تاند- په امریکا کې یوه تازه څېړنه ښيي چې په اروپايي هیوادونو کې د سړو پزې په متوسط ډول د ښځو تر پزو لس فیصده لوړې دي.

د متحدو ایالتونو د لوفا پوهنتون محصلان او د نارتن هولټن څېړونکي فکر کوي چې د دې توپیر علت دا دی چې د دوی جنسیت فرق لري. نارینه د دې لپاره چې عضلې یې ډېرې دي د هغو د ساتنې لپاره زیات اکسېجن ته اړتیا لري.

په څېړنه کې همداراز ویل شوي چې لویې پزې زیات اکسېجن اخلي او وروسته د وینو له لارې عضلو ته لېږل کېږي.

همداراز څېړنې ښيي چې د دوو جنسونو(هلک او نجلۍ) د پزې د اندازې توپیر د بلوغ له عمره یعني شاوخوا یوولس کلنۍ څخه جوتېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *