تاند، جمعه، د دلوې ۱۸مه: د فاریاب چارواکي وايي، په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو توغندي یوه مېرمن او درې ماشومان وژلي دي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش تاند ته وویل، د طالبانو لخوا توغولي توغندي د دې ترڅنګ یوه بله مېرمنه ژوبله کړې هم ده.

د نوموړي په خبره طالبانو غوښتل په قیصار کې د امنیتي ځواکونو یوه نظامي قرارګاه په نښه کړي، خو دغه توغندی د هدف پر ځای د ملکیانو په کورونو لګېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “فاریاب کې د طالبانو توغندي ۱ ښځه او ۳ ماشومان وژلي”
  1. این هم نمونه از پایین آوردن خشونت طالبان و مذاکرات صلح طالبان ! طالبان دشمن قهرمانان کشور یا نیروهای امنیتی و دفاعی کشور میباشند ، این اجیران بیگانه که درمقابل کشتن قهرمانان کشور پول کلدار و دالر میگیرند
    ، حاضر نیستند که از این دوکانداری حرام ، که تجارت جنگی است آنهم برای منافع یک دولت بیگانه دست وردارند مذاکرات شان فقط یک فریب است

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *