو باید د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبری سره اول د ډاکتر اشرف غنی اوربند ته مثبت ځواب ورکړی . ډیره واضحه او ساده خبره ده ، ولی طالبان دا یو کال کله اسلام آباد ته کله کویټی ته کله مسکو ته او کله هم …… ته د مشورو د پاره منډی وهی او په غیر افغانی مشورو او کمیشنکاریو وخت ضایع کوی ، خو د افغانستان ملت ته په میډیا کی بیا نوری بهانی جوړوی ، چه ګواګی ددوی مذاکرات د امریکا سره خو د کابل او واشنګټن د اختلافاو په وجه تراوسه نتیجه نه ده ورکړی ، داسی نه ده اوس ددوی په جګړیزتجارت خلک ډیر ښه پوهیژی . میډیا ته خوبه دغه بهانی وړاندی کړی ، د خدای ( ج) ځواب به څنګه ورکوی ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *