تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو شمېرې ښيي چې افغانستان ته په نورمال ډول د ورځې ۴۰ ټنه او په ژمي کې بیا هره ورځ ۱۲۰ ټنه د کبانو غوښه په قاچاقي او وارداتي ډول راځي.

د کرنې وزارت د کبانو د روزنې پروژې مسوول خلیل فروغ تاند ته وايي، افغانستان په کور دننه په خپله هم د کال ۱۱۵۰۰ ټنه د کبانو غوښه تولیدوي چې بازار یې قاچاقي بې کیفیته غوښو خراب کړی دی.

نوموړی وايي، د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د کبانو د روزنې فارمونو تر نورو ټولو فارمونو زیاته ګټه کړې او خاوندان یې له تولیداتو څخه سمه نیمه ګټه ترلاسه کوي: (( که څوک ۲ لکه افغانیو کبان پلوري ۱ لک په کې ګټه کوي، موږ غواړو چې په هیواد کې ۳۵ زره فارمونه جوړ کړو، تر څو له هیواده بهر هم صادرات ولرو.))

د فروغ په خبره د کرنې وزارت په تېرو دریو کلونو کې د قرغې په بند کې ۳۸۰ زره کبان خوشې کړي، د سلما بند کې یې ۵۰ زره کبان خوشې کړي او د نغلو په شمول سالنګونو سیند، غوربند سیند او د کونړ سیند کې یې هم په ورته شمیر کبان خوشې کړي دي: (( د دې تر څنګ موږ کوشش کوو چې د کبانو بومي نسلونه اصلاح کړو د دې لپاره یو تحقیقاتي فارم جوړوو چې د خالدار کب نسل ترې اصلاح کړو او وده ورکړو، ځکه د افغانستان د امو سیند خالدار کب ډیر مشهور دی.))

نوموړی تاند ته وايي، وزارت یې دمګړۍ په افغانستان کې ۲۳۵۰ فارمونه دي او راتلونکی کال به د ۸۰ نویو تولیدي فارمونو تر څنګ په بلخ، پنجشیر، ننګرهار او بامیانو کې د کبانو تکثیري څلور نور فارمونه هم جوړ کړي.

هغه زیاته کړه افغان حکومت په راتلونکي کې پلان لري چې د کبانو ۳۵ زره فارمونه، شل د کبانو د تکثیر فارمونه او درې د کبانو د غذايي تولید فابریکې رامنځته کړي تر څو له هیواده بهر هم صادرات ولري.

One thought on “افغانستان ته هره ورځ د کبانو ۱۲۰ ټنه بې کیفیته غوښه راځي چې د داخلي کبانو بازار یې خراب کړی”
  1. موږ د اقتصاد په هره عرصه کی تر اقتصادی برید لاندی یو نو دولت ته پکار ده چی خپلی اقتصادی برنامی قوی او پلی کولو لپاره یی لازمی چاری تر نظر لاندی ونیسی

    د کرنی او مالداری ویاند ویلی چی موږ کنړ او سلما سیند کی په فارمونو باندی کار روان کړی پدی هم پوهیږی چی کونړ اوبه او کابل سیند اوبه بی لدی چی کوم موانع ولری مستقیم ډول پاکستان او سلما بنداو نور هغه بندونه چی اوبه ایران ته ځی کوم ځانګړی بندونه ندی جوړ شوی چی یاد د کبانو فارمونه پکی پیاوړی شی نو لومړی باید یادو ستونزو ته هم جدی پاملرنه وکړی ځکه امکان شته چی د همدی اوبو له لاری ټول کبان پاکستان او ایران ته حرکت وکړی

    http://www.taand.com/archives/141682
    کونړ کې په لس جریبه ځمکه د کبانو تر ټولو لوی فارم جوړېږي

    http://www.taand.com/archives/103446
    د کبانو غوښه د زړه روغتیا تضمینوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *