په لغمان کې د افغان سیمه ییزو پولیسو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ په یوې وسلواله نښته کې ۲ تنه مخالفین وژل شوي.
نن سهار وختي ۲ بجې مخالفو وسلوالو یوې ډلې د الینګار د سیند ختیزې څنډې ته د شمټیو په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې د پولیسو د ځوابیه برید په پایله کې د مخالفینو ۲ تنه وژل شوي چې د یو تن جسد او وسله هم سیمه ییزو پولیسو ته په لاس ورغلې او د بل تن جسد یې په تیښته له ځانه سره لیږدولی.
په دغه نښته کې څلور تنه سیمه ییز پولیس هم برسیرن ټپي شوي چې تر درملنې وروسته بیرته خپلو دندو ته ګرځیدلي دي.