تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: ملګرو ملتونو د وروستیو غونډو په ترڅ کې دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز یو وار بیا د فلسطین د خلکو د حقونو د خوندیتوب اړوند کمېټې مرستیاله ټاکلې ده.
عادله راز د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په دې تړاو ویلي، لوی باور پرې شوی دی او د فلسطین د خلکو بشري حقونو خوندیتوب لپاره به مبارزه وکړي: (( تېر کال مې په دې کمېټه کې له خپلو وروڼو خویندو سره ښه همکاري لرله، موږ تېر کال په دې باور وو چې فلسطینیان باید د خپلو څو لسیزو ناخوالو څخه راووځي او عاجلو اړتیاو ته لاسرسی پیدا کړي.))
عادله راز وايي، افغان دولت د فلسطین د خلکو حقونو دفاع کوي او په وینا یې چې ولسمشر غني هم د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې په دې تړاو خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د بېګناه فلسطینیانو د نیونې مخالفت یې وکړ: (( لکه څرنګه چې ولسمشر غني هم ویلي، وو موږ باید د د غه بحران اوږدېدو ته اجازه ور نه کړو.))
نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان تېر کال ۷۸ میلونه افغانۍ له خپله اړخه د ملګرو ملتونو له لارې د فلسطین له خلکو سره مرسته کړې چې دا له دغه هیواد سره د افغانانو خواخوږي ښيي.