تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۷مه: امریکايي نیوزویک مجلې خبر ورکړی چې طالبانو په افغانستان کې یو امریکايي انجینر او قراردادي برمته کړی دی.
نیوزویک ته یو امریکايي چارواکي ویلي چې مارک فریچس سیول انجینر و او د امریکايي پوځونو د اکمالاتو په برخه کې به یې تړونونه کول، خو اوس د ډیورنډ کرښې ته څېرمه له خوست ولایت څخه د طالبانو لخوا تښتول شوی دی.
امریکايي چارواکو نه دي ویلي چې ښاغلی فریچس څه ډول برمته کړای شوی دی؟ او نه هم طالبانو د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه اخیستی، خو امریکايي لوري یې مسوولیت پر حقاني شبکې ور اچولی دی.
راپور وايي، د امریکا استخبارات، دفاع وزارت او د باندنیو چارو وزارت د دغه امریکايي قراردادي د راخوشې کولو لپاره هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه میاشتې وړاندې طالبانو د امریکايي پوهنتون دوه برمته کړي استادان چې یو یې استرالیايي او بل یې امریکايي وو، له واشنګټن او کابل سره د دریو بندیانو د تبادلې په معامله کې راخوشې کړل.