تاند- له یوې تازه څېړنې سره سم د سپورټ لپاره مهمه نه ده چې د چا عمر څومره وي. د دې څېړنې پراساس، چې په بریتانیا کې شوې ده، په زیات عمر ورزش د انسان دماغي اختلالات او ګڼې نورې ناروغۍ کموي.
دا څېړنه په درې نیم زره متقاعدانو باندې شوې او پایلې یې د بریتانیا په سپورتي ژورنال (بریټش جرنل اف سپورټس) کې خپرې شوي دي.
په څېړنه کې ویل شوي چې هغه انسان چې سپورت کوي، نسبت هغه یوه ته چې نه یې کوي اته کاله زیات روغ یا صحتمن ژوند کولی شي.
په څېړنه کې ویل شوي چې ورزش د زړه، ګوزڼ، قند، الزایمر او ډیپرېشن په شان ناروغیو خطر کموي.
د بریتانیا په سپورټي ژورنال کې دا هم ویل شوي چې دا څېړنه د اتو کلونو په لړ کې شوې او په دې موده کې څرګنده شوې چې تر ټولو صحتمن کسان هغوی ول چې منظم سپورت یې کړی دی.
څېړونکي هغو کسانو ته چې تراوسه یې سپورت نه دی کړی، سپارښتنه کوي چې له ننه یې شروع کړي ځکه چې دوی پر هغو کسانو هم څېړنه کړې چې پخوا یې ورزش نه کاوه خو له کله چې یې پیل کړی دی د هغوی په روغتیايي وضعیت کې یې زیات توپیر لیدلی دی.