تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: د سرپل ښار ته نږدې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمه کې نامعلومه کسانو له یوې ښځې سر پرې کړې دی.

د سرپل امنیه قومندان جیلاني ابوبکر تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي، دا کار وړمه شپه ښار ته نږدې په کورک عربیان سیمه کې شوی او دوی یې مړی له پیدا کولو وروسته د سرپل حوزوي روغتون ته سپارلی دی.

نوموړی وايي، وايي د پېښې علت هم لا تر اوسه نه دی معلوم خو دا یې هم تایید نه کړه چې ګواکې دغه مېرمنې څخه به طالبانو سر پرې کړی وي.

نوموړی وايي، تر اوسه د دغې مېرمنې په مړي پسې تر اوسه د تحویلۍ لپاره څوک راغلي هم نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *