تاند- د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، د حقاني شبکې یوه انتحاري ډله یې، چې غوښتل یې په کابل کې حملې وکړي، په پغمان ولسوالۍ کې نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د حقاني ډلې غړي یې، چې غوښتل یې د لویې جرګې په ورځو کې بریدونه وکړي، په هماغه ورځو په داسي حال کې ونیول چې هغوی هیڅ راز مقاومت ونه کړای شو.
ملي امنیت د نیول شوې ډلې د درو تنو نومونه یاد کړي او ویلي یې دي چې له هغوی سره یې د ځانوژنکو حملو ۳ واسکټونه، درې سپکې وسلې، ۹۰۰ مرمۍ، ۳ راکټ اندازونه، ۳۶ لاسي یمونه، یو موټر او یو شمېر نور مهمات نیولي دي.
تر دې مخکې هم ملي امنیت د لویې جرګې له دایرېدو سره په یووخت په کابل ښار کې د ۳۰ تنو ترهګرو د نیولو ادعا کړې وه او ویلي یې و چې له نیول شویو کسانو سره یې ۳۰ راکټونه هم موندلي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د لویې جرګې په درشل کې د کابل ښار په لمنه کې د څو زره کیلو چاودېدونکو موادو د موندلو خبره کړې وه.
د ملي امنیت اداره وايي چې وروستي نیول شوي کسان، چې هغه هم د لویې جرګې د دایرېدو په شپو ورځو کې نیول شوي، عنایت الله ، مشهور په مسکین، خدایداد او محمد نعیم نومېږي.
د حقاني ډلې او طالبانو تراوسه پوري د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
افغان او امریکايي چارواکي د حقاني ډله د طالبانو په منځ کې تر ټولو خطرناکه بولي او وايي چې اکثره لویې ډله ییزې انتحاري حملې همدا ډله تنظیموي.