تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۷مه: د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یو پولیس خپل ۵ ملګري وژلي او خپله تښتېدلی دی.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی تاند ته وايي، پېښه تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان پوسته کې شوې او د قاتل پولیس د نیولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر وايي، دا برید په داسې حال کې شوی چې د کندهار پولیسو دوه نفوذیان په دې وروستیو کې نیولي چې د پولیسو لیکو ته پر پولیسو د بریدونو لپاره طالبانو را استولي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د سیګار د راپور له مخې په افغان ځواکونو کې د نفوذیانو بریدونه زیات شوي او تېر کال په دې تړاو ۳۰ پېښې ثبت شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *